
طالبان: د کابل په ننني بريد کې ۱۳ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په کتار سرتير بريد وشو.
د کابل امنیتي مسوولین وايي چې بريد د هوايي ډګر په ختیځه برخه کې رامنځته شو.
د کابل پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قومندان عبدالرحمن رحیمي وايي چې په پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.
طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې په دې بريد کې يې ۱۰ تنه بهرني او ۳ کورني د ناټو همکاران وژلي دي.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي: «په بريد کې د بهرنیو اړوند سوپرکيشټم موټر په بشپړ ډول له منځه تللی او پکې سپاره لس تنه بهرنيان او د دوی درې داخلي کارکونکو ځای په ځای ووژل شول. »
طالبانو د بريدګر نوم عبدالستار ښوودلی او ويلي يې دي چې د موټر په وسیله يې بريد ترسره کړ، خو د وژل شويو د هویت په اړه يې څه نه دي ويلي، چې د ناټو تر چتر لاندې د کوم هېواد غړي و.
ياده دې وي په ورته وخت کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ هم بريد شوی، چې ځايي چارواکو سرتېری برید بللی او ويلي يې دي چې تلفات يې نه درلودل.
طالبانو د ګرشک د برید په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.