نظــر

غني، نواز، مودي، راحیل شریف او د افغان ولس ورکه سوله

نظرمحمد مطمئن، لیکوال او شناند
نظرمحمد مطمئن، لیکوال او شناند

نظرمحمد مطمئن – لیکوال او شناند –

د آسیا زړه کانفرانس کې د ولسمشر اشرف غني ګډون، د هغه تود سمبولیک هرکلی چې په اسلام آباد کې ورته په ښکاره خو د ده د تعظیم له پاره ولي په باطن کې پاکستان د خپلو ګټو او امتیازاتو ترلاسه کولو له پاره د توپ ۲۱ ډزې وکړي.

زما یاد دي چې د کرزي وخت کې هم کله ناکله پاکستان دومره خوږې څرګندونې او د کرزي تعظیم کاوو که له یاده يې ونه باسو د کرزي د حکومت په لومړيو وختونو د هغه تعظیم له غني زیات کیدی.

پاکستان لګیا دی له مختلفو لارو هڅې کوي چې د افغانستان قضيې اړوند لا ډیر امتیازات ترلاسه کړي، له ۱۹۷۹ ز کال نه دادي تر نن ورځې پورې چې ۳۶ کلونه کیږي پاکستان د افغانستان کشالي پر سر امتیاز اخلي، د کشالي حل د دوی له پاره اړین نه دي، مهمه داده چې څه ډول له نړیوالو سره د افغانانو پر سر معامله وکړي.

پر افغانستان د روسانو د تجاوز له امله يې ښارونه موډرن شول، د پينډۍ د زوړ ښار پر ځای اسلام آباد پکې نوی جوړ شو، عصري ودانۍ ، مارکیټونه او له دي سره د پاکستان  هر پوځي او د استخباراتو کارکوونکی او سیاستوال يې د سرو او سپینو څښتنان شول.

تر ټولو مهمه يې داده هغه حکومت چې امریکا ورسره نږدې والي نه غوښت او جنرال ضیاء الحق يې د کودتاه د لاري واک ته رسول شوی کس ګاڼه، همهغه جنرال چې د کودتاه له لاري يې واک ترلاسه کړی وو، امریکا مجبوره شوه چې دهغه جنرال غوښتنې ومني، دهغه سره په ګډه کار وکړي، او له دي هاخوا د عربو هیوادونو د نفتو پیسې هم پاکستان ته د دي له پاره راماتي وي چې افغان جهاد سره مرسته وکړي.

د جنرال ضیاء الحق بله غټه لاسته راوړنه داوه چې پاکستان يې د افغانستان مسئلې نه په ګټه اخستنې سره د اټوم بم خاوند کړ، نه امریکا او نه هم نړیوالو پري د بندیز لګولو موقع ترلاسه کړه.

تر دي چې وروسته بیا د سي آی اې د هغه وخت مشر جنرال حمید ګل د امریکا له استخباراتو سي آی اې سره ډغرې وهل پېل کړل، ويې ویل که امریکا پر پاکستان بندیزونه لګوي نو موږ به يې پر ضد اسلامي نړۍ راپورته کړو، دا ډول امتیازات دوی د افغانستان جګړې له امله ترلاسه کړل.

د مجاهدینو د وخت تیروتنې

د مجاهدینو مشرانو په تیروتنې سره هر څه د پاکستان د لاري کول تر دي چې په جنیو کې د روسانو د وتلو هوکړه لیک کې د مجاهدینو استازیتوب پاکستان وکړ. او بیا چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت څخه د واک د سولییز انتقال خبره شوه، موږ ولیدل چې هرڅه سرچپه شول، نه د واک سولییز انتقال وشو او نه هم جګړه ودریدله.

افغان اردو او د اردو تجهیزات چې وو هغه له منځه یوړل شول، په زرګونو ټانکونه چې نوي وو هغه هم اره او د پاکستان په بازارونو کې د  کباړ په بیه خرڅ شول او یا خو همداسي جوړ د پاکستان لاس ته د ډیرو کمو پیسو په بدل کي ولویدل، کوم زاړه استعمال شوې ټانکونه چې وو هغه هم د خپل منځې جګړو له کبله له منځه ولاړل، او  څه چې پاتې وو، امریکايې پوځیان چې دلته راغلل، هغوی په قصدي ډول روسي ټانکونه او وسلي له منځه یوړي.

څو دانې جنګې جیټ الوتکې هم موږ درلودلي، جنګې چورکي او د پوځیانو د انتقال الوتکې وي، هغه هم د پورته یاد برخلیک سره مخ  شوي. سکاډ، لونا توغندي هم د پاکستان تور بازار ته ورسیدل، ب ام یو، ۴۰ میله او ۱۲ میله راکټي دستګاوی له ورته برخلیک سره زموږ له لاسه ووتل.

نواز شریف چې هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر وو، اوس بیا هم هغه نواز لومړی وزیر دی، په ډیر افتخار يې د لومړي وزیر چوکۍ ګټلو له پاره هغه وخت د کمپاین پر مهال خپل پاکستاني ولس ته وویل چې پاکستان ته مې غټ خدمت کړی، او د افغانستان اردو مې له بیخه له منځه یوړه. رښتیا هم خپل ملت او هیواد ته يې غټ کار کړی، خو زموږ افغان سیاستوال کله پري ځان پوهوي.

د کورنۍ جګړې پر مهال پاکستانې پوځیان، استخباراتو او سیاستوال وو چې په جګړه کې د شکېلو دواړو لورو سره يې مرسته کوله، د ښاغلي حکمتیار او ښاغلي مسعود سره يې ورته مرستې کولي، او د استخباراتو مشرانو يې له دواړو سره په بېلابېلو وختونو کې لیدنې کتنې کولي.

د طالبانو او پخوانیو مجاهدینو جګړه

د طالبانو او ګوندونو ترمنځ جګړې پرمهال چې کومو کسانو د هیواد جنوب او ختیځ کې د طالبانو سره په جګړه کې ماتې خوړله ځای يې پاکستان وو، د کندهار والي ګل اغا شیرزی، د ننګرهار والي حاجی عبدالقدیر او ځينې نور مشهور قومندانان.

همدوی په پاکستان کې طالب ضد ښکاره فعالیتونه کول، چې د مشرقي شورا يې ښه ثبوت دی چې د حاجي عبدالقدیر په مشري يې په پېښور کې فعالیت کاوو.

پاتې دي نه وي چې په همدې پېښور کې د طالبانو دفتر هم وو، د مشرقي شورا دفتر او د طالبانو د پېښور نمایندګې په یوه سېمه کې وو، منځ کې يې ډیره زیاته فاصله نه وه. د طالبانو د شریعت اخبار او د مشرقي شورا اخبار په همدې پېښور کې چاپېدل،  سهار اخبار بیا هغه اخبار وو چې د طالبانو، مشرقي شورا او مجاهدینو تر منځ اختلافونو راپورونه يې نشرول.

کله چې کابل طالبانو ونیوی بیا د شریعت اخبار په کابل کې په دولتي مطبعه کې چاپیدی، مخکې له هغه په کندهار کې داسي مطبعه نه وه چې اخبار چاپ کړي، او په ننګرهار کې مطبعه وه چې ننګرهار اخبار پکې چاپیدی.

ځينې له طالبانو څخه تښتيدلي قومندانان بیا ایران ته تلل او ایران هم هلته د طالبانو پر ضد د هغوی مرسته کوله، تورن اسماعیل خان چې کله د طالبانو له زندان څخه وتښتيدی مخامخ ایران ته ولاړی، د هلمند او کندهار ډیر  قومندان ایران ته ولاړل.

او تاجکستان بیا د شمال څه تښيدلو قومندانانو تر ټولو مصؤن ځای وو، په کولاب کې طالب ضد افغان قومندانانو له پاره ځانګړی ځای جوړ شوی وو.

کله چې د کودتاه له لاري پرویز مشر د پاکستان د یکتاتور ولسمشر شو، د امریکا سره يې اړيکې سمې نه وي، پاکستان اقتصادي ستونزي درلودلي، او امریکا پري بندیزونه ولګول، خو پر افغانستان د حملې له پاره بیا هم د امریکا تر ټولو نږدې دوست په سېمه کې همهغه دیکتاور پرویز مشرف شو چې د کودتاه له لارې واک ته رسيدلی او امریکا يې پر حکومت بندیزونه لګولي وو.

په تیرو ۱۴ کلونو کې پاکستاني چارواکو د افغانستان له جګړې بیا هم اعظمې اقتصادي ګټه پورته کړه، د عربو او طالبانو امریکا ته سپارلو پر سر يې پیسې  واخستي، په وزیرستان کې د یو ځانګړي قوم د ځوانانو د وژلو پر سر يې پیسې واخستي، د ناټو له پاره چې د کراچۍ بحر ته کوم  تیل، خوراکې مواد او تجهیزات راتلل، دهغوي د امنیت ، تر تورخم او سپن بولدک پوري رسیدو له امله يې پیسې واخستي، د جیکب اباد او شمسې هوايې ډګرونو په کرایه ورکولو او دا ډول جاسوسي معلوماتو شریکولو له کبله يې پیسې اخستي.

دادي بیا هم پاکستان هغه رنجر ګاډي لري کوم چې افغان حکومت  ته امریکا ورکړل،  پاکستان هغه ټانکونه لري کوم چې افغان دولت ته امریکا ورکړل.

داځل پر افغانستان د امریکا د حملې له کبله ده چې د پاکستان لاهور ښار د اروپايې ښارونو سره سیالي کوي، او په دي تیرو ۱۴ کلونو کې بیا هم د پنجاب حکومت وتوانیدی چې پښتون میشت د کراچۍ ستر اقتصادي ښار او مارکیټ لاهور ته واړوي، په کراچۍ کې ناامني جوړه کړي او دغه ستر اقتصادي مرکز ناامنه پر ځای يې سوداګر لاهور ته کډه کړي.

وروستۍ هڅه او د پيسو ترلاسه کولو يې د سولې پروسه ده، اوس چې ناټو ځواکونه وتلي، نه د جیکب اباد او شمسي هوايې ډګرونو ته اړتیا لري، نه د ناټو کاروانونه د کراچۍ څخه تورخم او سپین بولدک ته روان دي، نه په وزیرستان کې نور د عملیاتو کوم لامل وړاندي کولای شي، د امریکا څخه پیسو ترلاسه کولو له پاره پاکستان حکومت او افغان حکومت ته یواځي د سولې پروژه پاتې ده.

غني، نواز، مودي او راحیل شریف

له غني سره په پاریس کې نواز شریف ولیدل، د اسیا زړه کانفرانس کې د ګډون بلنه يې ورکړه، له دي مخکې پاکستان کې پښتانه سیاستوال هم کابل ته راغلل او غني ته يې د نواز پېغام چې اسیا زړه کانفرانس کې ګډون وکړي بلنه راوړه. غني په پاریس  کې ونه منله، او په جرمني کې يې هم اسیا زړه کانفرانس چې اسلام اباد کې جوړیدی محتاطانه څرګندونې وکړي، چې کابل ته راغی، دلته يې یو ډول انکار وکړ.

د اوباما استازي د افغانستاان او پاکستان له پاره غني ته په غوږ کې وویل چې اسیا زړه کانفرانس کې ګډون دي حتمې دی، او موږ غواړو چې تاسي هلته ګډون وکړي.

نریندا مودي کابل ته راغی، دلته يې ډیر ګرم استقبال وشو، د ولسې جرګې او مشرانو جرګې له پاره يې ښکلي ماڼې پرانستله، همدا مودي د غنی، عبدالله او کرزي سره تر لیدنې وروسته مخامخ پاکستان ته ولاړ، هلته يې نواز سره وکتل، په کابل او لاهور کې يې سپينې خبرې د سېمې امنیت اړوند وکړي، دوه ورځې د مودي له لیدنې وروسته دادی راحیل شریف افغانستان ته د ډیسمبر پر ۲۸مه نیټه راغي.

امریکا داکار وکړ، غني يې هم پاکستان ته وروست او د مودي په ورتګ کې هم د نړیوالو او ځانګړې ډول بریتانیا لاس نه شي رد کیدای، اوس نو وار د پاکستان دي چې څه کوي، په عمل کې د سولې له پاره ژمن یا پخوانیو ناسمو تګلارو ته دوام ورکوي.

د غني او مودي تګ اسلام اباد ته د لویدیځ غوښتنه وه، د راحیل شریف راتګ کابل ته هم د امریکا غوښتنه وه، امریکا او بریتانیا کوشش  کوي چې د افغان او پاکستان حکومتونو ترمنځ په ښکاره راپيداشوی درز له منځه یوسي، کوم چې په اصل کې ممکن درز وجود ونه لري، د دواړو هیوادونو مشران د امریکا او بریتانیا تګلاره مخکې وړي.

سوله او پاکستان

له چین سره د طالبانو ناسته پلان شوې، او د پخوانیو ناستو تسلسل دی، چې پخوا هم دا ناستې شوې او پاکستان پکې وسیط وو، د جنوري په لومړیو لسو ورځو کې ممکن د طالبانو ناسته له چینايې سیاستوالو سره په پاکستان یا کوم بل ځای کې وشي، او پاکستانیان به هم په ناسته کې د میزبان ، کوربه او وسیط په حیث شتون ولري.

دا ناسته چې له پخوا څخه تنظیم شوې نو پاکستان به له همدې ګټه پورته کوي چې دادی طالبانو سره د چین ناسته د سولې اړوند وشوه، ولي په اصل کې د چین او طالبانو خپلې خبرې دي چې پري بحث کیږي. د افغان حکومت سره د خبرو کولو مسئله ممکن په اجنډا کې نه وي.

له دې وروسته به د افغانستان، پاکستان ، امریکا او چین استازي سره کیني او د افغانستان سولې اړوند به خبرې کوي، چې په دغه ناسته کې طالبان ګډون نه کوي.

دا ډول ممکن قطر کې د طالبانو سره د ځینو هیوادونو استازي لیدنې وکړي، او د افغانستان د مسئلې حل او سولې اړوند به خبرې کیږي،  او کیدای شي په نږدې وخت کې د پګواش کانفرانس هم وشي.

دا ټول وار له مخه ترتیب شوې او له چینايې چارواکو سره د طالبانو د ناستې پرته په نورو مجلسونو کې د پاکستان اصلا رول نشته، خو امتیاز يې پاکستان ځکه غواړي چې د دوی له پاره د سولې پروژه اهمیت لري، نه رښتونې سوله او امن افغانستان.

له دي وروسته به ممکن پاکستان د افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ کینولو له پاره چې پاکستان ته مشکله ده داسي غوښتنې وړاندي کړي چې هغه د افغان حکومت په واک  کې نه وي، او بیا به هم ملامتي پر افغان حکومت وراچوي.

د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې، د افغانستان پوځ او امنیتې ادارې لا هم د سولې مخامخ خبرو پېل کیدو اړوند ښکاري چې اماده نه دي، دا ډول د ګډ حکومت په مشرتابه کې د سولې مخالف نظرونه هغه څه دي چې د سولې خبرې ناشونې کوي او سولې ته رسیدل بیا هم تر یوې اقتصادي پروژې پاتې کيږي.

باور لرم  که افغان ولس او طالبان پر دي پوه شي چې پاکستاني جنرالان او چارواکي په افغانستان او سېمه کې د سولې له پاره رښتونې دي او هڅې يې له چل او فریب نه ډکې نه دي د پیسو له پاره نه دي، بیا به هم افغان ولس او طالب دا د زهرو غړپ تیر کړي، پاکستان ته به چانس ورکړي چې خپلې تکراري هڅې وکړي، ولي افغان ولس د پاکستان پر رښتینولي ډیر بې باوره شوی، که هر څومره پاکستان ووايې چې صادق دي تر څو چې عمل کې صداقت ونه ښيې نو هڅې به يې هم بې نتیجې وي.

داهم ممکن ده چې د تیر په څیر داځل هم ځینې د طالب په نوم کسان به پاکستان د افغان حکومت سره خبرو ته کینوي کوم چې نتیجه به ورنکړي، په کار ده چې د طالبانو اصلي جهت د سولې خبرو کې برخه واخلي، تر څو چې اصلي جهت د سولې خبرو کې برخه وانه خلي هر ډول د سولې خبرې به ناکامي وي.

د سولې سمه لار

لنډه اسانه او مثمره لاره داده چې د افغانانو داسي یوه وړه ناپيلي ډله چې علماء، پوهان او بانفوذه مشران وي چې دواړو لورو ته تګ راتګ کولای شي، طالبان او حکومت پري اعتماد وکړي، همدا وړه ډله اعتماد جوړونه وکړي، د شکيلو لورو تر منځ د فاصلې لنډولو هڅه وکړي، د دوی پېغامونه یو بل ته ورسوي، غوښتنې او انديښنې يې یوبل ته ورسوي، په ځینو مواردو کې په شکیلو لورو فشار راوړي چې انعطاف ومني. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبره پریکړي ته یوسي، او یوه ډله داسي جوړه شي چې بیا پریکړه وکړي، د حکومت واګې کوم بل بې طرفه کس ته وسپارل شي او پر هغه حکومت چې هر نوم ورکوي ټول جهتونه توافق وکړي.

مګر ښکاري چې اسانه ځکه نه ده ولسمشر غني او اجرایوي مشر عبدالله به کله له واکه لاس په سر شي، که سوله راځي نو دوی ته د دوی د واک په بیه تمامیږی، له همدې امله ده چې حکومت به د دغسي یوې نسبتا اسانې پروسې سره توافق ونه لري، او په بېلابېلو بهانو به د سولې په نوم وخت ضایع کوي، لکه اوس مهال چې حکومت وایې د طالبانو له کومې ډلې سره د سولې خبرې وشي. هغه څه چې اصلا تر دي مهاله د طالبانو غټ درز نه دی لیدل شوی، یواځې حکومت او رسنۍ دي چې په دي اړه پروپاکنده کوي.

د سولې خبرو اړوند ناستې باید همداسي تسلسل پيداکړي، دغه ډول ناستې لکه په تیرو وختونو کې چې موږ ولیدلي کله ډیر پرمختګ پکې کیږي او کله بیا شوی پرمختګ په بله ناسته کې یا خو کم او یا له منځه یوړل شي، د جاپان او فرانسي ناستې ښې وي، پرمختګ وو، خو کله چې کرزي په ترکمنستان کې د ورته کانفرانس سره مخالفت وکړ، هغه ټول پخوانی پرمختګ له منځه یوړل شو، د قطر دفتر پرانسته ښه پرمختګ وو، خو چې کرزي يې مخالفت وکړ، دا ډول د کرزي مخالفت له امنیتې تړون سره مګر داچې طالبانو له کرزي سره لیدل او تفاهم ونه غوښت.

ډاکټر غني ته په لومړي وخت کې ښه چانس وو، لکه چې ارګ ته له ننوتلو مخکې يې طالبانو سره ولیدل، او کاکا يې قیوم کوچی خو به هر وخت په قطر کې د طالبانو په میلسمتون کې دیره وو، کولای يې شوای چې طالبانو سره مخامخ ستونزه مطرح کړي، ولي ډاکټر اشرف غني چې ارګ ته ننوتی، څرنګه چې يې خپل د کمپاین ملګري هیر کړل، همدا رنګه د قطر لاره يې هم له یاده ووتله اوس وایې چې طالبان چیرته دي موږ ته يې ادرس نه دي معلوم، نه دده یاد دي او نه يې د کاکا کوچي یاد دي چې دوی قطر کې څه کول؟ له چا سره يې لیدل؟ د څه له پاره يې ورسره لیدل؟

د پګواش غونډه دوحه کې، اماراتو کې ناسته، ناروي کې ناسته او بالاخره مرې کې ناستې د سولې ښه پرمختګ وو، خو غني هم دغه پرمختګونه د کرزي په څیر په صفر کې ضرب اوس به يې بیا له سره پېل کوي.

مهمه ده چې د سولې اړوند ناستو تسلسل ونه درول شي او په ناستو کې پخواني پرمختګونه په نورو ناستو کې لا زیات شي نه داچې له منځه یوړل شي.

داچې د ټاپي پروژې رسمي پرانسته وشوه، د سولې اړوند يو ښه پرمختګ دي، د سولې راوستلو کې مهم مثبت رول د همدې پروژې کیدای شي، باید افغان حکومت او دحکومت مخالفي وسلوالې ډلې له دي فرصت نه سمه ګټه پورته کړي.

ټاپې پروژه کې د ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان شریکې اقتصادي ګټې خوندې دي، که د همدې پروژې د عملې کیدو له پاره امنیت ته اړتیا ده نو سوله تر هر بل وخت اړینه ده تر څو دا د سروزرو کرښه د ټاپي پروژه له لاسه ورنه کړو او یا ځنډنۍ نه شي، هسې هم ایران په کمین کې ناست دی او نه غواړي چې دغه د سروزرو کرښه پروژه دي د افغانستان د لاري پاکستان او بیا هند ته ورسول شي.

د سولې پروسه ولي خنډنۍ کيږي

هرځل چې د سولې خبرو کې لږ یا ډیر پرمختګ کیږي خنډونه يې مخکې راځي ، د مجاهدینو په وخت کې ډاکټر نجیب الله ومنله چې واک په سولییز ډول انتقال کړي، مګر د ملګرو ملتونو په شتون کې هغه پروسه په لوی لاس ناکامه شوه، د پاکستان تر ۲۰ زیاتې په نظامي وسایلو بار لارۍ چې ښاغلي حکمتیار ته را روانی وي له سروبي څخه بیرته وګرځول شوي او ځينې يې بیا پنجشیر کې احمدشاه مسعود  ته واستول شوي.

د جیل السراج د تړون له مخې دوستم وتوانیدی چې د ډاکټر نجیب د سولییز انتقال مخه ډب کړي، او دا د جنرال دوستم خپل نظر نه وو، په دي کار کي هیوادونه او سمییز استخبارات شکېل وو.

په تیرو ۱۴ کلونو کې او د امریکا حملې له پېل وروسته په لومړیو دوو کلونو کې موږ د سولې ښه چانسونه درولودل، مګر په لوی لاس يې مخنیوی وشو،  چې د کرزي د حکومت لوړپوړي چارواکي داخبره مني.

د طالبانو ځينې پخوانی چارواکې په دي نظر وو چې نور کرزي ته د سولې رسیدو سمه لاره په ګوته کول دامعنی چې د کرزي له خوا د هغې لاري په مخ کې خنډ پيداکول دي، ځکه هغوی دي نتیجې ته رسیدلي وو چې کرزی سوله نه غواړي.

همدا ډول اوس مهال د غني اړوند هم همدا نظر غالب دی چې سولې ته د رسیدو سمه لاره نه نیسي، په هغو اغزنو لارو تګ کوي چې سولې ته رسیدای نه شي. او لاهم په دي فکر دی چې د طالبانو له ویش نه به ګټه پورته کړي او طالبان به پاکستان مجبور کړي چې د غني په حکومت کې په ځینو وزارتونو او ولایتونو ترلاسه کولو سره راضي شي. کوم چې منطقي نه ده، که طالبانو وزارتونه او ولایتونه غوښتل نو له امریکا سره به يې معامله کړي وای او په واک کې به پاتې وای.

طالبان پر دي هم پوهیږی که اوس مهال هم د امریکا غوښتنو ته غاړه کیږي نو د شمال ټلوالي او غنی پرځای به طالبانو ته امریکا او نړیوال ترجیح ورکړي، ولي ښکاري چې طالبان د افغان مسئلې بنسټیز او سولییز حل غواړي چې هر افغان ته خپل حق په کلي، کور، ښار او حکومت کې ورکول شي.

په کار ده چې افغان حکومت او وسلوالي د حکومت مخالفې ډلې د افغانانو د هوسايې له پاره انعطاف وکړي، ستونزې د بین الافغاني تفاهم له لاري حل کړي، په خپلو منځو کې باور او اعتماد ته لاره هواره کړي، ددي پرځای چې پاکستان ته امتیاز ورکړي د هغه نیمایې امتیاز خپل افغان شکېل لوري ته ورکړي.

موږ افغان ولس سوله غواړو، دا که پاکستان، قطر، امریکا، بریتانیا، جرمني، جاپان، ناروي، سویډن هند، ترکیه ، ایران او هر بل څوک يې راوستلای شې ورته لبیک وایو، مګر دغه ډول سوله چې نور يې راته راولي لوړ قیمت غواړي د دې پرځای چې خپله افغانان سولې ته چمتو شي، له زغم نه کار واخلو او شکیل اړخونه تفاهم ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x