افغانستان

طالبانو له روسي ولسمشر سره د خپل مشر د ملاقات راپورونه بې بنسټه وبلل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د سنډي ټایمز برتانوۍ ورځپاڼې هغه راپور بې بنسټه بللی، چې پکې يې له روسي ولسمشر پوتين سره د ملا اختر محمد منصور د لیدلو خبر ورکړی و.

سنډي ټايمز ویلي و، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په تاجکستان کې له پوتین سره ليدلي، خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد دا خبر بې بنسټه بولي.

مجاهد رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ويلي، چې رسنۍ دې د تشو اوازو په خپرولو سره خپل حیثیت ته تاوان نه رسوي.

نوموړي ليکلي: «موږ دا خبره ردوو، د اسلامي امارت زعیم تاجکستان هیواد ته سفر نه دی کړی، او نه یې هم له روسي مشرانو سره کله داسې کوم لیده کاته شوي دي .»

سنډي ټايمز وروسته له هغه دا راپور خپور کړ، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د داعش اړوند له طالبانو سره د اړیکو خبر ورکړ.

طالبانو د کابلوف د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې دوی ته داعش دومره ګواښ نه دی چې د له منځه وړلو لپاره دې يې بل چاته د مرستې لاسونه اوږده کړي.

ياده دې وي تر دې وړاندې هم ځینو کورنیو رسنیو د طالب مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو او وروسته د ټپي کېدو خبرونه ورکړل، چې طالبانو يې د غږ په خپراوي سره هغه راپورونه بې بنياده ثابت کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېر سپټمبر پر ۱۵ نېټه دپاکستان دسفیر په شتون کې په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو له مشر ملااختر محمد منصور سره لیدلي دي. په دوشنبه کې ددې لیدنې ترتیبات دپاکستان دسفارت پر غاړه وو، خو په تهران کې دطالبانو دفتر په دې لیدنه کې مهم رول لوبولی دی، ډیپلوماتیکې او رسمي سرچینې وايي: پاکستان دکراچۍ له هوايي مېدان څخه دالوتکې په مټ ملا منصور دوشنبې ته لیږدولې وو، دا ډول یو سفر روسانو، پاکستانیانو او طالبانو ته ډېر اهمیت لري. سرچینې وايي: دپاکستان ډیپلوماتیک چلندپه دې برخه کې څو اړخیزه دی، په دې وروستیو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx