نظــر

دیوناما وروستی راپور دبهرنیانو دبرائت په روحیه لیکل شوی نه دحقائقو دڅرګندولو په غرض

دفروري دمیاشتې په  ۱۹  نیټه په کابل کې دملګروملتونو دفتر په افغانستان کې دولسي وګړو دتلفاتو په اړه کلنی رپوټ خپور کړ .په دغه رپوټ کې دملګروملتونولخوا دتیرو۶ کلونو په نسبت دلومړي ځل لپاره دولسي وګړو دتلفاتودکمښت خبره شوې . په دې راپور کې د ملکي وګړو ٨١ سلنې مرګ ژوبلې پړه  پرمجاهدينو، اته سلنې پړه دکابل ادارې  او ايساف ځواکونو او نور يوولس سلنه تلفات په نامالومه   ډلو وراچول شوې.  دیوناما دغه رپوټ  ددوئ په ادعا دعیني شاهدانو اودولتي کارکوونکو دمشاهداتوپه استناد برابرشوی .

یوناما په تیروکلونوکې هم داشانې رپوټونه نشرکړي چې  دمعلوماتو او شواهدو منبع يې  خپله دیوناما او په دوهمه درجه کې دکابل ادارې کارکوونکي وي نه عیني شاهدان .

هغه  څه چې له تخنیکي پلوه  ددغه رپوټ مصداقیت ترپوښتنې لاندې راولي هغه  داچې دوئ دجګړې دولسي تلفاتو پړه  دکابل ادارې دکارمندانو  دوینا په اساس   پر مخالفینو(طالبانو ) وراچوي .

دبیلګې په توګه  ددې رپوټ په یوه مقطع کې چې په همدې اړه دطلوع  تلويزيون په (فراخبر) پروګرام کې خپله دیونامادویاند نظیف الله سالارزي  لخوا ولوستل شوداسې راغلي :

((… په دې ولسوالۍ کې وضعیت ډیر خراب دی له یوې خوا طالبان راځي  دکلیو په منځ کې دولتي ځواکونوته ماینونه خښوي ، که مونږ هغه دولتي ځواکونوته ورښیو نوطالبان مو ګواښي ،که يې نه ورښیو دولتي ځواکونومو  ځوروي چې تاسي ولي طالبانوته په خپلوکلیوکې ځای ورکوئ؟  دریم ګړی نشته چې مونږ خپل شکایت هغوئ ته وکړو اوهغه مو له دغې ستونزې  خلاص کړي …  داخبري په کندهارولایت کې دپنجوایې ولسوالۍ دیوه دولتي  کارمند دی . ..))  (۱)

نورهم  په یاد رپوټ کې  ډیرې نیمګړتیاوې شته چې په لاندې توګه  تشریح کیږي

۱ـ پلویتوب :  په دې معنی چې  یاد رپوټ له سره ترپایه  ددولتي مامورینو دمشاهداتوپه اساس ترتیب شوی کوم چې  ددولت ترحاکمیت لاندې ساحو کې  اوسي، اودجګړې داصلي قربانیانو او دمحل دعیني شاهدانو هیڅ نظر نه دی پکي پوښتل شوی ؛ ځکه  دبهرنیو ځواکونوبمبارۍ  په کلیوالو اولیري پرتو سیمو وي چې هغو سیموته نه  د یوناماکارکوونکي ورغلي اونه دولتي کارکوونکي ورتلای شي، همدا لامل دی  چې یونامادهغوملکي وګړوپه اړه هیڅ نه دي ویلي کوم چې  په دغو سیموکې دبهرنیو ځواکونو په بیرحمانه بمباریو اویاهم دشپینیو عملیاتو په ترڅ کې وژل کیږي.

۲ـ دیادرپوټ  دنشرولو په مهال  عملاپه کونړ،میدان ښار ،اوکاپیساولایتونو کې  دبهرنیوځواکونو په بریدونو او بمباریوکې په لسګونو ولسي خلګ  شهیدان شول  ، چې  سیمې ته لیږل شوي   دکرزي  پلاوي   هم په سیمه کې  دعیني شاهدانو  دویناپه اساس  ددغو جنایتونومرتکبین  بهرني ځواکونه وبلل، خو دیوناماپه راپورکې  دغه ټکي ته  هیڅ اشاره نه ده شوې.

۳ـ  دیونامادراپور دنشرولو په مهال  کرزي  خپل دفاع او داخله وزارتونوته فرمان صادرکړ چې نوردي  دطالبانوخلاف عملیاتوکې  له بهرنیوځواکونو څخه  دمرستې اوبمبارکولو غوښتنه نه کوي ، چې د یاد فرمان صادرول  خپله ددې خبرې شاهدې ورکوي چې  همدغه  بمباري دملکي وګړو دتلفاتو لامل ګرځي .

۴ـ دیونامادراپور له نشریدوسره همزمان  خبري رسنیو رپوټ ورکړچې په افغانستان کې دبهرنیانو دبي پلوټه الوتکو بمباري  ۷۲سلنه  زیاته شوې  چې په دغې ړندې بمباري کې دامریکایې سناتور لیندسي ګراهام  ( Lindsey Graham  )      دویناپه اساس  تراوسه پوري په مجموع کې  ۴۷۰۰ کسان وژل شوي ،چې دهغوئ له جملې نه زیاتره ولسي کسان دي خو یوناما په کلیوالوسیمو باندې ددغو بمباريو په اړه  هیڅ یادونه نه ده کړې.   

۵ـ  دیوناماپه یادرپوټ کې  یولس سلنه  ولسي تلفات  دنامعلومې  ډلې په غاړه وراچول شوي چې داخپله له حقوقي پلوه یوه بله ستره نقیصه ده چې  جرم دي ښکاره ترسره شوی اوپه تحقیقاتي رپوټ کې دي دهغه  مرتکب معلوم نه وي .

۶ـ په داسې حال کې چې ملګري ملتونو دیوې بیطرفه مرجع په حیث  دجګړې په ساحه کې دداشاني رپوټونوپه ترتیبولوکې باید دجګړې له ټولو ښکیلو اړخونوسره  دمشاهداتو اوتفاهم په صورت کې هغه ترتیب کړي ، خو په کابل کې ددغه سازمان دفتر یوناما تراوسه هم  دولسي وګړو دتلفاتو په  اړه  دقضيې له مهم  اومطرح  لوري اسلامي امارت سره هیڅ راز تفاهم او رابطه نه ده کړې  او نه یې دکومې پیښې  سپیناوی تري غوښتی ،حال داچې اسلامي امارت په  ځلونو  هغوئ ته وړاندیز کړی چې دنړیوال سره صلیب ،ملګروملتونو او اسلامي امارت  دیوه مشترک هیأت په وسیله دي دافغانستان په ټولوسیموکې  له عیني شاهدانوڅخه  دولسي وګړیو دتلفاتو واقعي  ارقام راټول کړل شي  اوبیادي دهغوئ په رڼاکې داشانې رپوټ خپور شي ، خو یوناماکله هم  دغه  وړاندیز نه دی منلی  اونه يې له خپلوکارکوونکو اودولتي مامورینوسیوا دملکي تلفاتو په اړه دبل چا نظر پوښتلی .

بناء  مونږ دپورتنيو حقائقو په استناد سره ویلای شو چې دیوناما وروستی راپور دامریکایانو په دستور یواځې  بهرنيو ځواکونوته  له هغو جنایتونوڅخه  دبرائت  ورکولو په نیت ترتیب شوي کوم چې هغوئ دبیوزله افغانانو په وړاندې ترسره کړي او دخپلو ړندو بمباریو او شپنیو عملیاتوپه ترڅ کې په شهادت رسولې  نه داچې هغوئ  په دغه  بي اساسه  اویوه اړخیزرپوټ سره  په افغانستان کې  دملکي کسانو دتلفاتو واقعي ارقام نشرکړي وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x