نظــر

د یوې لیکنې په اړه څو کرښې او دری پوښتنې

محمدآصف خواتی –

د ټول افغانستان په ویب پاڼه کې دیوه محترم لیکوال یوې په زړه پورې خو هیښونکې لیکنې اړ ایستم په دې لیکنه لاس پورې کړم او ضمنآ تمه لرم چې دلیکنې دښاغلي لیکوال څخه دخپلو پوښتنو ځواب هم ترلاسه کړم، ځکه مې لیکنه هیښونکې ګڼلې چې ښاغلی لیکوال د هیواد پیښو او قضایاوو ته د قومي او ژبني تړاوونو له کړکۍ کتلي، کوم چې له یوې خوا واقعیت نلري او له بله پلوه دا ډول تفکر ددې ګڼ شمیره وروڼو قومونو او توکمونو ټاټوبي دملت جوړونې بهیر ته زیان رسوي، قومي بې باوریو، مخامختیا او دښمنیو ته لمن وهي، کرکه اونفرت زیږوي هغه څه چې ددې هیواد او د افغان میړني ولس دښمنان یې غواړي، ښاغلی لیکوال په خپله لیکنه کې د هیواد د وروستۍ پیړۍ ځینو پیښو ته چې د نوموړې له انده یې هیواد ته بدمرغۍ ډالۍ کړې او ناوړه پایلې لرلې د پښتنو له لوري ګڼي او پدې هکله دا ډول پوښتنې طرحه کوي.

۱- آیا د اماني نهضت دچپه کیدو باني همدا پښتون نه و؟

۲ – آیا د ثور د ستر انقلاب ! یعنې د اکتوبر د ستر انقلاب د دوام باني همدا پښتون نه و؟

۳ – د ږیرې د احتکار (طالبي لندني کودتا) باني همدا پښتون نه و؟

۴ – آیا تر نن پورې کوم چا دا ثابته کړې ده چې کوم غیر پښتون شخص په بازار…، کې یا ځان او یا نور په بم کې الوزولې وي ؟

د پورتنیو پوښتنو په اړه غواړم یوازې په دوو وروستیو چې د هیواد د ننيو پیښو، ترینګلي وضعیت او روان بهیر سره تړاو لري مکث وکړم، که چیرې د ښاغلي لیکوال « طالبي لندني کودتا» ته ځیر شو، دې کودتا د شمال ټلوالې شر او فساد، وحشت او بربریت ، غلا او فحشا ته د پای ټکی کیښود او د ګران افغانستان د تجزیې مخه یې ونیوله، که د دې کودتا پروګرام په لندن کې جوړ شوی وي، یا ریاض، واشنګتن، اسلام آباد ، کندهار او یا بل کوم ځای کې او یا طالبانو ترسره کړې وي هغه یو نیک او د ستاینې وړ کار و چې نوښتګر او پلي کونکي یې نه دا چې انتقاد او وټکول شي باید  ونازول شي.

د شمال ټلوالې د وحشت او بربریت په وړاندې د طالبانو د تحریک را څرګندیدل نه یوازې یو منطقي او پر ځای غبرګون و بلکې د وخت ، زمانې او واکمنو حالاتو غوښتنه هم وه، کله چې د طالبانو غورځنګ ځواکمن او سرتاسري کیده او د هیواد په کلیو او ښارونو کې یې د خلکو ژوند، مال او پت خوندي کاوه د جهاد پیژندل شوو ټیکه دارانو هم طالبان  د سولې ملایکې، خود جوشه ولسي غورځنګ او د پاټکونو ماتونکي بلل او خلکو د زړه له کومې د هغوی هرکلی او ملاتړ کاوه.

که څوک وغواړي او یا ونه غواړي تاریخ به د یوه عادل قاضي په توګه د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې طالب غورځنګ  د شمال ټلوالې د شر او فساد ختمونکی، د افغانستان د ټوټې کیدو مخنیوونکی او د هیواد د ځمکنی بشپړتیا  تضمین کونکی ثبت کړي.

دا څرګند تاریخي واقعیت د لمر په شان د پټیدو نه دۍ که هر څومره د ورځې په نرخ لیکوالان او د انګلوساکسونی اشغالګرو په  شیطاني تبلیغاتو او کوډو تیروتي  وګړي د دې واقعیت د پټولو ناکامې هڅې وکړي.

بل دا چې هیڅ ژوندی آزاد خیال ولس د پردیو غلامۍ ته غاړه نه ایږدي او دا خپل رسالت او  دنده ګڼي چې د خپلواکۍ دلاسته راوړلو په موخه د ټولو شونتیاوو څخه ګټه پورته کړي ، خپلواکي تر لاسه او پدې توګه ددې جوګه شي چې د خپلواک ولس په توګه خپل برخلیک په خپله وټاکي.

پدې وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه د افغان ولس په برخلیک پردي واکمن دي، په هیواد کې د پردیو غوبل جوړ دۍ، د ولسونو تر منځ دښمنیو ته لمن وهل کیږي، فساد او لوټماري لوړې کچې ته رسیدلې او د هیواد د چارو واګې په پردیو پورې تړلو سیاستوالو، جګړه مارانو ، څرګندو قاتلانو او مافیایي کړیو په لاس کې دي ددې ناوړه له زغمه وتلي حالت په وړاندې دریدنه او مبارزه او د خپلواکۍ د ګټلو په موخه فکر او تدبیر، مجاهدت او سرښندنه د هر مسلمان افغان ملي او اسلامي مسئولیت  دۍ، د بحث لاندې لیکنې محترم لیکوال پام لاندې ویډیو ته را ګرزوم چې نوموړی د خپلې دې پوښتنې ځواب  او خپله غلطه انتباه او اخیستنه پکې ومومي چې د هیواد د خپلواکۍ د لارې د میړنیو سرښندونکو په لیکو کې د پښتنو پرته د هیواد غیر پښتانه شریف وطنوال هم شتون لري.

په ویډیو کې د افغانانو او په تیره د پښتنو ستر قاتل عبدالرشید دوستم  هم د بحث لاندې مقالې د لیکوال په څیر د نني بلواکه واکمنۍ په وړاندې دریدلی افغان یوازې پښتون ګڼي.

https://www.youtube.com/watch?v=PaieszSx4eI

د لیکنې په دې برخه کې  د محترم لیکوال څخه هیله لرم  ووایي چې د افغانستان  د وروستی پیړۍ په پیښو کې پورتنۍ دری پیښې چې ده ورته ګوټه نیولې هیواد او خلکو ته خورا ګواښمنې وې یا دا چې :

۱ – د ۱۹۷۹ کال د دسمبر د اوه ویشتمې نیټې پیښه ( په افغانستان باندې دشوروي لښکرو خونړۍ یرغل او د هیواد لس کلن اشغال)

۲ –  د۲۰۰۱ کال داکتوبر په اومه د سرې اردو په څیر د امریکایي- انګریزي پوځونو وحشیانه یرغل.

۳– د۱۹۹۲ کال د اپریل په اته ویشتمه چې د ملګرو ملتو د سولي پنځه فقره یي پلان شنډ کړل شو او د شر او فساد تلواله واک ته ورسول شوه.

دا چې ښاغلي لیکوال دا دری دراماتیکې – خونړۍ پیښې چې په لومړیو دوو کې  هیواد خپله خپلواکي له لاسه ورکړه او د خلکو په سرنوشت اشغالګر واکمن شول او دریمې یې د افغانانو ملي هویت او تاریخي ویاړونه تر پوښتنې لاندې راوړل، اسلام او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی وشو ګوته نده نیولې خپل دلایل وړاندې کړي.

د دې قلم له نظره ښایي لامل یې دا وي چې د دې دریو پیښو بانیان غیر پښتانه وو ځکه چې د محترم لیکوال له لورې ددریو نومول شوو پیښو بانیان پښتانه  معرفي شوي دي.

دلته اړینه ګڼم دې موضوع ته ګوته ونیول شي چې سیاسي او تاریخي پیښو ته د قومی ، ژبنیو او نژادي تړاونو له دریځه کتل نه دا چې سم او منطقي نه دي بلکې ځانګړي قوم ، توکم او نژاد ته سپکاوی هم دۍ  او له بله پلوه د ړانده تعصب او قومپالنې خطرناکه بڼه نندارې ته ایږدي.

دا ډول تفکر لدې امله سم او منطقي نه دۍ چې په هره سیاسي پیښه کې که هیواد ته یې مثبتې یا منفي پایلې ډالۍ کړي دي  د ګډو سیاسي او ایدیولوژیکي اندونو او باورونو لرونکو افرادو شتون له ورایه د لیدو وړ دۍ.

د بیلګې په توګه په شمالي ټلوالې کې نه یوازې غیر پښتانه سیاستوال او ډلې تر سترګو کیدلې بلکې پښتنو هم شتون درلود چې کیدای شي د حاجي عبدالقدیر کورنی ، عبدالرب رسول سیاف  او داسې نورو یادونه وشي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x