نړۍ

امريکا کې توپانونو دېرش تنه وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا ټيکساس او نورو ايالتونو کې ورښتونو او توپانو يوولس تنه وژلي دي.

پوليس وايي، چې ټيکساس کې يوولس تنه وژل شوي او په نورو ايالتونو کې هم ورښتونو او توپانو ګڼ خلک وژلي دي.

د چارواکو په وينا ټيکساس او نيو مېکسيکو کې د درنې واورې د ورېدو وړاندوينه شوې او کېدای شي، شپاړس اينچه واوره وشي.

د ټيکساس سويلي سيمو کې دا ډول توپانونه او ورښتونه عادي پېښې ګڼل کيږي.

امريکايي رسنۍ د ټيکساس چارواکو له قوله وايي، چې سويلي او شمال لويديځو سيمو کې کليساوې ويجاړې شوي، موټر چپه شوي او گڼې ونې له بيخه وتي دي.

د ټيکساس امنيتي چارواکي وايي، چې توپانو او ورښتونو گڼ موټر اړولي، د سړک پر غاړو ونې يې نړولي او له خلکو يې غوښتي، چې له کورو راونه وځي.

د چارواکو په وينا يوازې گارلينډ کې د توپانو او ورښتونو له امله شپږ سوه ودانۍ زيانمنې شوي او سره صليب اداره هغو کورنيو لپاره د استوګنې ځايونه برابروي، چې کورونه يې زيانمن شوي دي.

امريکايي رسنيو ليکلي، چې د توپانو، واورو او ورښتونو له امله د لارو او واټونو برېښنا پرچاو شوې، ګروپونه يې مات شوي او شاوخوا دېرش زره کورنۍ د برېښا او غازو له اسانتياوو بې برخې شوي دي.

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د خرابې هوا له امله ډيلاس او لويديځو ايالتونو کې گڼو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې.
راپورونه وايي، چې مسي سپي کې لس، ټينسي کې شپږ، ټيکساس کې يوولس اکنساس او الاباما کې يو يو تن وژل شوي دي.

مسي سپي کې شپږ پنځوس تنه ټپيان شوي او له څلور سوو زياتې ودانۍ زيانمې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmad

Go to HELLLLLLLLLLLLLLLLLLLLL

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x