نظــر

د سرونو په بدل کې د سرونو بایلل

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی
لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

ذبیح الله خورشیدی –

په ننګرهار مو هغه وخت وژړل چې داعش ډلې د شینوارو قومي مشران په بمونو والوزول چې په دې سره دې ډلې په افغانستان کې خپل فزیکي زور نندارې ته وړاندې کړ.

پرون د حاجي ظاهر په مشرۍ د داعش پرضد پاڅون کوونکو له داعش یانو سرونه پرې  کړل چې بې سره تنو ته یې خلکو خندل او نورو ډېرو پرې ملنډې وهلې په حقیقت کې دا یو ښه د خوښۍ خبر وو .

که مونږ د شینوارو مشرانو بې رحمه وژل تل یاد وساتو خو د داعش ډلې مشر او ملاتړي به د ننګرهاریانو دا کارنامه هم له یاده ونه باسي چې اورپکو یې سرونه غوڅ شول.

بله داچې هغوی ته یې په مخ کلکه څپېړه ورکړه چې په افغانستان کې یې د داعش پروژه اخیستې او د پیسو په بدل کې ولسي وګړي وژني.

په تاریخ کې ثابته شوې هرې ترهګرې ډلې او حکومت چې د ولس پسې ټوپک پورته کړي هغه حکومت او هغې ډلې دوه ورځې هم بقاء نه ده کړې.

طالبان که تر ننه په دې خاوره کې جګړه کوي د پاتې کېدو ستر لامل یې دا ده چې د ولس ګریوان ته یې په دومره بې رحمۍ لاس نه دی اچولی  لکه نن ورځ چې داعش یې د افغانستان په ګډون په سوریه او عراق کې ترسره کوي.

له داعشیانو څخه د سرونو پرېکول که د ملیشو په وسیله شوی او یا هم د پاڅون کوونکو پرمټ خو مونږ ته مهمه داده چې خپل عزت څنګه ساتلی شوو.

که داعشیان لږ هم ننګ ولري او خپله ماتې وار د مخه په افغانستان کې ومني لویه توره به یې کړي وي کنه بې سره او بې تنې به په دې خاوره کې د سپیو او لېوانو خوراک شي.

د افغانستان خاوره د ولیانو او شهیدانو خاوره ده هریو چې ورته په بده سترګه کتلي او د دې خاورې لاندې کول یې غوښتي خپل سرونه یې داسې بایللي لکه په ننګرهار کې چې داعشیانو وبایلل خو چا یې تنو ته ژړا نه راتلله.

د ننګرهار د ولایتي ادارې څرګندونې مو هم واورېدې چې په څه ډول یې د ولس روحیه د ترهګرو پر وړاندې ماته کړه او د ولس په لاس ته راوړنو یې پرده خوره کړه.
د ولایتي ادارې له خبرو داسې ښکاري چې په ریښتا به هم حکومت په دې کې ګرم وي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

مونږ وایو کله چې حکومت د ترهګرو په ماتولو کې پاتې راځي او ولس یې ښه چاره کولی شي دې ته څه اړتیا لیدل کېږي چې حکومت چوپتیا غوره کوي او د خلکو روحیه په لوی لاس کمزورې کوي چې وروسته يې پایلې په حکومت ورکږیږي.

دا ښکاره ده کله چې حکومتونه ترهګرۍ سره مبارزه کې پاتې راځي ولس ته مراجعه کوي او کله چې ولس له حکومت سره لاس یو کړي نو بیا داګرانه ده چې یرغلګر او دحشت ګر دي په دې خاوره کې بریالي شي.

مړه دې وي د افغانستان دښمنان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x