ادبي لیکني

د ښاغلي محمد نعیم ازاد له کتاب د خیال پېرزویني څخه – نعت شریف

محمدعلي عمري-

تـــــا هغوی لره هم سمه لاره غوښته –
چــــي یې توي کړله ستا وینه محمده
…………….
دپښتو ادبي  غورځنګ کوټې. پیاوړي  او نامتو شاعر محمدنعیم ازاد راته   خپل خوندور کتاب د . خیال پېرزویني . ډالۍ کړو  داښکلې شعري مجموعه چي پر  ۱۲۷ صفحو مشتمله ده  . یوه سپیڅلې او ویښه شاعري لري او هربیت یې لوستونکئ له خپل ځان سره بوخت ساتي کله چي دسړي لاس ته یوښکلئ کتاب ورشي نو دهغه کتاب مطالعه بیا هرځای نه شي کېدلای او سړئ مجبوره وي چي یوښه آرام او  خوندي له ږغ او ږوغه لیرې ځای پیدا کړي  بیایې نو مطالعه کوي نو دا خوندور کتاب  داوخت  زما مخې ته پروت دئ او په یوه ډېره آرامه خونه کښي یې  دښکلي او خوندور کاغذ پاڼي اړوم  خو داسي یې له ځانه سره بوخت ساتلئ یم چي شین چاي راته سوړ شو دومره وخت نه راکوي چي چاي راتوي کړم او بالاخره یې سړې څښم  ډير ګران محمدنعیم ازاد صاحب ته دي متعال څښتن ډیر اوږد او خوشحاله ژوند ورکړي ترڅو دګرانې پښتو معنوي لمن په خپلو شعرونو سره نوره ښایسته کړي  دداسي ستر شاعر پر شعرونو  باندي خبري کول  ضرورت نه لري ځکه هرشعر یې په خپله ږغیږي او په یوه داسي انداز سره ږغیږي چي سړي ته ګام پر ګام بې اختیاره خوږه خندا ورشي او بې  اختیاره له لوستونکي  ترخوله واه واه ووزي  زه یقین لرم چي  همداسي  شاعري به  تل ترتله ژوندۍ وي او په هره زمانه کښي به یې خلګ پر اوږو ګرځوي او دخیال پېرزویني  کتاب سرترپایه  دپښتون قام دپاره یوه رهنمایي ده . بیا هم له دروند   او خواږه  ورور محمدنعیم ازاد څخه ډیره مننه کوم چي ښکلئ او خوندور کتاب یې راته ډالئ کړو کوریې ودان او پر قلم یې برکت شه

دښاغلي محمدنعیم ازاد له کتاب. دخیال پېرزویني. څخه

 نعت شریف

چـــــي یې ستا سره وي مینه  محمده
نـــــــــه لري په زړوکي کینه  محمده

پــــــه یــوه ګلاب ګلبوټی ښایسته وي
شوه پــــــــــــــه تا نړۍ حسینه محمده

تـــــا هغوی لره هم سمه لاره غوښته
چــــي یې توي کړله ستا وینه محمده

ژوند ترلاسه کړي مرام په وسیله ستا
داسلام لـــــــه ښکلي دینــــــــه محمده

دانـــــړۍ به ستا له فکره  روڼا اخلي
تـــــــــــــرقیامت پوري لمرینه محمده
ــــــــــــــــــــــــــــ

مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x