fbpx
mohammad

د مبارك نوم محمد صلی الله علیه وسلم تحقيق

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډير زيات مبارک نومونه دي، او د هر مبارک نوم ډير عجيب او غريب برکتونه او اثرات دي، کوم چي مولانا محمد موسی روحاني په خپله قصيده کې راټول کړي دي، خو دا ځای د هغو د ذکر کولو نه دی.

محمد او احمد د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک نومونه دي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم په زمکه کې په محمد او په آسمانونو کې په احمد سره ياديږي، په تورات کې يې نوم محمد دی او په انجيل کې احمد دی، محمد اسم مفعول دی زيات تعريف کړی شوی، احمد د اسم تفضيل صيغه ده له هر چا نه زيات تعريف کوونکی .

د محمد لفظ له حمد څخه اسم مفعول دی، يعنې له مضاعف څخه د مبالغې لپاره دی، او احمد هم حمد دی واقع علی المفعول دی، له اسم محمد څخه د حمد صفت او کيفيت ښکاره شوی دی .

واضحه دې وي چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم له حمد سره يو ځانکړی مناسبت دی، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نام محمد او احمد دی، او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مقام شفاعت نام محمود دی، او د محمدي امت نام حمادون دی.

په حديث شريف راځي : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : په زمکه کې زما نام محمد او په آسمان کې احمد دی، په توراة کې همدغه مبارک نوم محمد او په انجيل کې احمد دی .

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول مبارک نومونه اعلام محضه نه دي کوم چې يوازې په تعريف او مسمَی باندې دال دي، بلکې له صفاتو څخه مشتق اسماء دي، او کوم د مدح او کمال صفتونه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره قايم دي په هغو باندې دال دي، چنانچه (محمد) په اصل کې د اسم مفعول صيغه ده، له وصفيت څخه د اسميت طرفته منقول شوې ده او وصفي معنی په هغه کې ملحوظ ده، يعنې (صاحب الخصال الحميدة).

د (محمود) او (محمد) دواړو اصل ماخذ (حمد) دی، ليکن (محمود) چونکه د ثلاثي مجرد صيغه ده او (محمد) د ثلاثي مزيد، له همدې امله د کثرت المباني په اعتبار سره (محمد) ابلغ دی له (محمود) څخه (فهو الذي يحمد أکثر ما يحمد غيره من البشر ؛ أو : الذی حمد مرة بعد مرة) همدا وجه ده چې ده مبارک صلی الله علیه وسلم ته سورة الحمد، لواء الحمد او مقام محمود لنډه دا چې د حمد ټول انواع او د حمد ټول اسباب ورته حاصل دي.

حضرت ابن حجر رحمه الله په همدې مناسبت د امام بخاري رحمه الله د (تاريخ صغير) په حواله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې د ابو طالب دا شعر نقل کړی دی :

وَشَقَّ لَهُ مِنْ اِسْمِهِ لِيُجِلَّهُ   فَذُوالْعَرْشِ مَحْمُوْدٌ وَهَذَا مُحَمَّدٌ

ژباړه : الله تعالی له خپل نام څخه د هغه نام مشتق کړ تر څو چې اکرام يې وکړی شي، چنانچه د عرش د څښتن نوم محمود دی او دا محمد دی.

ځينو ويلي دا شعر د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې حسان بن ثابت رضي الله عنه ويلی او د لِيُجِلَّهُ پر ځای لِيُصَلَّهُ ويل شوي .

حافظ ابن قيم رحمه الله فرمايلي په تورات کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نيک خويونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دين او امت غوره صفتونه دومره زيات ذکر شوي چې حضرت موسی علیه السلام د دې ارزو (تمنا) وکړه چې کاشکې دی د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له امتيانو څخه وای، په همدې مناسبت په تورات کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د (محمد) په نام سره ذکر شوی دی .

الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم په دومره لوړ (اعلی) شان سره نازولی چې په ټولو اسلامي شعائرو کې د الله تعالی له نام سره د ده صلی الله علیه وسلم مبارک نام اخيستل کيږي، د ټولې دنيا په مينارونو او منبرونو باندې له (اَشْهَدُ اَنَّ لَا اِلَهَ اِلَّا اللَّه) سره (اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللَّه) نعرې وهل کيږي، او په ټوله دنيا کې هيڅ يوه انسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک نام له تعظيم پرته (علاوه) نه اخلي، اګر که هغه مسلمان هم نه وي، کوم چې د خدای تعالی د دې ارشاد (وَرَفَعْنَا لَکَ ذِکْرَکَ) تصديق دی .

قاضي عياض رحمه الله فرمايلي : لکه څرنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ذات بې مثاله دی، همدا رنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک نومونه هم بې مثاله دي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې د هيچا په ذهن کې د همدغو نومونو تصور هم نه وو، تر دې هر کله چې د ده مبارک صلی الله علیه وسلم د پيدايښت (ولادت) زمانه راغله، کاهنانو، نجوميانو او اهل کتابو همدغه مبارک نوم اخيست او د راتلو زيري (بشارتونه) يې ورکول نو خلکو د همدغه نبي د انتظار په طمع د خپلو اولادونو نومونه محمد او احمد ايښودل شروع کړل، تر کومه ځايه چې له تاريخ څخه ثابته شوې د کومو نومونه چې محمد او احمد ايښودل شوي وو د هغوی ټول شمير شپږ وو، اووم هيڅ کس ثابت نه دی، حافظ سهيلي دری ذکر کړي دي :

(۱) محمد بن سفيان بن مجاشع.

(۲) محمد بن احيحه بن الحلاج.

(۳) محمد بن عمران بن ربيعه، له سهيلي دمخه د ابو عبد الله بن خالويه رأيه هم همدا وه.

حافظ ابن حجر رحمه الله په اتمه صدۍ کې هر کله چې د دې په تحقيق پسې اخته شو نو هغه دا شمير تر شلو پورې ورساوه، د تکرار او اوهامو له حذف کولو وروسته دا شمير پنځلس پاتې شو، په کومو کې چې تر ټولو زيات مشهور محمد بن عدي بن ربيعه دی، او د هغه واقعه داسې نقل شوې :

خليفه بن عبد الله له محمد بن عدي څخه پوښتنه وکړه : ستا پلار ستا نام د جاهليت په زمانه کې محمد ولې کيښود؟ هغه په ځواب کې ورته وويل : تا چې د کوم څه معتلق له ما پوښتنه وکړه همدا پوښتنه ما له خپل پلار څخه کړې وه، هغه را ته ويلي وو چې يو ځل زه د بني تميم قبيلې له دريو نورو کسانو سره له ابن حنفيه غساني سره د ملاقات کولو لپاره شام ته روان شوم، مونږ يوې داسې چينې ته ورسيدو کومه چې کليسا ته نږدې وه، د کليسا منتظم مونږ ته راغی او راته وې ويل : يو نبي راتلونکی دی، تاسو په منډه هغه قبول کړی، مونږ وويل : د هغه نام څه دی؟ هغه راته وويل نام يې محمد دی، هر کله چې مونږ له همدغه سفر څخه واپس را ستانه شوو نو اتفاقاً زمونږ په کورونو کې د ټولو هلکان پيدا شوي وو، له همدې امله مونږ ټولو په خپلو هلکانو باندې د محمد نوم کيښود .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د