د انکار حدیث د فتنې په اړه څیړنیزه مقاله‎

نور الرحمن

د عربو په جزیرې کې د اسلام د سپیڅلي غږ د پورته کیدا سره سم د دغه غږ پراخه مخالفین پیدا شول.دوی  دغې غږ د هر منوونکي مقابله پیل کړه، د دوی د مقابلو ډولونه ډیر او شکلونه مختلف و، ځینو يې د حق د داعیانو په ځورولو لاس پورې کړ او ځینو يې د حق د سپیڅلي غږ بدنامولو هڅه پیل کړه، لنډه دا چې د مقابلې په دې لړۍ کې هر مخالف یو له بله زیاته هڅه کوله، خو د دوی د دې شیطاني هڅو سربیره دغه غږ ورځ تر بلې مخ په خپریدو وو. الله جل جلاله دغه خبرې ته داسې اشاره کوي.

يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ سورة الصف، ایة ۸
ژباړه: دوی غواړي چې په خپلو پوکیو سره الهي رڼا ووژني، او الله جل جلاله به خپله رڼا په بشپړه توګه خپروي که څه هم دا کار کافرانو ته ډیر بد ایسي.

له الهي زیري سره سم د دغه غږ انګازې د عربو له جزیرې ووتې، اوس د نړۍ کونج کونج کې دغه غږ اورېدل کېدای شو.

کله چې دوی له خپلو ټولو هڅو نا هیلي شول، نو یوه نوې دسیسه یې جوړه کړه، د دغه دسیسې له مخې دوی دوه کارونه وکړل.

۱: د مسلمانانو تر منځ يې ځینې منافقین په پیسو واخیستل

۲: خپل ځانګړي افراد يې د اسلامي علومو په زده کړه مکلف کړل

دغه دواړه ډلو ته يې دنده وسپارله چې د اسلامي احکامو په اړه د مسلمانانو ترمنځ شکونه او شبهات واچوي، تر څو دوی په خپل دین بد ګومانه او باالاخره عقیدوي دیوالونه يې ونړیږي.

د دوی لومړۍ هدف د سپیڅلي نبوي احادیثو حیثیت ته صدمه رسول وو، دوی پوهیدل چې له قران کریم وروسته لویه تشریعي مرجع او موثق ریفرنس نبوي احادیث دي، چې د تشریعي حیثیت په زیانمنولو سره يې د اسلام لویه برخه له منځه وړلای شي.

دوی په دوه شکلونو د احادیثو مقابله پیل کړه

۱: له احادیثو ښکاره انکار

۲: په احادیثو کې تاویلات او معنوي تحریف

لومړی ډلې له احادیثو ښکاره انکار وکړ، دریځ يې خپل کړ چې مونږ لپاره صرف قران کافي دی، قران کې ټول دین شته او خپلو خبرو لپاره يې د خپلې کم علمۍ، ضد او جهل له مخې هغه دلایل ذکر کړل چې بیرته په همدوی رد کوي او دوی په خپله دعوی کې درواغجن ثابتوي.

دغه ډلې احادیث د ایرانیانو له خوا جوړې شوې کیسې وبللې، کله يې وویل چې د نبي صلي الله علیه وسلم د وفات نه بعد سؤونه کلونه وروسته د احادیثو د مجموعو رامنځ ته کیدل خپله د احادیثو حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي. کله يې د محدثینو عجمیت د خپلې دعوی د قوت لپاره دلیل جوړ کړ نو کله يې د انساني ذهن د مختلف برداشت فطري خاصیت د ځان لپاره دلیل وګرځاوه او کله يې (لا تكتبوا عني شيئا غير القرآن) د خپلې مدعا د اثبات لپاره یاد کړ.

دوهمې ډلې يې له احادیثو ښکاره انکار ونه کړ، مګر د تاویل او احتیال له لارې يې د احادیثو تشریعي حیثیت ته د نقصان رسولو هڅه وکړه، چې د دوی دغه کار د لومړی ډلې دریځ ته قوت ورکړ.

دوی کله په محدیثو جرح پیل کړه، نو کله يې احادیث د قران سره متصادم وبلل، کله يې راوي په نښه کړ او کله يې په حدیث جرح پیل کړه. لنډه دا چې په دې توګه يې د احادیثو یوه لویه برخه تر سوال لاندې راوسته.

په ښکاره که د دغه خلکو دریځ ته وګورو، نو معلومیږي چې دوی صرف له احادیثو انکار کوي، مګر که لږ ژور لاړ شو نو پوهیږو چې دوی د قران کریم له ډیرو ایاتونو منکر دي.

د دغه ډلې د شیطاني هڅو د شنډولو، د دوی د نیوکو ځوابولو، او عام امت د دوی له شرونو خبرولو په موخه د امت علماؤ وخت په وخت هره شونې هڅه کړې او په هر ډګر يې د دوی هڅې فلج کړي ولله الحمد.

په وروستیو کې د انترنیت د فراختیا او ور سره جوخت د ټولنیزو شبکو، په ځانګړي توګه د فیسبوک رشد په هیواد کې د افرادو تر څنګ د ډلو او ګوندونو لپاره د دوی د فکرونو او اندونو خپرولو او ترویجولو یوه اغیزمنه وسیله جوړه شوه. چې د نورو ډلو ټپلو تر څنګ د استشراق او انکار حدیث داعیانو له دې وسیلي پوره ګټه پورته کړه، خپل مزخرف نظریات يې په غوړو او پستو الفاظو عامو مسلمانانو ته وړاندې کړل تر څو هغوی په خپل دین بد ګومانه کړي، احادیث ورته بې اهمیته ثابت کړي او یا هم لږ تر لږه په اړه يې په سلهاؤ شکونو او شبهاتو کې ښکیل کړي.

له بده بخته دوی په خپلو هڅو کې تر یوه حده بریاوې هم تر لاسه کړې، ځکه نو ما وپتېله چې د دوی د دغو فاسدو نظریاتو مدلل رد د الله په فضل و کرم سره د یوې سلسله وارې مقالې په ترڅ کې وکړم، تر څو حق له باطله جدا او عامو مسلمانانو ته د دوی اصلي څیرې بربنډې شي.

دلته مو صرف تمهیدي خبرې وکړې، په را روانو برخو کې به د دوی د فکر منبع، تاریخچه، د دوی عقیده سره له مثالونو( دوی په عقایدو کې د مسلمانانو سره ژور اختلاف لري)، د احادیثو د حجتیت په اړه د دوی نیوکې او د هغې مدلل ځوابونه د مثالونو سره، د محدثینو په اړه د دوی شبهات او د هغې ازاله، له قران کریم څخه د دوی د فاسدې نظريي بشپړ رد او لنډه دا چې د دوی فکر به په تفصیلي بڼه وڅیړو ان شاء الله