شعـــــرونه

غزل – خالق یار احمدزی

خزان ، خزان بدن مې سرو ګلانو ته ټټر وهی .
اغزی،اغزی جانان مې رقیبانو ته ټټر وهی

مین په سپینو هیلو ستا دوصل آدا ګانو کړم .

تیارې په غوسه شوې رڼاګانو ته ټټر وهی .

له پورې هندوکشه د دستار سړی پرې راغلل .
چاویلې طالبان دی داعشیانو ته ټټر وهی .

د ستورو ممثله ښکلاګۍ دې هم عنقا شوه .
په وریځو د یلدا کې مینانو ته ټټر وهی .

د شعر ملکه مې له یوچا سره تړلې .
په خیال کې خالقیاره ! شاعرانو ټټر وهی

غزل:

په اخلاص یی د ښکلا د چم میلمه کړم .
چا دمینې د جفا دچم میلمه کړم.

یو چا بوتلمه د جبر ښاریئ ته
په ظلمو یئ د سزا د چم میلمه کړم .

څوک په ستورو  او څوک  لمر باندې خطاب کړی
چې نصیب مې کله ستا دچم میلمه کړم .

د سپین غر او دپامیر دیدن مې وکړ .
دنګ چنار جانانه! بیا دچم میلمه کړم.

ماته مینه بلالی آذان کې وایئ
یو رباب  دګودر خوا دچم میلمه کړم

په دې سترو معرکو باندې ځلیږی
طالب جان په یو مسکا دچم میلمه کړم

خالقیاره! د الهام په تسلسل کې
څو شعرونو د هرچا د چم میلمه کړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x