چينجين غاښونه – جبران خلیل جبران

ژباړه میوند محمد جمال –

زما يو غاښ چينجن شوى و چې دهغه درد زه ډېر زيات پريشانه كړى وم. زما د غاښ درد به د ورځې په ارامه و، خو د شپې به په هغه وخت كې به چي  د غاښونوډاكټران او درملتونونه بند ول بيا به يې په درد شروع وكړ.

يوه ورځ چې د درد نه ډېر په تنګ شوم د غاښونو ډاكټر ته ورغلم او ورته مې وويل:

«زما دا غاښ وباسه د دې د درد د لاسه زما خوب او ارام ورک شوی دی او نور د ددي غاښ درد  نشم زغملي »

ډاكټر خپل سر وخوځاوه او راته يې وويل:

«د  غاښ ويستلو نه بغير هم ستا د غاښ علاج شته»

هغه زما غاښ كله ديوې خوا او كله  به یی د بلې خوا پاكوه، كله چې ډاكټر يقيني شو چې اوس زما غاښ بيخي پاك شو، نو زما د غاښ هغه سوري شوي ځايونه د سرو زرو په اوبو باندې ډك كړل او په فخر يې راته وويل:

«ستا دا غاښ د هغه روغو غاښونو نه هم اوس ډېر ښه او كلك شو»

ما د هغه دغه خبره تاييد كړه ځكه ما د ډاكټر په دغه علاج سره دهغه  جب له پيسو څخه ډك كړى و.

يوه هفته لا نه وه تېره شوې چې زما غاښ بيا درد شروع كړ، د غاښ درد زما روح د هغه انسان په شان كړ، چې د ځنګدن په حالت كې اوږده اوږده ساه اخلي.
زه له ډېرې مجبورى بل ډاكټر ته لاړم او ورته مې وويل:

«زما دغه د سرو زرو غاښ وباسه او د دې په ويستلو كې انتظار مه كوه»

ډاكټر زما غاښ وويسته كه څه هم هغه وخت زه ډېر په تكليف شوم، كله چې ډاكټر زما غاښ وويسته او هغه يې پاك كړ هغه راته وويل:

«تاسو ډېر ښه وكړل چې غاښ مو وويسته، ستاسو غاښ دومره چينجن شوى و چې د دې د جوړېدو هېڅ امكان نه درلوده»

د هغې شپې څخه تر اوسه زه ډېر ارام يم او د الله جل جلاله شكر باسم چې د هغه چينجن غاښ نه خلاص شوم.

په انساني ټولنه كې هم ډېر غاښونه شته چې په هغو كې چينجى لكېدلى او د ټولنې دغه مرض دومره خطرناك حدته رسېدلى چې بغير له ويستو يې بله چاره نشته.

مګر ټولنه دغه غاښونه په ځاى د دې چې ويې باسي هغه د بيرون څخه پاكوي او د سرو زرو پوښونه وركوي خلكو ته دا ښيي چې هېڅ مشكل نشته.

په ټولنه كې ډېر داسې ډاكټران شتون لري چې هغوى د انسانانو د غاښونو علاج په فریبي نظر سره كوي او ډېر داسې مريضان هم شته دي چې هغوى په خپل لاس خپل ځانونه همدغه ډاكټرانو ته سپاري او همداسې د دغه مرضونو  تكليفونو او سختيو ته خپل ځا نونه ورکوي تردې چې آخريي علاج هم مشكل شي.

بيا چې كله يوه قوم دغسې حال ته ورسېږي هغه بيا په خپله مړ كېږي او كله چې يو وار يو قوم زوال ومومي هغه بيا د نړې نورو ملكونو ته د خپلو مرضونو اسباب او د هغې د علاج حقيقت نه شي بيانولى.

د شامي قوم په خوله كې هم داسې ډېر وراسته، تور او بوى لرونكي غاښونه شته دي چې زمونږ د وطن ډاكټرانو هر وخت دغه غاښو نه وخت په وخت وينځلي او د هغې سوري يې په پړقېدونكو موادو سره ډك كړي تر څو ليدونكي پرې دوكه شي خو د دغه ډاكټرانو او د هغوي دوا هېڅ اثر نه دی کړی  او نه به دغسې دواګانې كله اثر وكړي تر څو چې دغه ډاكټران دا ټول  چينجن، تور او خراب غاښونه له بيخه ونه باسي.

دا طبيعي خبره ده چې كله غاښونه كمزوري يا چينجن وي نو د هغه خلكو معدې هم كمزورې وي او ډېر داسې قومونه شته دي چې هغوى د هاضمې د خرابوالي له امله د مرګ خولې ته رسيدلي.

كه چېرته څوك غواړي چې د شام د خلكو چينجن غاښونه وويني نو هغوى ته پكار دي چې د شام مكتبونو ته لاړ شي چېرته چې راتلونكى نسل د هغه مسايلو په يادولو كې خپل وخت بربادوي چې هغه بغير د وخت ضايع كولو نور هېڅ هم نه دي.

كه څوك په دغه حالاتو ځان پوهول غواړي نو هغه دې محكمو ته ولاړ شي چېرته چې دروغو، ريا كارى او ځان ښودنې ځاى نيولى.

هغه دې دغريبانو خيمو ته لاړ شي او هغوى ته دې په ځير وګوري چې  هغه خلك څومره په ويره، بې زړه توب او جهالت ژوند نیروي.

بيا دې هغه ډاكټرانو ته ورشي چې هغوى په خپلو وسايلو او په نشه كوونكو دواګانو سره چينجن غاښونه پاكوي او د هغې سوري ډكوي.

كله چې يو كس د دغه ډاكټرانو سره په خبرو شي نو انسان ګومان كوي چې دغه ډاكټر اصلا يو لوى خطيب او مقرر دى، د دوى ژبې دومره خوږې وي چې انسان د هغوى له خبرو لكه شات داسې خونداخلي.

خو كله چې څوك د دغسې ډاكټرانو نه پوښتنه وكړي چې:

«د شام خلك د خپل ژوند خوراك په دغه چينجن غاښونو ژووي او له دې امله د هغوى په هره مړى كې زهرجن مواد وي او د همدغه زهرجنو موادو له امله د هغوى معدې او كولمې له كاره وتلي دي»

ډاكټر بيا د دې ځواب داسې وايي:

«هو! موږ د دغه حالت نه خبر يو دهمدې له امله مونږ اوس ديوې نوې دوا په جوړولو لګيا يو»

او كله چې بيا د دوى نه دا پوښتنه وشي چې:

«ددغه چينجن غاښونو د ويستلو په باره كې تاسو څه وايئ؟»

بيا دغه ډاكټران ډېره عجيبه خندا كوي ځكه دوى د غاښونو په دغه علاج نه پوهېږي.

كله چې د دوى نه دغه سوال تكرار كړې نو په ډېره بيزاري په خپل زړه كې وايي:

«په دنيا كې د فكر څومره غلامان شتون  لري او د دوى فكرونه څومره  پې بنياده او بې ځايه دي»

العواصف ۷۲ مخ

=======

د ژباړن نا چاپ اثر :

دخلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې

څخه