شعـــــرونه

د مولوي محمد هاشم ذاکر نوی شعر

مولوي محمد هاشم ذاکر

دشرق په غیږ کی لوی شول اوس غربی سندری وایی
پرون يې دلینن نن دغنی سندری وایی

دچاچی ضمیرمړشی بیانوهرډول ته ګډیږی
هرڅوک یی چی هرډول نڅوی سندری وایی

که سره وی اوکه توروی نوپه دوی څه فرق نشته
بس دوی یی پښی لاسونه مچوی سندری وایی

که دین مری که ولس مری که وطن پکی ورانیږی
ذلیل دی وی فقط چی وی ژوندی سندری وایی

کابل ته له کارمل سره سپاره ټانګوکی راغلل
دوی هم دجدی توره ورځ غندی سندرې وايي

اسلام ووافغانیت وواوکه ننګ ټول یی قربان کړل
خوشحاله دی دغرب چوپړ وهی سندرې وایي

دکفرپه لمنه کی یې ژونداومرګ دی دواړه
پردوته خپل بچی حلالوی سندرې وایی

دهرتوکم شعارته لاس په نام حلقه بګوش دی
په نام دازادۍدغلامی سندرې وایی

ذاکره ډیرګرم نه دي بس ددوی هم مجبوری ده
یوخوردوبردګوله پیداکوی سندرې وایی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x