نظــر

ښه ژوند

 
مادي خوندونه او معنوي لذتونه ترلاسه کول نیکمرغي او سعادت بلل کیږې او نیکمرغي په کار او عمل پورې تړلې ده او کار او عمل پخه اراده غواړې ، نو دښه کار پخه اراده انسان نیکمرغي ته رسوي قرانکریم وایې : مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ” یعني کوم نراوښځه چې ښه عمل وکړي اوهغه مومنان وي ، نو موږ به ښه ژوند ورکړو ، او د دی دکار به ډیر غوره بدل ورکړو . 

ښه ژوند په کارپورې وتړل شو قرانکریم وایې من عمل صالحا ، څوک چې ښه اونیک کار وکړي او ښه کار یواځي لمونځ او روژه ندي په حلاله لاره ښه ژوند برابرول ښه کار ده له نورو سره مرسته اوعام المنفعه کارونه کول خورا زیات ښه عمل دی ، له بي وزلو ، ناروغانو ، کونډو او یتیمانو سره خواخوږي او لاسنیوی یې د ډیر زیات ثواب کار دی او په دي توګه انسان ښه ژوند ترلاسه کولی شي .
شکایتونه مکوه 
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : هرشی چې تاته ګټه رسوي دهغه دترلاسه کولو کوښښ وکړه ، اوله خدایه مرسته وغواړه ، عاجزه کیږه مه یعني که یوځل یې په حاصولوبریالی نشوې بیا هڅه وکړه ، که په دي لاره کې څه درته پیښ شې یعني ناکام شي نو داسې مه وایه چې داسې مې کړي وی هسې به شوې و ، بلکي ووایه چې د الله تقدیر داسې و . “احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ“وَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ ،وَلاَ تَعْجِزْوَإِنْ أَصَابَكَ شَىْءٌ فَلاَ تَقُلْ: لَوْ أَنِّى فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا.. وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللَّهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ” .
ژوند ټول مقابله او ډغرې ده ، بریالیتوبو نو ته لاره دناکامیو په سر تیره شوې ده ، دناکامې په صورت کې سرشکونه اوشکایتونه وخت او انرژي دواړه ضایع کوې د دي په ځای باید بیا اوبیا کوښښ وکړل شې او کار اوهڅي جاري وساتل شي ، دهدایت دپیغمبر صلي الله علیه وسلم دا لوړ حدیث څومره حوصله انسان ته ورکوي ! او په څومره ښه طریقه له ناکامیو سره د مقابلي لاره راښیی !! عاجزه کیږه مه شکایتونه مه کوه !
کارخبرې کوي 
ستا (کار اوعمل) پریږده چې ستاپه ځای وغږیږي ته خبرې بندې کړه ، په مجلسونو اوناستو کې د خپلو بریالیتوبونو کیسې اود ځان ستاینې پریږده ، ستا شاوخوا به دروغژن او کینه ګر په دروغو اوله کسته ستا ستاینې کوي اوپوزخند درباندې وهي . ته کارپیل کړه اوخلکوته یې وړاندې کړه ، ښه دپوهې اومعلوماتو نمونې خلکو ته وړاندې کړه دښو اخلاقو او غوره سیرت ژوندی بیلګې خلکوته کیږده ، همد ا کار پخپله خبرې کوې ته به چوپ ناست یې او کارونه به دي خبرې کوې . 
ناکام خلک له هرچا ډیرې خبرې کوي ، او کار کم کوې ، په ډیرو خبروکې دروغ او بهتانونه او چټیات پریمانه وي دوی دکار له پاره وخت کله لرې دوی خو ډیر وخت په انتقادونو ، نیوکو او شکایتونو تیروي او ولس ته دکار په ځا ی پوچي خبرې وړاندې کوي اوبریالي خلک خبرې نه کوې یا ډیرې کمې کوي هغوی په کار بوخت وي خبروته وخت نلرې ، هغوی خلکوته کارونه وړاندې کوي . تاسو په سرک ودریږﺉ او دبار موټرو ته ګورﺉ ډک موټر درانه او چوپ روان وي او تش موټر ګړبی او شور کوي . ډک لوښی دومره اواز نه کوې لکه تش لوښی ، بیکاره او ټیټ همته خلک تشې خبرې او په هرچا نیوکي او انتقادونه کوي ، له هرچا شکایتونه کوي او په وخت او خلکو لعنتونه وایې ، اودکار خلک غلي او کمي خبرې کوي ،
د مسجد نبوي دجوړولو په کار کې به رسول الله صلي الله علیه وسلم له صحابه کرامو سره ګډ کار کاوه ، په غزوة احزاب یا غزوة خندق کې یې د خندق کیندلو په کار کې له صحابه کرامو سره یوځای کار کاوه ، او ویل به یې : إن الله يحب من أحدكم إذا عمل عملاً أن يتقِنَه، یعني تاسو هریوچې کار کوﺉ په ښه اوکره توګه یې کوﺉ اودا الله پاک خوښوي او ویل به یې : المؤمن القوي خير وأحبُّ إلى الله من المؤمن الضعيف ، یعني پیاوړی مومن ترکمزوري ښه اوپه الله ګران وي .
له اسمانه زر نه را اوري
د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په زمانه کې څو ځوانان په جومات کې بیکاره ناست وو ، او ده ولیدل ، نو یې خپله دعدل دره ورسره تاو کړه ، هریوه ته یې څو څو درې دشا له لورې ورحواله کړې او ورته ویې ویل : اخرجوا واطلبوا الرزق فإن السماء لا تمطر ذهباً ولا فضة . یعني له جوماته ووځﺉ او روزي پیدا کړﺉ له اسمانه خو سره اوسپین زر نه را اوریږې . له عمربن الخطاب نه دي الله راضي شې ، د مسلمانانو د دین او دنیا دواړو غم او درد ورسره و , هغه كه يو خوا دي ځوانانو ته يوه له حكمته ډكه خبر کړې ده سمدستي یې د درې په زور په هغوی عملي کړې هم ده . 
دلویدیځ هوښیار نیوټن وایې : بریالیتوب په دریو شیانو پورې تړلی ده : کار اوبیا کار اوبیا کار ، پایله لرونکی کار په پوهه او علم پورې تړلی ده او علم په لوست اومطالعه سره ترلاسه کیږې ، کوم ولس چې له لوست او مطالعي سره مینه نلرې هغه به هیڅکله پوهه ترلاسه نکړې او څوک چې پوهه ونلرې په هغوی بریالیتوب اوپرمخیون حرام ده . 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x