نظــر

مورنۍ ژبه که مورنۍ حیاء ؟

mothers day 03آبله ورځ دمورنیو ژبو نړیواله ورځ وه ،  چې د مور زامنو او لوڼو ښه په خرپ ولمانځله ، دا چې مور او ژبه یې له ادمه تردې دمه شته خو موږ یې یوازې  له تیرو دیارلسو کلونو راهیسې ځکه لمانځو چې  یونسکو فرمایلي له همدې ځایه داسې خوند کوي لکه موږ چې دمورنۍ ژبې درنښت نه  بلکې دیونسکو امر لمانځو ،  که  بالفرض یونسکو وویل چې نور دمورنۍ ژبې لپاره کومه خاصه ورځ نشته فکر نه کوم  که څوک بیا دا لمانځنه یاده کړي … په هرحال

مورنۍ ژبه بې له شکه یو لوی ارزښت دی چې باید ولمانځل شي ، خو آیا موږ ته له خپلو میندو یوازې ژبه راپاته ده ، او یا زموږ نیاګانو او باباګانو یوازې ژبه درلوده  که کوم بل څه یې هم درلودل چې په ساتلو ، پاللو او لمانځلو ارزي  .
که دقیق واوسو پوهیږو چې زموږ دمیندو یوازینۍ شتمني ژبه او لهجه نه وه ، بلکې تر ژبې  مهم او ارزښتمن نور ډیر څه یې هم درلودل چې موږ هیر کړي  او بایللي دي .

زموږ میندو حیا درلوده ، دومره حیا چې حتی تر ځان مشرانو ښځو څخه یې هم  مخ پټاوه ، مګر دمورمعاصر اولاد له خپل اخلاقي قاموس څخه دحیاء ټکی وتوږه ، چادري یې په مغلتوب تورنه کړه او ټیکری یې نامتمدن  دود ونوماوو ، دمور خویندې  دمور دژبې په ورځ  خلاصي تتۍ ، لوڅ ویښتان  او په کاوبای  پتلانه کې بهر راووتې ، دمور لوڼو دمورنۍ ژبې له ورځې  څو ورځې وړاندې  دبې بې مهرو او ناهیدې په کابل کې  دخارجي کیمرو په وړاندې  فیشن شو هم وړاندې کړه ،  هغه مور چې په درست عمر یې خپلو مسلمانو نامحرمو یوازې یوه سترګه لیدلې وه ، لوڼې یې دبهرنیوکفارو د تیلویزوني کیمرو په پړک او پړوک  کې لوڅ سر او خلاصي تتۍ تاوراتاو شوې  .

هغوی چې دمور دژبې دخدمت او لمانځلو دعوه کوي دې ته ډیر خوشاله دي چې کابل له چادریو خلاص شو ، هغه پلار چې خپل کور ته دننوتلو په وخت به یې غاړه تازه کوله ترڅو یې په کومه ښځه نظر ونه لګیږي ، اوس یې زامن درسته ورځ  په ښار ، کارځای او انټرنیټ  کې په پردیو عفتونو پسې څوس وهي ، ترڅو دخپل ګناهګار او شهواني نظر تنده ماته کړي .

له دې څخه ښکاري چې معاصر نسل که څه هم مورنۍ ژبه نه ده هېره کړې خو مورنۍ حیاء یې بایللې ده ، چې دا خورا یو تریخ او بوږنوونکی حقیقت دی ، ځکه لکه څنګه چې دنارینه ترټولو ستر جوهر  غیرت دی ، دښځینه وو ترټولو ستره شتمني حیاء ده ، او کله چې یې دا جوهر له لاسه ورکړ، نوګواکې دانسانیت له معیاره په بله شول ، نوځکه بیا ورته ویل کیږي  ( اذا فاتک الحیاء فافعل ماشئت )

دمورنۍ حیاء او عفت دساتلو او پاللو په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x