نظــر

خبرې د خبرو سړي غواړي

لیکوال: عبدالرؤوف قتیل خوږیاڼی
لیکوال: عبدالرؤوف قتیل خوږیاڼی

عبدالرؤف قتیل خوږیاڼی

د افغانستان اوسنى كړكېچ معلوم الحاله كورنيو، ډلو، گوندونو، تنظيمونو او قوماندانانو راپيدا كړى او اوسنى اداري فساد، چې د ټنگې كار په كې په پنځه اشرفۍ نه كيږي د همدغو ټوپكسالارانو كار دى؛ ځكه، چې دوى په دې كار كې نسلي تجربه لري.

له انقلاب او روسي يرغل مخكې زياتره ملكان ول او ملكان خو په هر كار كې پگړۍ غواړي، چې مړ يې كړې له پگړۍ او شيرينۍ نه تېريږي.

خير په هره توگه دوى به خپل ځواب په آخيرت كې وايي، چې د پوښتنې ملايكې ورته راشي؛ نو بيا به وپوهيږي، چې همدغه په شيرينۍ كې اخيستل شوې پگړۍ به يې د غاړي حلقه او كړۍ شي او كه نه ؟

سوله اللهي امر دى: والصلح خير.

سوله خير و بركت، فضيلت او مرحمت دى.

مومنين پر اللهي احكامو حكم كولو ته ماموره شوي: انما المؤمنون اخوة فاصلحوا بين اخويكم. مومنان گرد سره وروڼه دي. كله، چې د دوه وروڼو ترمنځ كومه لانجه راپيدا شي د هغو تر منځ له پخلاينې كار واخلئ.

د اللهي اوامرو په اساس د اصولو په كتابونو كې راغلي، چې:

كامل مسلمان، كامل انسان او كامل انسان، كامل مسلمان دى. كله، چې انسانيت او اسلاميت كامل شي؛ هغه بيا په داسې لار نه روانيږي، چې پاى يې شر وي او داسې كار نه كوي، چې بل مسلمان ته يې زيان و تاوان ورسيږي.

اداري فساد او رشوت، د ځانگړيو او ملي ملكيتونو غصبول؛ ځكه مردود دي، چې حق باطل كوي او باطل په حق بدلوي او هغه ملعونان، چې دا كار كوي پرهغو د الله پاك لعنت وريږي او د رشوت هره افغانۍ او هر دالر به يې د بدن لپاره د اوسپنې سيخونه شي او دغه سيخونه به يې مردود وجود داسې داغوي لكه سړى، چې لوڅې پښې په سره تبۍ ودريږي.

په دغه وخت كې، چې امريكايانو د ناتو د ۴۲ غړيو هېوادونو د ځواكونو په تخنيكي او حيواني زور و ځواك يرغل كړى؛ كورونه لوټوي او ميړونه په ډېره بدرنگۍ وژني او پر ولسي وگړيو بمبارد كوي؛ هيڅوك دا نه وايي، چې دا ولې، دا ستاسې او كه د الله پاك بندگان دي.

په سلگونه كورنۍ د افغانستان په گوټ گوټ كې په لوږه شپې سبا كوي. دومره څوك نشته، چې ووايي د مسلمان بچيه! دا د الله پاك مظلوم بندگان دي، چې له كورونو يو سر او دوه غوږونه راوويستل شول؛ د دوى د خوراك، څښاك او اوسيدلو د ځاى غم خو وخوره !

نه ! په دې يې چرت هم خراب نه دى.

اوس دا فكر ورغلى، چې راشه د سولې، روغې، جوړې او پخلاينې غږ پورته كړه او څه وخت خلك په دې وغولوه، چې دا دى د سولې بهير روان دى او په هېواد كې به آرامي راشي.

د مسلمان زامنو ! تش د خولې په خبره سوله نه راځي. د سولې په خبرو كې طالبان بايد د مهم اړخ په توگه شامل وي او دلايل يې واوريدل شي.

د هغو دا خبره ومنل شي، چې بهرني يرغلگر، بې پته او قاتل ځواكونه دې وځي بيا به خبرو ته كينو، چې وړ او پړ معلوم شي.

دا په دې نه كيږي، چې له كميسيون او كميسيون بازيو كارواخله ! دلته خلك وژل كيږي او پورهم په خلكو باريږي او هېواد هم د خلكو ورانيږي.

يعنې بهرني قرضونه په ملت او بيت المال باريږي او په هماغو پيسو بهرنيان او دوى عيشونه كوي؛ شراب او كباب خوري او نڅا روانه ساتي؛ خو بيا وايي، چې له افغانستان سره مرسته كيږي.

هغو، چې د سوداگرو او خواخوږو په نامه زمونږ پر هېواد يرغل كړى؛ ملاتړو يې د ولس او خلكو په ملكيتونو خېټه اچولې، مقدساتو او خپلواكۍ ته وفادار نه دي.

دوى څه پوهيږي، چې د دې هېواد او خلكو په اصلي اوسيدونكيو څه تېريږي. دوى ته، خو امريكايانو پاچاهي وگټله. دوى يې څه كوي، چې پښتون مري او كه په مېنه يې خر لټيږي.

دوى خپل عيش و عشرت كوي او زمونږ د نښتر په شان قدونه ځوانان تورې خاورې خوري.

قتيل ماست دست از دامان قاتل برنداشت
ديـــــده باشى داغهاى دامــن قصاب را

جنجالونه ټول په خبرو حل كيږي، خو خبرې د خبرو سړي غواړي.

اوس د خبرو سړي دومره غريبان دي، چې د الوگانو ټوكريو ته د ناستې وس نه لري او څوك يې پوښتنه هم نه كوي.

خبره داده، چې د هوتكو لار رڼه او روښانه ده او د روانې مرگو مخه يې هم ډپ كړې ده.

هوتك ميرويس نيكه ملكي سړى و، خو په خبرو پوهيده او لانجې يې په خبرو اوارولې. د ده په مشرتوب كې له جنجالونو څخه د هېواد د خلاصولو لپاره د ولس د سپين ږيرو او د خبرو د سړيو جرگه وشوه او د همدې جرگې په بركت يې خپل هېواد له قزلباش گرگيني مظالمو خلاص كړ. ان، چې له گرگيني مظالمو څخه تر پوزې راغلي هزارگان ميرويس نيكه ته، چې د نازو انا په باتدبيره غېږه كې لوى شوى و؛ ورغلي ول، چې مونږ ستا په مټ ولاړ يو، خو د گرگين له ظلمونو څخه مو خلاص كړئ. ميرويس نيكه ډاډينه وركړې وه، چې څه وخت نور هم صبر وكړئ لانجې به حل شي.

سوله او خبرې د افغانانو ملي عنعنه ده او په همدې عنعنه زياتې كشالې اوارې شوې دي. كومه خبره او پرېكړه، چې په خبرو كې رامنځته شي؛ هغه د هيڅ زورگير سرتمبه گي نه شي ماتولى.ان شاءالله.

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x