شعـــــرونه

شهید ارمان

دزړه دښت کې مې جنډه په یو شهید ارمان رپیږي

لکه پورې هدیره کې چې په ګران جانان رپیږي

 

کله کله یې سهار هلته دقبر ترڅنګ وینم

د یوې تورسرې خواته  څو واړه بچیان رپیږي

 

له خوښۍ نه مو زلمي هر یو تشکیل ته په اتڼ ځي

ګشت ګذار کې اې دښمنه ستا سمبال پوځیان رپیږي

 

ویرونکی او مرګونی رنګ لري هره دره مو

په رڼا ورځ په کې هم پردي سرکش باغیان رپیږي

 

جدایي کې دې بې څوکه غوندې ښکارم مړ خو مه شې

د نیک مل زړه لکه پاڼه ستا په لږ هجران رپیږي

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شریف الله نیکمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x