ورزش

فټبال: ملي لوبډلي مالدیف ته په ماتي ورکولو سره نیمه پایلوبي ته ورسید

نن ټکی اسیا (سې شنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د فټبال ملي لوبډلي د مالدیف لوبډلي ته په ۴ – ۱ ګولونو ماتي ورکولو سره په خپل ګروپ کې لومړی مقام وګټی.

افغانستان ددې تر مخه بنګلدیش ته په څلور – صفر بوټان ته په درې صفر ماتي ورکړې وه.

د کتونکو په نظر د تیري ورځي لوبه ګټل په دې هم مهم وه چې افغانستان به په سیمي فاینل (نیمه پای لوبه) کې د هندوستان سره نه مخ کیږي، کوم چې په اوس وخت کې د سویلي آسیا د سیالیو د ګټلو لپاره یو کاندید هیواد بلل کیږي.

په پرونۍ لوبه کې د افغانستان له لوري فیصل ښایسته یو ګول په ۱۹مه دقیقه کې، امید پوپلزی دوه ګولونه په ۳۴ او ۵۴مه دقیقه کې، او احمد عریش هاتیفي په ۵۱مه دقیقه کې یو ګول ووهه.

د راتلونکي پنجشنبې په ورځ به افغانستان د سیرلانکا په خلاف نیمه پای لوبه وکړي، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت ۱۵:۳۰ (درې نیمي بجې ماځیګر) وی.

دوهمه نیمه پایلوبه به د هندوستان او مالدیف تر منځ وي، داسي ګمان ډیر کیږي چې کیدای شي په پای لوبه کې هندوستان او افغانستان سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x