دمرغومی شپږمه څه راکړل؟

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

حاجي غلام محمد معصومي –

پوره ۳۶ کاله وسول چی افغانستان ته روسی لښکری بی شمیره او یوار ودی خاوری ته د سرومیږیانو په شکل د هیواد د شمالی سرحداتو څخه  راتوی سول او د کندهار، بګرام ، شندنډ، بلخ او کابل  هوای ډګرونه  روسي چورلکو ونیول او په همدی شپه د حفظ الله امین سل ورځنی حکومت ختم او د ببرک کار مل تر مشری لاندی  بی شمیره پروازونه  وسول چی تر څو  نوی سر تیری  د هیواد ونور ولایتونو ته د ټانکو سره واستوی.

که څه  هم دغه وخت  هر شی نوی وو، خوخلګو فکر کولی سوای چی داخاوره یوازی افغانان  منی اوافغان یی ساتی خو د وخت په تیر یدو سره د جهاد  اومجاهدت خبری تیزی او د ۹کالو جکړی ورسته د روسی ولسمشر میخایل سرګیوچ ګرباچوف پریګړه وکړل چی ټول روسي عسکر به د افغانستان څخه  باسي ،ولی چی دي جګړي نتیجه ور نه کړل او داکتر نجیب الله ته یی پوره واک وسپاری او ډاکټرنجیب الله هم له مخالفینو سره د سولي خبري د (ملي روغي جوړي ترنامه ) لاندي ګړندۍ کړې.

یونیم میلون افغانان  شهیدان سول تر میلون ډیرو هیوادوالود بدن غړی له لاسه ور کړل د یوې سرشمېرني له مخی تر ۳میلونه افغانان ګډوال سول  خونه جکړه ختمه سول اونه هم افغانان پر یوه ټغر سره کښینسل  هر وار چی پر  دی خاوری د بهرنیو دسیسی پلان غوړیدلی دی بی شمره افغانان  وژل سوی او کورونه یی خراب سوی خو ګټه یی دسیمي استخباراتو  وړی ده.

که د مجاهدینو جکړی وګورو، د طالبانو واکمنی، او بیا د امریکا  په  حضور کی نوی اداره چی په دې دوران کي هری جګړی زموږ څخه په زرهاوو خلګ  وژلی  دی.
اوس چی امریکایانو هم د روسانو په شان خپلی پښی سپکی کړی دی او د افغان بچی خاوره یوار بیا د یوی بلی جکړی د پاره تیاری نیسی ۱۴ کاله چی امریکا یانو د خپل ورور سره وجنګولو او س بیا د داعش حضور په سیمه کی نه یوازی افغانان بلکی د سیمي هیوادونه یی په شک کی اچولی دی.

د ناټو عمومی قومندان د داعش موجودیت په ننګر هار کی یادوی اووایی چی د سوریی او عراق څخه تازه نفسی جنګیالی  راغلی  هلته د خلافت راډیو فعالیت او د عامو خلګو سرونه پریکول  طالب او داعش په جنګ اچول او اوس بیا سیمه ییز دولتی وسله وال د داعش سرونه  پریکول دا د هغه جنګ پیل دی چی بیا د افغان بچی مور کی د خپل اولاد په  غم کي اوښکو تویولو ته اړه باسي.

چی خبره می هیره نسی د مرغومي شپږمه د روسانو راتګ، نه بلکی په سیمه کی دجکړی پیل و، لا هغه جکړه ده چی روانه ده اوس چی د شمال لپاره جنرال عبدالرشید دوستم د ازبکانو دساتني لپاره وسله او پیسه د روسی څخه اخلي او استاد عطا محمد نور بیا د تاجکانو د ساتني په نامه وسله اخلی، نو ظاهر قدیر یی هم د پښتنوددفاع په نامه وسله او پیسه اخلی خو دا چی دا عش هم د خلګو سرونه پریکوی او اوس د افغانستان تر بیرغ لاندی بیا هم د خلګو سرونه دداعش په نامه پری کیږی.

زه نه وایم چی دا ښه کار دی یا بد، خو په دی خبره پو هیږم چی که په ننګرهار  کی جګړه ګر میږی نو یوځل بیا افغانان  پکښي سرونه خوري او دا په دی معنی ده، چی جکړه به نور ولایتونو ته هم غزیږي.

هغه وخت به بیا نړیوال تماشه کوي او موږبه د ورور په وینو لاسونه سره کړي وي.

هرژمی موږ د نوي کال لپاره د سولي په خبرو تیروو او په پسرلي کي بیا د یواوبل په وړاندي وسله والي جګړې ته لستوڼي راپورته کوو.

زه خپلي خبري په دې بیت سره پای ته رسوم،

ګرځم ملا تړلی د وسلو سره، جاردي سم زلمیه ! له پښتو سره

بازکه ستا پرکور بېځایه والوزي
وبه یې باسم سترګي د بچو سره

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د