افغانستان

کابل: هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په کتار سرتېری بريد شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په کتار سرتير بريد وشو.

عيني شاهدان وايي چې بريد د کابل هوايي ډګر ته څېرمه وشو او له چاودنې وروسته په سيمه کې لوګي پورته کېدل او ترڅنک يې د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې ياده چاودنه د کابل هوايي ډګر ته نږدې د هوا پېژندنې ادارې ته څېرمه شوې چې له امله يې يو ولسي وګړی وژلی او ۴ نور يې ټپيان کړي دي.

خو په سيمه کې يو تن عيني شاهد خبريالانو ته وويل چې چاودنه د هوايي ډګر هغه لوري ته شوې چېرته چې بهرني سرتيري ميشت دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دپېښې مسووليت منلی او زياته کړې يې دی چې دغه بريد هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په کتار ترسره شو او هدف يې بهرني ځواکونو و، چې له امله يې ګڼ شمېر بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x