fbpx

اسلامی حکومت او د خلکو اړتیاوي

 لیکوال: رفیع الله برهاني الحنفي‎

دا خبره ډیره واضحه ده چه محمد ﷺ په خپل وخت کی یو بهترین اسلامی حکومت درلوده د رسول الله ﷺ دا حکومت داسي وه  چه د خلکو په زړونو او په سرزمین دواړو وه.

کوم ځای کې چه محمد ﷺ او مبارک صحابه وه هغه ځای به په پوره توګه د بشریت د سکونت دپاره د امن او د استقلال نه ډک وه او د خوشحالی او ورورولۍ نه ډکې ښکلې فضاګاني به پکی موجودي وي، نبي ﷺ به یو ښکلي اسلامی حکومت او سیاست پر مخ بوتلو.

نه یواځي دا چه محمد  ﷺ یو اسلامي حکومت قایم کړی وه بلکه ورسره یی تر څنګ یو بهترین شرعي سیاست روان کړی وه.

اوس ولي زموږ معاشره بدبختۍ طرف ته په منډه روانه ده؟

یواځینی وجه دا ده چه اسلامی حکومت نشته چه ظالم ته د ظلم په وجه سرزنشت ورکړی ،او مظلوم ته خپل حق ورکړي، حق ته حق ووایی او باطل ته باطل .

د  خیر القرون نه وروسته کوم وخت نه چه پدی دنیا کې واحد قیادت ختم شو. نو په هر وخت کی د هم هغه عصر  علماوؤ د اسلامی حکومت او سیاست شرعی دپاره ډیره قربانی ورکړی ده.

خو دغه دری خبري به پکې نه وی موجودی چه د هغو د وجي نه به یي ثمره نه لیدل کیده:

(۱):: دغو علماوو په شرعي علومو کی بی کچه مهارت درلوده خو لیکن د سیاسي علومو سره نا اشنا وه او من حیث الفن یې ورسره هیڅ علاقه نه درلوده.

بالأخره د هغو وینو به رنګ راوړو خو دومره خبره وه چه نتیجه او ثمره به یی داسې خلکو واخسته چه دین سره به یې هیڅ تعلق نه درلوده.

(۲):: د وخت حاکمانو به د علماوو څخه په عبادتي او معاملاتي مسایلو کی نفع او فایده اخستله او دوي یی په مجموع کې د سیاسي رهبرانو په حیث معاشري ته ندي ښکاره کړي. او نه دغه علماء بیا په دي وتوانیدل چه معاشری ته ځانونه د یو سیاسي قوت په حیث ښکاره کړي. او اکثره په حکومتي نظامونو کی یی د محکوم په او تابع په څیر پاتي شوي دي، فقط د یو ضرورت په څیر تري خذمت اخستل شوی دی د مقصود په سترګه چا ورته ندي کتلي، د همدی وجی نه دا علماء په احساس کمترۍ کی مبتلا شول.
اوس صرف عام مسلمانان په عباداتو او معاملاتو او په مساجدو کی د امامتۍ د اهمیت ورته قائل دی. او همدغه مسایلو کې ورته خلک پیشکشي کوي او سیاسي امورو کي خلک د دوي مشرۍ ته تیار ندي.

(۳):: چه کله دغه علماء په ټولنه کې د نظام د بدلیدو کوشش وکړي نو د موجوده نظام د بدلیدو څخه وروسته ټولنی ته داسی متبادل نظام نشی وړاندي کولای چه ټولنه ورباندي د وضعي او بی دینه نظام نه خلاصه کړي او د ژوند په ټولو برخو کې ټولنه په اسلامي نظام سره معطره وګرځوي.
علامه ابن خلدون رح په  (مقدمه ابن خلدون ص ۱۹۱)

د اسلامي نظام (خلافت) په تعریف کې دوو خبرو ته اشاره کړی ده :

(خِلَافَةٌ عَنْ صَاحِبِ الشَّرْعِ فِيْ حِرَاسَةِ الدِّینِ وَ سِیَاسَةِ الدُّنیَا به)
اسلامی حکومت (خلافت) په حقیقت کی د محمد ﷺ څخه صرف په دوو خبرو کې نیابت دی

اول د دین ساتنه او حفاظت دوهم د دنیا سیاست د دین په رڼا کې.

همدغه معمول د خلفاء راشدینو رضی الله عنهم اجمعین وه چه د دنیا په هر ډګر او میدان کې کامیاب او غښتلي وه.

اوس علماوو لومړی خبري ته توجه ورکړي لیکن دا دوهمه خبره یی بیخي د پامه غورځولي ده.

زموږ د اسلافو کتابونو د سیاست او حکومت د مسایلو نه په وافره اندازه بحث کړی البته اوسني علمی میدان کې همدا خلا پاتي شوي ده چه په همدی وجه باندی د عوامو دا ذهنیت جوړ شوی چه اسلام د نظامی شکل په توګه د اولس ټول مشکلات نشی حل کولی.

موږ علماء باید دا تریخ او نا قابل انکار حقیقت نه سترګی پټي نه کړو.

بلکه دا خبره په ناخوښی سره ومنو چه آینده ورته متوجه شو او دا نقصان له ځانونو وکاږو.

خو دومره باید زه احقر ووایم:

چه د موجوده وخت ددې ټولو مشکلاتو بهترین حل د امام مالک رح په دی قول کې دی څومره ښکلي یي فرمایلي:

(لَن یصلحَ آخر هذه الأمة إلاّ ما أصلح أولها )
(الشفا بتعریف حقوق المصطفی ج ۲ ص ۹۸/۹۹

د اخر امت اصلاح به په هغه څه سره راځي په کوم سره چه د اول امت اصلاح راغلي وه.

یعنی تر قیامته د دي ټولو مشکلاتو حل صرف پدي کې دی چه په سياسي او حکومتي میدان کې د خیر القرون نقشه تطبیق شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د