نظــر

طالبان-روسان «اړیکې» او د ځواک نوی انډول

ذاکر جلالي

په افغانستان کې د روسیې پخواني سفیر او اوس افغانستان لپاره د ولادیمیر پوتین ځانگړي استازي، ضمیر کابلوف تېره چارشنبه، د سپټمبر په ۲۳مه داسې څرگندونې کړي، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون راهیسې يې تمه کېده. کابلوف له انټرفاکس، روسي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د هېواد گټې يې د طالبانو له موخو سره همغږې دي. کابلوف دا هم ویلي و، هېواد یې چمتو دی چې افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو لپاره طالبانو سره مرسته وکړي. ضمیر کابلوف ویلي: «ما مخکې هم ویلي، چې موږ له طالبانو سره د معلوماتو د تبادلې کانالونه لرو». له دې سره، ماریا زخروفا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې واشنگټن پوسټ ته ویلي، چې له طالبانو سره د روسانو یوازنۍ مشترکې گټې د داعش پر ضد جگړه ده.

طالبانو د سپټمبر په ۲۶مه د کابلوف خبرې په یو ډول رد کړې؛ خو طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي و چې د «امریکايي اشغال» د پای لپاره یې له گڼو هېوادونو سره اړیکې نیولي او نیسي يې. طالبانو په اعلامیه کې د روسیې په گډون له نورو هېوادونو سره اړیکې نه دي رد کړي؛ خو ویلي چې «په اصطلاح د داعش پر ضد» د چا مرستې ته اړ نه دي او نه یې خبرې کړي. د طالبانو له اعلامیې ښکاري چې هڅه کوي د رسنیو له خوا د داعش په تړاو مبالغې عادي ونیسي او د داعش ورکاوی خپله دنده بولي.

طالبانو-روسیې اړیکې

په ۱۹۹۴م کې د طالبانو له راټوکېدو سره په افغانستان کې د استاد رباني د حکومت واک او ځواک په ټولېدو شو. روسانو هغه مهال طالبان د لوېدیز له خوا د دوی پر ضد دسیسه گڼل. که څه هم د سړې جگړې د پای ایله دوه کاله کېدل؛ خو روسانو ځانونه اړ گڼل چې د طالبانو د پرمختگونو پر ضد د شمال ټلوالې ملاتړ وکړي. شاید د طالبانو په تړاو د روسانو انگېرنه دا وه، چې د دوی اجنډا د افغانستان پولو پورې محدوده نه ده. ځکه نو روسانو د خپلو سویلي پولو د خوندي ساتلو په موخه له شمال ټلوالې سره د طالبانو پر ضد مرستې کولې.

د برهان الدین رباني حکومت هم له روسانو سره د همکارۍ په دود، د هغو خبرو اترو کوربه توب وکړ، چې په پای کې د امام علي رحمان په مشرۍ د تاجکستان د روس‌پلوي حکومت او د سیدعبدالله نوري په مشرۍ د وسله والو مخالفینو ترمنځ روغه جوړه وشوه. په دې وروستيو کې د امام علي رحمان رژيم د ترهگرۍ په پلمه یو ځل بیا د د سیدعبدالله نوري د گوند (اسلامي نهضت) د پلویانو پر ضد گامونه پورته کړي دي. د نهضت اسلامي گوند اوسنی مشر، محي‌الدین کبیري دمگړۍ په ترکیه کې د تبعید ژوند تېروي او د مور و پلار په گډون یې د کورنۍ ان بوډاگان حکومت بندیان کړي دي. د ۲۰۱۳ په مې کې اکبر توره ‌جان، د تاجکستان د حکومت یو پخواني مخالف بي بي سي ته وویل: «په پیل کې استاد رباني او احمدشاه مسعود له موږ سره مرسته وکړه؛ خو کله چې د طالبانو فشار پر هغوی زیات شو، هغوی مخ په زیاتېدونکې ډول پر مسکو تکیه شول او په همدې دلیل یې پر موږ فشار راوړ چې د (رحمان) له حکومت سره روغه وکړو. موږ له طالبانو سره د استاد رباني د جگړې قرباني شوو».

پر افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال له یوې خوا روسان په هغه حد کې نه و چې له امریکا سره دې په سیمه کې سیالي وکړي، له بلې خوا امریکا په افغانستان کې د طالبانو واکمني له منځه وړه چې پاموړ شمېر د منځنۍ اسیا جنگیالي یې له ځان سره خوندي کړي وو. پر دې سربېره، نړیوال اټموسفیر داسې شوی و چې د بوش د «ترهگرۍ ضد» جگړې شعار مخالفت د روسیې په گډون د ډېرو هېوادونو په وس پوره نه وه. نو روسیې هم د مجبوریت او هم د رضایت له مخې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د امریکايي پوځي شتون مخالفت نه وکړ بلکې له یرغل وروسته یې له منځته راغلي حکومت سره اړیکې ټینگې کړې. روسانو ته امریکا ډاډ ورکړی وو چې افغانستان کې به د نشه‌يي توکو کر کيله له منځه وړي او منځنۍ اسیا ته به يې د قاچاق مخه نیسي، چې دا کار امریکا او ناټو نه یوازې عملي نه کړ، بلکې په افغانستان کې د دوی ډېری متحد سیاستوالو د مخدره توکو مخکښ سوداگر شول.

ځینې بدلونونه

په افغانستان کې د امریکا پر ضد د طالبانو د مقاومت له اوږدېدو سره او په منځني ختیځ او افریقا کې د القاعدې او نورو ورته ایډیالوژيو لرونکو ډلو لپاره د پټېدو او عملیاتو زمینه برابره شوه. په تېره، په ۲۰۰۳م کې پر عراق د امریکا له یرغل وروسته القاعدې وکړای شول چې د امریکا پر ضد یوه بله داسې جبهه پرانیزي چې د افغانستان په پرتله ورته په کلتوري او مذهبي لحاظ ډېره اسانه او عادي وي. د عراق له جگړې وروسته القاعده وتوانېده چې په شمالي افریقا، یمن، سوریه او ورته نورو عربي او افریقايي هېوادونو کې د جگړې نوي محاذونه پرانیزي. له دغو بدلونونو سره پر افغانستان د القاعدې اتکا د نشت برابر شوه.

له یوې خوا افغانستان ته د القاعدې د اړتیا کمېدل او له بلې خوا کله چې په ۲۰۰۹ ز کال کې په لندن کانفرانس کې د امریکا په گډون افغانستان کې د مېشتو هېوادونو مشرانو وپتېیله چې د افغانستان جگړه یوازې پوځي اواری نه لري، طالبانو هم له ښکېلو لوریو سره د خبرو اترو تیاری وښود. د طالبانو د سیاسي کمېسیون د وخت مشر، طیب اغا د جرمني په منځگړیتوب له امریکایانو سره پټې خبرې وکړې چې په پای کې هغه خبرې اترې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په بڼه راڅرگندې شوې . طالبان له پخوا، په افغانستان کې د امریکا له راښکېلېدو وړاندې په فکري لحاظ داسې ډله وه چې د افغانستان سیاسي پولو پورې محدوده اجنډا یې لرله. د سیاسي دفتر له پرانیستو سره دغه فکر عملاً ښکاره شو چې طالبان غواړي د خپل هېواد په استازیتوب د ملي مسئلې په تړاو له نړیوالو سره تفاهم وکړي.

دا دواړه پېښې د دې لامل شوې چې له یوې خوا په افغانستان کې د بهرنیو جنگیالیو اړتیا له منځه یوسي او له بلې خوا طالبان د یوه ملي افغاني اړخ په توگه وپېژندل شي. له دې سره د روسانو او چینایانو هغه اندېښنې د طالبانو له پرله پسې هڅو وروسته او له یادو هیوادونو سره لیدنو کتنو تر ډېره له منځه یوړې چې په نویمو کلونو کې یې له طالبانو احساسولې. پر دې سربېره، امریکایانو هم له ۲۰۰۹ز کال وروسته درک کړې وه چې طالبان د جگړې له لارې له صحنې نه شي ورک کولای. ۲۰۰۹ کې جگړه یوه داسې بن‌بست ته رسېدلې وه، چې دواړه اړخونه یې اړوېستل چې د خبرو اترو اړتیا احساس کړي.

د ځواک نړیوال انډول

په افغانستان کې دننه، په کورني لحاظ له دغو پېښو او بدلونونو سره سره، په نړیواله کچه د ځواک انډول بدلون وموند. روسیه نوره هغه بې‌وسه نه وه چې په سیمه کې د امریکا د سیاستونو په تړاو داسې سکوت وکړي لکه په ۲۰۰۱ ز کال کې یې چې پر افغانستان د یرغل پر مهال کړی و او په ۲۰۰۳ ز کال کې پر عراق د امریکا د یرغل ننداره‌چي پاتې شوه. روسیه له بیا مطرح کېدو سره اوس په نړیواله کچه د دې جوگه شوې چې تر ډېره لکه د سړې جگړې د پېر په څېر د امریکا سیاستونه وننگوي. د ۲۰۱۴ په مارچ کې روسیې خپل وسله‌وال ځواکونه اوکراین ته ننوېستل او روسي توکمه کرېمیا يې له ځان سره ونښلوله. په دې وروستیو کې، روسان عملاً د سوریې کړکېچ کې داخل شول او هوايي بمبار یې پیل کړ. روسان که له یوې خوا د بشار الاسد د رژيم د ننگې لپاره اړ شول چې سوریې کې پوځي مداخله وکړي، له بلې خوا یې دا وېره هم لرله چې د سوریې حکومت ځینې مخالفې ډلې د روسیې پولو ته گواښ نه شي. پوتین یوې امنیتي ناستې ته وویل: «کله چې جگړه یقیني شي، لومړی سوک ته ووهه». روسان له دې امله په سوریه کې په شدت جگړه کوي، چې وېره لري سبا دغه جگړه په خپلو ملي پولو یا ان دننه روسیه کې ونه کړي. روسان له امریکایانو سره د «ترهگرۍ» په تعریف کې هم ستونزه لري. امریکایان هغه ډلې «ترهګرې» بولي چې د دوی ګټې يې ننګولې وي. داسې برېښي چې امریکایان د داعش د شتون او پراختیا په تړاو تر ډېره بزرگنمايي کوي. روسان بیا د داعش پر ضد جگړې ته ژمن دي؛ ځکه که د داعش‌ پر ضد جگړه ونه کړي، سبا یې ملي امنیت له گواښ سره مخ کېدای شي.

د روسانو له خوا د کریمیا لاندې کول او له روسيې سره یو ځای کیدو له امله امریکا او ملگرو ملتونو پر روسيې اقتصادي بندیزونه ولګول. همداراز امریکا په نړیوال کچه د نفتو بيې راټيتې کړي تر څو د روسانو اقتصاد ته ضربه ورکړي. په دې کار کې امریکا د سعودي په مرسته تر ډېره بریالۍ هم شوه.

له بلې خوا، امریکا په ختیزه او سویل ختیزه اسیا کې چین ته ستونزې راولاړوي. د سویلي چین سمندرگي پر ټاپوگانو له لانجې هم امریکا گټه پورته کوي او د چین پر ضد د سیمې د کمزورو هېوادونو ملاتړ کوي. فلپین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سویلي چین سمندرگي په لانجه کې يې امریکا تر شا ولاړه ده. امریکایان وخت ناوخت د سویلي چین سمندرگي لانجې ته اشارې کوي او د سیاسي څرگندونو له لارې دا لانجه همداسې رسنیزه ساتي. د چین او امریکا ترمنځ د ترهگرۍ د تعریف په تړاو هم اختلاف شته. چینايان په خپلو لوېدیځو پولو کې د سنکیانگ بېلتونپالي یا د شرقي ترکستان غورځنگ جنگیالي «ترهگر» گڼي؛ خو امریکایانو دغه ډله د ترهگرو په لیست کې نه ده ځای کړې. داسې ښکاري چې د امریکا ، روسیې او چین ترمنځ له رقابتونو او سیالیو څخه وسله والې ډلې گټه پورته کوي او دغه لویې سیالۍ به داسې شي لکه د سړې جگړې هغه.

په افغانستان کې د طالبانو مقاومت او له دوی سره د روسانو او چینایانو ناستې پاستې او خاموش ملاتړ د هغې لویې سناریو برخه ده چې د اوکریان او سوریې له کړکېچ راپیلېږي او تر چین رسېږي. په سیمه کې د ځواک له رامنځته شوي انډوله طالبان گټه پورته کوي. د ضمیر کابلوف له څرگندونو وروسته د طالبانو او روسانو نژدې کېدل تر ډېره دې پوره تړلي وگڼل شول چې گواکې په افغانستان کې د داعش پر ضد د دواړو گټې گډې دي؛ خو دغه نژدې کېدا دومره ساده هم نه برېښي. لومړی دا چې، لکه طالبان چې وايي، داعش په افغانستان کې په هغه حد او ځواک کې نه ده چې طالبان دې اړ شوي وي چې پر ضد یې له روسانو مرسته وغواړي، داسې ښايي ممکن وي چې روسان د گواښ د له منځه وړلو لپاره له طالبانو سره مرستو ته زړه ښه کړي. دویم دا چې که داعش راټوکېدلی وای که نه، په افغانستان کې د امریکا پر ضد د طالبانو مقاومت په طبیعي ډول د روسانو او چینیایانو په گټه دی. طالبانو هم له روسانو سره اړیکې په بشپړ ډول رد نه کړې. له دې ښکاري چې دغه اړیکې شته؛ خو الزماً داعش پورې تړاو نه لري.

له طالبانو سره د روسانو مرستې یا اړیکو کې مهمه خبره دا ده چې افغان حکومت څنډې ته کړای شو. داسې ښکاري چې په افغانستان کې پر افغان حکومت د داعش د ملاتړ تورونو پر حکومت د روسانو باور کمزوری کړی. کابلوف ویلي و چې افغان حکومت سره د وسلو مرستې په «احتیاط» کوي او که ويې کړي تجارتي بڼه به ولري، په دي معنی چې د پیسو په مقابل کې به افغان حکومت ته د شرایطو لاندي وسلې پلوري.

په افغانستان کې د داعش په نامه د جنگېدونکو د خبر له خپرېدو سره د حکومت ځینو مهمو چارواکو د ملي امنیت شورا د داعش پر ملاتړ تورنه کړه. د پکتیکا پخواني والي عبدالکريم متين او په دې وروستیو کې د ولسي جرگې لومړي مرستیال، ظاهر قدیر د ملي امنیت مشاور، حنیف اتمر د داعش په ملاتړ تورن کړ. ویل کېږي، له داعش څخه په ملاتړ کې افغان حکومت د طالبانو کمزوري ویني او په لویه کې امریکایان غواړي د داعش د رامنځته کېدو له لارې په سیمه کې خپل حریفان وننگوي.

څو اوونۍ وړاندې یوې روسي ورځپاڼې لیکلي و چې په افغانستان کې د داعش ډلې رامنځته کیدو کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د دفاع وزیر معصوم ستانکزی مخامخ لاس لري. پر حنیف اتمر خو پخوا هم ورته تور د پکتیکا پخواني ولي او د ولسې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم لگولی دی.

په دې سناریو کې د افغان حکومت رول تر ډېره د امریکا د ستراتيژۍ تر حده رالنډېږي چې له دې سره روسان ښايي ډېر بدگومانه شي. روسانه ځکه د داعش د له منځه وړو لپاره پر افغان حکومت پانگونه نه کوي. طالبان چې هسې هم د داعش پر ضد جگړه کوي، دا د روسانو هم په گټه ده. په ټوله کې په سیمه کې د ځواک نوی انډول د طالبانو په گټه راڅرخي.

————-
د سیمه ییزو او ستراتيژیکو څېړنو د مرکز اوونیز تحلیل، شمېره: ۱۴۲، د لړم له ۲۳مې تر ۳۰مې، ۱۳۹۴ل.

پاکستان د ګړنګ پر غاړه، احمد رشید، د ډاکټر فیض ځلاند ژباړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x