
د ملي شورا د ژوبڼ نوې ودانی!

قدرمنو هیوادوالو السلام علیکم!
د رغنیزو پروژو په بهیر کي د هندوستان د هیواد په مالي مرسته د شورا د نوي ودانی په هکله څو مهم ټکي ستاسو حضور ته ډالی کوم:
په داسي یوه هیواد کي چي د اوسیدونکو د امنیت او مصونیت په اړوند د یوه ساعت اوګړی اعتماد او باور نشته، مرګ او ژوبله د هوا په شان څپی وهي، د داسي ماڼی د جوړېدو ضرورت څه دی؟
لا تر اوسه د ولایاتو په کچه د معارف مینه وال د ښوونځی تعمیر نلري، بعضي یې په ګرمي او یخني کي تر شنه آسمان لاندي پر وچه ځمکه او ځیني یې هم په خیمو کي د لیک او لوست خمار ماتوي، د داسي ماڼی د جوړیدو مفهوم څه دی؟
د تحمیلي دوامداره جګړو له برکته چي څه د پاسه یونیم میلیون بې لاسه او بې پښو وګړي یې په میراث پرې ایښي او د ژوندانه د لومړنیو اړینو امتیازاتو څخه هم بې برخي دي، دا شاني ماڼی څه ارزښت لري؟
د بهر څخه را ستانه شوي کډوال د خپل پلرني هیواد په هیله د کمون اولیه په څېر وږی، تږي، لوڅ لپړ بیله هر ډول صحي امکاناتو ژوند کوي، بیا نو دا ودانی بیله د شرم د سمبول څخه په ملي او بین المللي کچه څه معنی درلودلای شي؟
د حامد کرزي د حاکمیت له پیل نه بیا تر ننه پوري د دې مانی مستحقینو د اولس د سعادت او د هیواد د پرمختګ لپاره کوم داسي ځانګړي کار کړی دی او یایې د ملت په ګټه کوم داسي ګام پورته کړیدی، چي د نوي ماڼی جوړیده په داسي د ړندو مصارفو یو اړین مشروع ضرورت وو؟
دا پداسي حال کښي چي د ملت د تحصیل کرده، پر هیواد او اولس مینو او د صداقت نمونو منتخبو وکیلانو د خیانت، جنایت، چور او لوتماری په مثالونو په سلهاوو کتابونه د لیکولو ګنجایش لری.
د هندوستان هیواد باید د قدرت د انحصار دې لیونو ته دارالمجانین جوړ کړی وای، څو د دې ناروغه وکیلانو د حرص میرګیان او د چور پیرانیان یې ور تداوي کړي وای. یایې هم د ځنګله د قانون سره سم دې دوپایه ځناورانو ته ژوبڼ جوړ کړی وای، چي دې وحشي داړونکي پکشي خوندي او اولس یې له شره په امان وای.
مګر داسي ونه شوه، دا ودانی به نور هم د لیوانو څخه داړونکي پرانګان جوړ او وزېږوي، څو د ماڼی د عصریتوب په کچه د اولس غوښي وخوړلای شي.
حقیقت خو دا دی، چي د ملي شورا د ودانی جوړول یوازی او یوازي د هماغه ساحې د ښکلا باعث ګرزیدلای شي، خو د ژوبڼ د حیوانانو په خصلت کي کوم تغیر نشي راوستلای، ځکه چي دا لړی له فطرته لوټماره او مکاره ده. په دې ډاډه اوسی اطمینان درکوم.
په پای کښي د یوه شعر په وړاندي کولو سره د رخصت اجازه غوارم.
نوې ماڼی زاړه فکرونه پاته
د خیانت رنګ رنګ انځورونه پاته
په دې ژوبڼ کي چي دقیق وګورې
د حیوانانو دي لاښونه پاته
چا په بوټو پکښي وارونه کړي
هرخوا ویشتلي بوتلونه پاته
چا سپکي سپوري پکښي وویلې
د چا په زړه کي ارمانونه پاته
درک د پوهي او سواد یې نشته
لاس کي توپک، جیب کي بمونه پاته
د وکالت په نامه چور دی جاري
اکاونټ کي اوس هم ډالرونه پاته
نوی ماڼی به ساحه ښکلې کاندي
بدل به نکړي فطرتونه پاته
تر اوسه هم د مافیا ډګري
د ګوډاګیانو ګروپونه پاته
د اولس ووتل نوکان ورپسي
د چا پښتی د چا غاښونه پاته
د وکیلانو د زړه سوي په طمع
د مظلومانو نه سرونه پاته
نوې ماڼی خو غواړي نوی وکیل
زاړه وکیل نه دي خنډونه پاته
دا ودانی هم د لیوو ځاله ده
د قتل او چور شته پلانونه پاته
دا د پردیو ده، یو نوې پلمه
د مرګ او درد پکي سوچونه پاته
دلته د عدل او انصاف نشه نشته
په دې ماڼی کي دي مکرونه پاته
« شمیمه » پام کوه خطا پرې نوزې
په خزانه کښي دي مارونه پاته
ستاسو په دردونو خوږمن خادم محمد هاشم (شمیم) جرمني
په قلم دی برکت شه راته زوندی اوسی
دا پرلمان نه دی دا ژوبڼ دی * دا وکیلان نه دی ماران دی را تاو سوی
دا انسانان نه دی * حیوانات دی را تاو سوی
ستاسی لیکنه خو د منلو او دقدر وړ ده ، د ستاینی او نخاځنی وړ ده الله ج دی اجرونه درکړی ولی زه دا وایم چه د همداغه خبیثانو د پاره همدغه خبیثه ودانی چه د هندوانو له متیازو جوړه شوی ، دوی دلته او کورنی د همدغه هندوانو ، انګریزانو ، روسانو ، جرمنیانو ، نورو او نورو سره په همدغه و دانیو یرغمل دی ، یعنی دوی دلته او کورنی یی په دهلی ، لندن ئ، پاریس او واشنګتتن کی دی څوک چه دومره ذلیله شی چه د ناموس په بیه په دغه ودانیو کی کینی پاڅیږی او… نور لوستل »