افغانستان

هلمند: د ګرشک په امنیه قومندانۍ کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند امنيتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په امنیه قومندانۍ کې چاودنه شوې ده.

د دوی په خبره چاودنه د یو سرتيري بريدګر له لوري شوې، خو په وينا يې تر هدف وړاندې په نښه شوی دی.

د هلمند امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول شامحمود اشنا وايي چې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې ياده پېشه رامنځته شوې ده.

هغه وايي بريدګر غوښتل چې امنیه قومندانۍ ته د ننه ننوځي، خو په دروازه کې د پولیسو له لوري په نښه شو.

که څه هم چاودنه د امنیه قومندانۍ په دروازه کې شوې، خو د اشنا په خبره یوازې بريدګر وژل شوی دی.

تر اوسه چا د دې بريد مسوولیت نه دی منلی او نه هم بې پرې سرچينو د پېښې د ډول پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې په ورته وخت کې پلازمېنه کابل کې په یو سرتيري بريد کې ګڼو بهرنیانو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x