
غزل – سعادت کلیوال
نن مې زړګی د یار له څنګ سره شیبې یادوی..
جانانه ستاد بیا راتلو هغه وعدې یادوی..
لا ئی په یاد دی ګزارونه د قاتلو بڼو..
نمجنې سترګې لا هماغه سترګې مړې یادوی..
په اور ستی دی لا زوریږی د ستم له شغلو..
هم ئی سیزی لیونی هم د اور لمبې یادوی.
د ستا له فیضه ئی تاریخ په میړنو کې شماری..
جانانه ستا په لټون تللې قافلې یادوی..
یوې ډیوې ته توره شپه کې څوک خبرې کوی..
ورته د خپلو امیدونو افسانې یادوی..
څومره په وینو ئی لیکلی دی د مینې ناول..
د هرې کرښې خاطرې ترخې،ترخې یادوی..
ژړا ئی نوره سیوا کیږی د میئنو زړونو..
چه د یار غیږ ته سترې سترې فاصلې یادوی..
د تمدن نړۍ کې پاتې سعادت ته ګورۍ..
خړه کیږدۍ، د غره لمنه کې رمې یادوی..