افغانستان

امر الله صالح د ظاهر قدير د ملېشو له لوري د داعشيانو سرغوڅونه غندلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح په ننګرهار کې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدير د ملېشو له لوري د اعشيانو سر غوڅول غندلي دي.
 
تېره ورځ د داعشيانو او ظاهر قدير د ملېشو تر منځ په نښته کې داعشيانو د څلور ملېشه عسکرو سرونه غوڅ کړل، چې په غبرګون کې يې د قدیر وسله والو هم ورته ګام واخیست.
 
پخپله ظاهر قدیر هم د پېښې پخلی کړی او په خبري کنفرانس کې يې په ارامه وویل: « په جنګ کې خو مړي کېږي.»
 
خو بل اړخ ته د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي چې د دولتي دستګاه په موجوديت کې د شخصي ملېشو له لوري دا ډول اقدام د واک د پاشلو په مانا ده.
 
هغه پخپله فیسبوک پاڼه کې د ظاهر قدیر وسله وال «بې بندوباره ډله» بللې او لیکلي يې دي چې د افغانستان په تاریخ کې هیڅ بې بندوباري ډلې مستحکمه بریا نه ده تر لاسه کړې.
 
نوموړی وايي چې د هېواد په تاریخ کې خلکو ډېر سر غوڅوونکي لیدلي خو ظاهر قدیر ته په اشارې، لیکي چې د هېواد اوسېدونکو یو «جلاد» د لومړي ځل لپاره د خلکو د استازي او قانون جوړوونکي په توګه هم ولید.
 
د اچين ولسوالۍ ولسوال هم د ظاهر قدیر د وسله والو دا ګام غندي او په وينا يې دوی باید داسې وحشت نه وای ترسره کړی.
 
د امرالله صالح د توندو خبرو په غبرګون کې تر اوسه ظاهر قدیر څه نه دي ويلي.
 
وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شول، چې د ظاهر قدیر له لوري پر افغان حکومت د داعش د کلک ملاتړ دعوه پر دې جوړ جاړي غلې شوه، چې داعشیانو نوموړي ته پخپلو سیمو کې د قاچاق او مخدره توکو د کر اجازه ورکړې ده، ځکه خو ځينې مبصرين د داعشیانو او ظاهر ملېشې تر منځ د وروستۍ جګړې علت هم د دوی په جوړ جاړي کې کومه نیمګړتيا پيداکېدل په ګوته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x