نړۍ

عراقي پوځ: په رمادي کې داعش له ځينې مهمو دولتي تاسيساتو ويستل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د عراق پوځي چارواکي وايي چې په رمادي ښار کې يې هغه دولتي ودانۍ بېرته په خپله ولکه کې اخيستي چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې د داعش وسله والو لاسونو ته لوېدلې وې.

رويټرز خبري اژانس په رمادي کې د ميشتو عراقي ځواکونو د وياند صباح النعماني له قوله وايي چې په دغه ښار کې د دولتي تاسيساتو نيول په دې معنا دي چې په رمادي کې داعش ماتې خوړلې ده.

وياند وايي چې نيول شوي دولتي تاسيسات اوس په بشپړه توګه د عراقي ځواکونو په کنترول کې دي او پوځ په پام کې لري چې له دې وروسته د رمادي له ځينو نورو سيمو څخه هم داعش وسله وال په شا وتمبوي.

صباح النعماني زياتوي چې د رمادي د امنيت د کنترول له پاره به دغه ښار ته نور تازه دم سرتيري وليږي ترڅو دغه ښار بيا د داعش له ګواښ څخه خوندي وي.

بايد وويل شي چې رمادي د عراق دوهم لوی ښار دی چې د داعش وسله والې ډلې له منګولو بېرته وځي او پرې د عراق د دولتي ځواکونو واک پلی کيږي.

تر دې وړاندې هم عراقي ځواکونو د تکريت ښار له داعش وسله والو څخه بېرته په خپله ولکه کې اخيستی و.

عراقي ولس له رمادي څخه د داعش وسله والو ويستل د يوه جشن په توګه په بېلابېلو ښارونو کې ولمانځه، او له دولت څخه يې وغوښتل چې د داعش وسله وال دې د موصل په ګډون د عراق له نورو سيمو څخه هم وباسي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د امريکا د «ای ايل ايچ» په نامه يوې موسسې په خپل يوه تازه راپور کې ويلي و، چې د ۲۰۱۵ زيږديز کال په اوږدو کې ۱۴ سلنه هغه سيمې بېرته د داعش له واکه وتلي چې هغوی په تېرو دوو کلونو کې نېولې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x