رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د غربي پوهانو له نظره (دوهمه برخه)

لیکوال : ملنګ خوستی-

(سوامي دیانن) هم یو نومیالی لیکوال دی هغه وایی : حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د ټول انسانیت پیغمبر وو ، هغه د رنګ ، نسل ، ژبې ، قومیت او سمتونو ټول توپیرونه له منځه یوړل ، هغه چې د څه شي لارښوونه کړي ده لومړی یې پرې خپله عمل کړی دی ، هغه دا لارښوونه کړي ده چې ، که مریي تېروتنه وکړي ویې بښئ ، چا پوښتنه وکړه چې څو ځله یې وبښو ؟ هغه وفرمایل اویا ۷۰ ځله .

فرانسوی مشهور فیلسوف (ژان ژاک روسو) وایي : بېشکه محمد صلی الله علیه و سلم د خپل دولت لپاره په زړه پورې سیاسي نظام جوړ کړی وو .

استاد (اسټروټ مین) وایي : اسلام یوه دیني او سیاسي ښکارنده ده او د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه و سلم یو هوښیار سیاستوال مشر وو .

(توماس ارنولډ) وایي : د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و سلم پر یوه وخت دیني او سیاسي چارې په غاړه درلودې او پرمخ یې بیولې .

استاد (جپ) وایي : حقیقت روښانه دی چې اسلام یواځې مذهبي ارزښتونه نه بلکې د یوې ځانګړي ټولنې منظم حکومت او قوانینو لرونکی نظام دی .

دوکتور (فیتز جرالډ) وایي : اسلام یواځې په مذهب کې نه رالنډیږي بلکې یو سیاسي نظام هم دی .

(سوامي دیانن انجاني) نامتو څیړونکی دی هغه لیکي : حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د ټول انساني نسل پیغمبر وو ، هغه خپل مریي ته د زوی په سترګه کتل او داسې چلن یې ورسره کاوه چې کله ورته د مریي پلار د بېولو لپاره راغی نو هغه به د خپل پلار سره د تللو پرځای د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم سره پاتې کیدل غوره ګڼل .

(لالا رام لال ورما) لیکي : څوارلس کاله وړاندې په وحشي عربو کې د ایمان او عقیدې راپیدا کول او ورته تهذیب او انسانیت ورښودل خورا ګران کار وو چې ترسره کول یې اسانه نه وو ، حضرت محمد صلی الله علیه و سلم هغوی ته انسانیت او تهذیب وروښود ، دا د شملې پیړۍ د ټولو انسانانو له توان نه بهر دي .

(باسبورت اسمت) نامتو لیکوال او څیړونکی دی هغه د ” محمد اینډ محمدنیزم ” په نوم یو کتاب کې لیکلي : د ټولو دینونو د لومړنیو دورو په اړه زموږ علم ډیر محدود دی ، یوازې د هغوی د ځینو د ځینو ملګرو په اړه یو څه معلومات شته خو په اسلام کې داسې نه ده ، دلته د تیارو پر ځای له ګومان نه لرې د پیښو پوره تاریخ شته ، د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم زمان ته چې وګورو بیا یې له حد نه وتلی عزت او قدر ته وګورو او له عیسوي پادریانو سره یې پرتله کړو ، نو زما په اند د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم په اړه حیرانونکي خبره دا ده چې هغه د معجزې په ځواک ډیر څه کولای شول خو د خلکو پر ضد یې ونه کړل ، زه پوره باور لرم چې فلسفه او عیسویت به یوه ورځ هرو مرو د محمد صلی الله علیه و سلم رسالت منلو ته مجبوریږي ، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چې څنګه د یو دین رهبر وو نو همداسې د دولت چلولو ترټولو لوی مدبر هم وو ، هغه په کومه ځواکمنه کلا کې نه اوسیده او نه هم د هغه سره ساتندویان وو خو په خپلو لاسونو کې یې ټول قوت موجود وو ، تر پایه یې د یو شي دعوت وچلاوه چې هغه د الله ج توحید وو او همدا ترټولو لوړه فلسفه وه ، چې یوه ورځ نه یوه به یې په وړاندې عیسویت هم سر ټیټ کړي او هغه به د الله ج ریښتونی پیغمبر ومني .

(تولستوی) ویلي : که څوک غواړي چې اسلامي دیني ساده ګي ځان ته معلومه کړي نو قرآن دې په غور او دقت سره مطالعه کړي ، ځکه چې په دغه مقدس کتاب کې هغه حقائق په پوره وضاحت او صراحت سره ښودل شوي چې د اسلام عالي مقام او د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د شخصیت لوړوالی او پاکي ترې څرګندیږي .

د انګلیس پوه (لار هیډلي) وایي : بشر د یو ستر لارښود پوهې ته اړ دی چې دوی د حق او حقیقت لارې ته را وبولي ، د محمد صلی الله علیه و سلم قرآن کریم دا اړتیا لرې کړي ده .

فرانسوی پوه (الډر مالا) وایي : د محمد صلی الله علیه و سلم دین او اسلام له دې کبله چې ساده او شریف دی تر نورو ادیانو ممتاز او په ډیره چټکتیا خپور شو ، دا ځکه چې عبادت او د احکامو زده کول یې اسانه دي .

هالینډ پوه (ډوزي) وایي : د یو اروپایي محقق لپاره دا ګرانه ده چې د محمد صلی الله علیه و سلم پر ریښتونولۍ بیان او سپیڅلتیا باندې دې ایمان رانه وړي او اقرار دې ونه کړي ، محمد صلی الله علیه و سلم د صداقت او عقیدې له مخې خپل ټول ژوند د الهي تعلیماتو په خپرولو کې تیر کړی دی .

روسی فیلسوف (لیسن تولیستري) وایي : بې له شکه محمد صلی الله علیه و سلم له هغو سترو میړنیو او مصلحینو څخه دی چې د حقائقو او ټولنیزو چارو لپاره یې ستر او بې ساري خدمتونه کړي دي ، دا ویاړ د ده لپاره بس دی چې یو وروسته پاتې قوم یې رهبري کړ او هغوی ته یې د سولې ترقۍ او مدنیت لاره پرانیستله .

انګلیسي فیلسوف او لیکوال (جورج برنات) وایي : زه همیش د محمد صلی الله علیه و سلم او د دین لپاره یې لوړ مقام منم ، دا ځکه چې د دې مېړني انسان حیرانونکي ژوند پر ما ډیره اغېزه کړي ده .

انګلیس پوه (باسور ټانسمینټ) وایي : زه په دې عقیده یم چې عمومي فلسفه پوهان او ریښتیني عیسویان به یوه ورځ د دې شخص محمد صلی الله علیه و سلم پر دعوت باندې په صداقت سره اقرار وکړي .

(سر موبر) وایي : د هغې زمانې چې محمد صلی الله علیه و سلم پکې وو ، سمون د بلې زمانې تر سمون ډېر ګران او ستونزمن وو ، بل هیڅ داسې اصلاح او بریالیتوب چې هغه تر وفات وروسته په یادګار پرې ایښی وو موږ ته په یاد نه دی .

(لیونارت) وایي : که په دې نړۍ کې داسې څوک وي خدای ج یې پیژندلی وي او که داسې څوک وي چې له خدای ج سره یې اخلاص کړی وي او د هغه د اوامرو په عملي کولو کې یې په شرافتمندانه هدف او په ډېره قوي انګېزه یې تر وروستنی حده پورې هڅه کړي وي نو پرته له شکه ، چې هغه د نړیۍ سردار محمد صلی الله علیه و سلم دی .

د برتانیه په دئرة المعارف کې راغلي : محمد صلی الله علیه و سلم داسې بریاوې لاسته راوړي چې د نړۍ بل هیڅ پیغمبر او دیني مصلح نه دي ترلاسه کړي .
(بوزورث اسمیت) وایي : محمد صلی الله علیه و سلم پرته له کوم مخالفت او جګړې په عمومي توګه ترټولو ستر مصلح وو .

ددې لیکني لومړۍ برخي لپاره دلته کلیک وکړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د