ټولنیزه برخه

ختیځ: د نړۍ د لویو دینونو مرکز (۳)

ځينې پوښتنه کوي، چې ولې او څرنګه د نړۍ ټول پیغمبران په ختیځ کې تیر شوي دي، حتی عیسویت چې نن د لویدیځوالو لوی مذهب دی، دلته رامنځته شوی؟. عیسی علیه السلام په فلسطین کې وزیږید او هملته یې خپل دعوت پیل کړ، موږ تر اوسه پورې نه دي اوریدلي، چې په لویدیځ کې دې کوم پیغمبر تیر شوی وي.

    د پورتني سوال په ځواب کې باید ووایو، چې: که چیرته دا ګناه وي، دا د پیغمبرانو ګناه نه ده، دا د ختیځ ګناه ده، چې تر ټولو لومړی په کې انساني تمدن رامنځته شو. لوی پیغمبران او لوی اسماني دینونه د خپل اوچت مقام سره، چې د ټولنې د پرمختګ او د مادي او معنوي اړخونو (د ژوند) بشپړوونکي دي، په ختیځ کې رامنځته شوي دي.

 هغه لوی دینونه چې په ختیځ کې رامنځته شوي، د ختیځ د لرغوني تمدن شاهدي ورکوي او دا په دې مانا هم ده، چې ختیځ د نړۍ د نورو ځایو پرتله د تمدن بیلابیل مراحل تیر کړیدي.

    کیدای شي، ځينې د اسلام په اړه ووایې، چې دغه دین په داسې یوه سیمه کې رامنځته شو، چې د ختیځ د ډیرو وروسته پاتې سیمو څخه وه او خلک یې هم وحشي صفته وه. یوې خبرې ته باید توجه وکړو، چې د عربو د جزیرې خلک به وروسته پاتې وه؛ خو عربو ددې استعداد درلوده، چې د یو اوچت تمدن دروند بار په اوږو باندې واخلي. ولې یو سلسله نژادي او ټولنیز عوامل وه، چې د عربو د جزیرې د وروسته پاتې لامل شوي وه.

    خو، د اسلام د لمر د راختو وروسته هغه وړتیا چې عربو د ځان نه وښوده، ټوله نړۍ ورته حیرانه ده.

    د اسلام د راتګ څخه مخکې د حجاز سیمه د پنځو لرغونو تمدنونو تر منځ مرکزي نقطه وه. د ایران، یمن، مصر، ختیځ روم او د بابل تمدنونو دغه سیمه د ټولو خواوو څخه کلابنده کړې وه.

    همداسې تقدیر وه، چې ددغه مرکز(حجاز) تمدن به د خپل شاوخوا ټول تمدنونه له منځه وړي او ټول به د یوې عقیدې په پواسطه یو ځای کوي.

    لومړنی خدمت چې اسلام د تمدن د پرمختګ لپاره وکړ:

    اسلام نه یوازې خپل عقیدوي او فکري مسائل د توحید او یووالي په اساس وټاکل؛ بلکه په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي مسائلو کې یې هم اساس توحید او یووالی وټاکه او په دې اساس یې یوه لویه اسلامي ټولنه رامنځته کړه.

     اسلام جغرافیایي، نژادي او طبقاتي پولې ګردې سره ړنګې کړې او داسې ټولنیز نظام یې وړاندې کړ، چې ټول انسانان په کې بغیر د کومې برتری څخه ژوند وکړي، حتی که مسلمانان شمسي نظام تسخیر هم کړي؛ نو ټوله اسلامي ټولنه به هلته د ژوند کولو حق ولري.

     که چیرته اسلام د عربو د نژاد پورې تړلی وه؛ نو اسلام به نن هیڅکله هم د نړیوال دین په توګه راڅرګند شوی وای او پیروان به یې نن ۱۵۰۰ میلیونو ته هم نه رسیدل.

    که چیرته اسلام د حجاز د پولو پورې تړلی وه؛ نو نن به دغه اسلام د عربو په شګو کې ورک وای.

    او که چیرته د عربي ټولنې د یوې خاصې طبقې (مثلا فیوډالانو) پورې تړلی وای؛ نو نن به د هغوی د منځه تلو سره دغه دین هم له منځه تللی وای.

    ولې، اسلام نفاق او جداوالي ټول اثار له منځه یوړل او د توحید اصل یې اساس وټاکه، چې په لږه موده کې یې ډیر عالي او اوچت تمدن رامنځته کړ.

    د لویدیځ پوهان څه وایې؟‌:

    ځينې متعصب لویدیځ مؤرخین د خپل ازاد فکر په درلودلو سره (چې دوی یې دعوه کوي) په هغو حقائقو سترګې پټوي، د کومو په واسطه چې په ختیځ کې اسلام یو لوړ تمدن رامنځته کړ او د هغه سیوری په لویدیځ باندې هم بې اغیزه نه وه.
    ولې ځينو بیا په دغه موضوع باندې اعتراف کړی دی. د لویدیځ د تمدن تاریخ او د هغه اساس په ختیځ کې، نومي کتاب لیکوالانو، په خپل کتاب کې د اسلام او اسلامي تمدن په نوم یو فصل کې داسې لیکلي دي:

    په دې کې هیڅ شک نشته، چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وفات نه وروسته، ډیری عرب د اسلام د څخه ناخبره وه؛ خو یوه پیړۍ لا نه وه تیره شوې، چې شارل مارتل د محمد صلی الله علیه وسلم د پیروانو سره وجنګیږي، تر څو هغوی د فرانسې څخه وباسي او  د بیزانس امپراتوري د خپل ځان د ساتلو لپاره ددغه دین سره په جګړه کې وه او اسلام هندوستان ته هم لاره پیداکړې وه.

    په یو بحث کې، چې د اسلامي ترقۍ فوق العاده تمدن نومیږي، داسې لیکلي:

    ددې څخه مخکې، چې د لویدیځ په فرهنګ باندې د بیزانس او مسلمانانو اغیز وڅیړو، وبه وایو، چې د ختیځ څخه زیاته روښنايي لودیدیځ ته تللې ده.

     نور بیا…

ژباړه: زاهدخلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x