افغانستان

ظاهرقدیر: داعشي وسله وال د دولت پېژندکارتونه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۴ل): په ننګرهار کې د داعشي وسله والو پر ضد د ملېشو مشر او د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي چې داعشي وسله وال د افغان حکومت پېژند کارتونه لري.

نوموړي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د دولت او داعش د اړیکو دعوه بیا راپورته کړه او ويې ويل چې د ننګرهار په مختلفو سیمو کې مشکوکې چورلکې دورې خورې او ناستې کوي.

ظاهر قدیر د ۲۰۱ سیلاب قول اردو هغه لیک هم ولسي جرګې ته ولوست چې د دې قول اردو د څوارلسمې پیاده لوا د قومندانۍ اوپراسیون ریاست ته يې لېږلی و.

په لیک کې راغلي و چې د منګل باغ اړوند هغه کسان چې وړاندې ورته دولت پخپله خوښه په شینوارو کې د اوسېدو زمینه برابره کړې وه، ۹۰ سلنه يې اوس د داعش په بڼه فعالیت کوي.

لیک کې وړاندې راغلي و چې څو ورځې وړاندې چې داعشي وسله وال د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول، جېبونو کې يې د دولت پېژندکارتونه موندل شوي دي.

ظاهر قدیر دا لیک یو کوچنی سند وباله او ويې ويل چې د داعش او دولت پر نورو اړیکو لوی شواهد او اسناد لري.

نوموړي وویل چې د سیمې ټول اوسېدونکي ورته په رڼو سترګو ګوري، چې کله د طالبانو او داعشي ډلګۍ تر منځ جګړه وي، هوايي ځواکونه یوازې طالبان په نښه کوي او د داعشي وسله والو ملاتړ ثابتوي.

قدیر وړاندې تر دې هم داعش د حکومت او بهرنیو سفارتونو ګډه پروژه بللې وه، د نوموړي تر لاس لاندې ملېشې تېره ورځ د څلورو داعشیانو سرونه غوڅ کړل، چې ځينو مبصرينو د دولت په شتون کې دا ډول خپلسری اقدام وغانده.

د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح ظاهر قدیر یو جلاد بللی او په دې يې حیرانتیا ښوودلې چې یو جلاد د خلکو استازی او د قانون جوړونې په دستګاه کې ناست دی.

د شنونکو په باور له نږدې میاشتني ځنډ وروسته د داعش او ظاهر قدیر نښته او بیا يې د یو سند افشا کول دا په ډاګه کوي چې د دوی تر منځ په شوي جوړ جاړي کې ناغېړي شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x