شعـــــرونه

په وطن کښ امن غواړو‎

هاشم سادات

اي دســـــــرو ګلو چمنـــه
لتـــــا زار شمــــه وطــــنه

اي زمــــــــا دوطن خاوري
ستا دغرونو په سر واؤري

ته وطــــن یـــی د ګلونو
او دجــګو جــــګو غرونو

په سپرلو دي خزان راغي
دغمــــــــونو باران راغي

ھرچا خپله برخه وران کړي
چا لیلام او چا تالان کړي

ته زخمي د زړه په سر یی
اي وطنــــه ټول پرهر یی

ته یی کور د یتیــــــمانو
یی وران کــــړي ظالمانو

شم قربان دي د سلګونه
ستا دســــوی آسویلونه

کورپه کور دي وور بلیږی
په هر لور دي وور بلیږی

پکـــــښ سوزی چنارونه
پکښ ړنګ شول ګودرونه

سور په سرو وینو ګودر دي
هم شهید محراب ممبر دي

نن په ټول کلي کښ غم دي
په جمات پریوتي بم دي

پروت په وینو کښ امام دي
رهنما چه د دی قام دي

تری چاپیر پراته ګلان دي
شاګردان یی شهیدان دي

سپاري یی دي لاسو کښ
ساه یی ورکړه په سلګو کښ

نن شهیده مدرسه شوه
دبچو په وینو سره شوه

دلته جوړه کـــربلاده
دلته هر کور کښ غوغا ده

دلته هرخوا جنازي دي
دغمــــــونو اوازي دي

یتیــــمان په چغو ژاړي
خپل بابا  دمورکي غواړي

دلته هره ناوي کونډه
هدیری ته ځي په مـنډه

کړی ژړه په وران قبرونو
په شهــــــــیدو ارمانونو

بوره مـــور هم  وار خــطا ده
دزوي کټ تــــــــه په ژړا ده

په ژړه یی سترګي سري شوي
تري جدا د زړه قطري شوي

زړه مي ټول خوږمن خوږمن دي
سور په وینو مي وطن دي

د وطن چه دغــه حال وي
څوک به څنګه بیا خوشحال وي

دي وطن کښ امن غواړو
دي چمن کښ امن غواړو

دا ملت دي دردیدلي
ربه ډیر دي ځوریدلي

وس په موژ ته مهربان شوي
ربه ته مو نګهبان شي

ټول رسوا ظالمان غواړو
موژ قانون د قران غواڑی

دهاشم دغه دعا ده
دهاشم دا تمنا ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x