نظــر

دانقلاب نخرې

انقلاب په عربي ژبه کې اوښتون ته وایي ، په افغانستان کې چې دانقلاب نوم یاد شي ، نومراد ترې د هفت ثور کمونیستي انقلاب وي ، ځکه دهماغه انقلاب لکه څنګه چې نوم دغوایي انقلاب دی ، کټ مټ همداسې یې دقولبې دغوایي په چم دافغانستان  وتره پټی په بل مخ واړاوو ، له اولس  او خلکو نیولې ، بیا تر ټولنیزو دودونو ، قوانینو او حتی دافغانستان تر خاورې پورې هرڅه یې سرچپه او لاندې باندې کړل .

 

دغوایي انقلاب رښتیا هم یو انقلاب وو مګر دافغانستان په معاصر تاریخ کې یوازینی انقلاب نه وو ، ځکه دغوایي ترانقلاب راوروسته یوبل داسې انقلاب هم پیښ شوی چې خورا ډیر څه یې سره پورته ښکته او ادل بدل کړي دي .

ستاسو به  نه وي پام ، مګر افغانستان ته دامریکایانو له راتګ سره خورا ډیر څه په نااټکله توګه ښکته پورته  یا سرچپه شوي دي چې په لاندې  ډول یې مثالونه کتلی شئ .

امریکایي انقلاب  یرغل په ( کمک و همکاري ) او جهاد په ( تروریزم ) واړاوو .

ازادي خواهي یې پیغور او د پردیو مزدوري   یې ویاړ وګرځوله .

دوحشي یرغلګر وژل یې ترهګري  او  دویدو ماشومانو بمبار یې عدالت وباله .

په درو وهل ( شرعي حد ) یې جنایت خو په سپینو فاسفورسو کې ایشول یې بې سرحده انصاف ونوماوو .

خپل یې پردي او پردي یې تر سکنو سکني وبلل .

سرلوړي یې محکوم  او سرټیټي یي حاکمان کړل .

بې پتلونه یې کم  او بې پرتوګه یې ډیر کړل  .

په سړو یې زندانانونه  او په ښځو بازارونه ډک کړل  

 ښځې یې مقدمې  او سړي یې  مؤخر وبلل

ښځې یې ګټندویې  او سړي یي څټندوی ثابت کړل .

هیروئین یې صادر  او شراب یې وارد کړل

خبرې یې ډيرې او کار یې لږ کړ .

خبریالان یې ډیر او ادیبان یې کم کړل .

شاعران یې لږ او فیسبوکیان یې ډیر کړل .

لیکنې یې کمې او ژباړې یې ډيرې کړې .

کتابونه یې ورک  او ایف راډیوګانې یې پیدا کړې .

سوریان یا لودیان  یې هېر  خو خانان په بالیووډ کې یې یاد کړل .

قاریان یې دپلچرخي او ډمان یې دارګ میلمانه کړل .

ناپېیلي یې ټول وپېیل خو پېیلي ( متعهد) ترې پاشلي او ناسازه پاته شول .

پګړۍ یې ورکې او غړوندي یې رواج کړل .

ځمکې یې وخوړې او فساد یې استفراق کړ .

دې انقلاب دافرادو په لحاظ هم ځیني نااټکله بدلونونه راوستل ، مثلا

کشر اسدالله یې مخکې او مشر شیرعالم یې وروسته والي کړ

ملالۍ جویا یې مهاجمه  او  تورزن (سیاف ) یې په دفاعي حالت کې کړ

قیام الدین کشاف یې دعاګوی او سیدمحمدګلابزوی یي آمین ګوی کړ

ډاکټر عبدالله یې ډبل عبدالله او داندړو لونګ یې سینګل فیضان الله کړ

سیاف یې ( بې تورې ) اوثابت یې ( بې ثباته ) کړ .

دبلخ دموچي نورمحمد زوی  عطامحمد یې میلیونر او دآل یحیی دسترګوتور همایون شا ه آصفي یې په ټاکنیزه تبلیغاتي سیالۍ کې له حلالو خلاص کړ .

دمسعودقومندان اکبري یې شهید  او د طالبانوملاخاکسار یې مردار کړ .

دخان قرباغي زوی یې مجاهد او دملامطیع الله شلګري زوی یې ډم  کړ

د زرداد زوی یې دقرانکریم  حافظ  اود  . . . زوی  قاري محبوب یې بالیووډ ته واستاوو

د نورالمدارس فارغ  . . .  جلالزی یې خرېیلی اربکی او دکابل پوهنتون  دانجینرۍ فارغ انجینر طارق یې  څڼیور مجاهد کړ .

او ……

آیا اوس یې هم لا انقلاب نه بولئ  ؟؟؟؟

آیا په دې مو یقین پوخ نه شو چې  خاتمې مستوري دي ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x