ټولنیزه برخه

په قرآن کې اروا پوهنه (۶مه برخه)

په تېرپسې…

بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلاَ هُمْ يُنظَرُونَ (انبياء، ٤٠آية).

ژباړه: بلکه دمرګ او قيامت پېښه، بې پامه رارسېږي او هغوى به حيران پاتې شي چې نه يې ردولاى شي او نه به څه مهلت (د توبې) ورکړل شي.
        کله چې انسان له سخت خطر سره مخامخ شي، هڅه کوي چې ټول تفکر او قدرت پر خپل خلاصون راټول کړي او ځان خلاص کړي. د وېرې له انفعالي حالت سره د انسان په فزيولوژيکي  دندو کې ډېر توپير راځي، د مخ او غاړې رګونه يې پړسېږي.

معمولاً انسان له هغه ځايه چې وېره او خطر ورته پکې متوجه ده، تښتي يا هم مقابله کوي. الله جل جلا له د هغو کفارو يادونه کوي، چې پر خپلو پيغمبرانو يې دروغ ويل او له الهي عذابه په تېښته کې له يو بله مخکې کېږي:
وَكَمْ قَصَمْنَا مِن قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْماً آخَرِينَ (11 ) فَلَمَّا أَحَسُّوا بَأْسَنَا إِذَا هُم مِّنْهَا يَرْكُضُونَ (انبياء، ١١_١٢ آياتونه)

ژباړه: او ډېر کليوال ظالم قومونه مو ټوټې_ ټوټې کړل او له هغوى وروسته مو نور قومونه پيداکړل. نو کله چې به يې زموږ ناڅاپي عذاب حس کړ. (په ډېره بيړه) به و تښتېدل.

د وېرې ډولونه

        د انسان د وېرې ډولونه او علتونه ډېر دي، قران کريم يې د نمونې په ډول له خدايه وېره، له مرګه وېره، له فقره وېره او… ياد کړي دي. له الله جل جلا له وېره د انسان په ژوند کې ځانګړى ارزښت لري، ځکه چې همدغه وېره يې له ګناهونو ساتي او د الله جل جلا له منلي حدود مراعتوي. له الله جل جلا له وېره د ايمان يو رکن او د مؤمن شخصيت يوه زوروره پايه ده:

((بې شکه مؤمنان هغه څوک دي، چې کله (الله جل جلا له ) ياد شي، زړونه يې ولړزېږي، چې آياتونه يې تلاوت کوي، ايمان يې زياتېږي او په خپل رب توکل کوي.)) انفال، ٢ آية

        د خلکو ترمنځ مشهوره وېره د مرګ ده، د منافقانو په منځ کې دغه وېره بېخې ډېره وه، الله جل جلا له فرمايي:

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّوا أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ القِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللَّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُوا رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا القِتَالَ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ وَالآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى وَلاَ تُظْلَمُونَ فَتِيلاً (نساء، ٧٧ آية)

ژباړه: آيا هغه خلک نه دي ليدلي چې موږ ورته له جنګه د لاس نيوي وويل (په مکه کې) او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ، نو کله چې پر دوى باندې جهاد فرض کړل شو(په مدينه کې) په دې وخت کې د دوى يوه ډله له خلکو داسې ډارېدله لکه الله جل جلاله نه،په ډېره سخته ويره کې وو،ويي ويل: اى زموږ ربه! ولې دې پر موږ جهاد فرض کړ، ولې دې تر نږدې نيټې ونه ځنډاوه؟ ورته ووايه!(اى

محمد صلى الله عليه وسلم)، د دنيامتاع بېخې لږ ده،او آخرت د (الله جل جلاله څخه ) د وېرېدونکو لپاره ډېر غوره دي او پرتاسې به د يوه (تار) په اندازه هم ‌ظلم ونه شي.

        له دې وېرې د خلاصون يوه لار ده ، چې هغه په پوره توګه پر الله جل جلا له ايمان راوړل دي. ځکه چې مؤمن پر دې باور دى چې له مرګه وروسته يوه تلپاتي ژوند ته ځي او د الله جل جلا له له رحمته به برخمن شي.بې شکه ګناهکارانو ته له توبې وړاندې د مرګ راتګ د وېرې زېرى دى، ځکه چې له مرګه وېره پر دې مانا ده چې له هغه وروسته توبه نه شته او دغه اړيکه مو بېرته له الله جل جلا له څخه تر وېرې رسوي.
هغه ملحدين چې پر بيا ژوندي کېدو باور نه لري، هغوى ته مرګ د نېستۍ، نابودۍ ، ورکاوي او پوپنا کېدو پرمانا ده، ځکه خو هغوى د ژوند له پايه سخت ډارېږي.

        له فقره وېره هم د خلکو په منځ کې يوه مشهوره وېره ده، ځکه چې انسان په ورځني ژوند کې هڅه کوي، چې د ارام ژوند له پاره منډه وکړي، ځان اوکورنۍ ته يو څه وګټي، نو د ده د ګټي په مقابل کې که هر خنډ پيداکېږي، هغه يې د وېرې باعث کېږي. عربو به د جهالت په وخت کې د فقر له وېرې خپله اولادونه وژل، خو الله جل جلا له دغه عمل ښه ونه ګاڼه:

وَلاَ تَقْتُلُوا أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئاً كَبِيراً
(اسرائل، ٣١آية)

ژباړه: او خپل اولادونه د فقر له وېرې مه وژنئ، موږ ستاسو او د هغوى روزي ورکونکي يو، بې شکه د هغوى وژنه لويه ګناه ده.

        پر الله جل جلاله د ايمان يوه ځانګړنه دغه ده چې په انسان کې د فقر وېره مړه کېږي، ځکه چې ريښتيني مؤمن پر دې باور لري چې ټوله روزي د الله جل جلاله په لاس کې ده، ځکه خو د فقر په کيسه کې هم نه وي:

إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو القُوَّةِ المَتِينُ (ذاريات، ٥٨ اية)

ژباړه:بې شکه هماغه الله جل جلا له روزي ورکوونکى دى، چې د زور او اقتدار څښتن دى.
له الله جل جلا له څخه وېره د انسان د نيکمرغۍ، کاميابۍ اورواني ارامتيا سبب کېږي.

ب_ غوسه:

        غوسه  يو مهم انفعالي حالت دى، چې له انسان سره د ځان ساتنې اړوند مرسته کولاى شي، ځکه چې کله يو څوک غوسه کېږي ، نو ټول عضلات يې کارته اماده کېږي، په پايله کې هد ف ته د رسېدو د لارې خنډ له منځه وړي. په قرآن کريم کې د هغوکفارو په وړاندې د سختګيرۍ يادونه شوې، چې د اسلام د  لارې خنډ شوي.

مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيمَاهُمْ فِي وَجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً (فتح، ٢٩ آية)

ژباړه:محمد صلى الله عليه وسلم دالله جل جلا له رسول دى، د ده ملګري په کفارو ډېر سختګېره دي، او په خپلو منځوکې ډېر مهربان….

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ المُتَّقِينَ (توبه، ١٢٣آية)

ژباړه:اى د ايمان څښتنانو! ستاسې سره له نږدې کافرانو څخه جهاد پيل کړئ او بايد هغوى په تاسې کې (يوموټى توب او غښتلتوب وګوري) او پردې پوه شئ، چې الله جل جلا له له پرهيزګارانو سره دى.

        په قرآن کريم کې د غوسې د انفعالي حالت يادونه شوې ده، چې يوه نمونه يې د موسى عليه السلام په وخت کې د هغه د قوم د ارتداد په کيسه کې شته. کله چې هغه عليه سلام د طور له غره راځي، او خپل قوم د يوه خوسي عابدان ګوري، خپلې لوحې پرځمکه ږدي او هغوى ته سختې خبرې کوي.

        دا دانسان تمايل دى چې د خپلې انګېزې په لار کې هر خنډ له منځه يوسي او دغه له منځه وړنه يې هرو مرو په غوسه پيل کېږي، چې البته پرمثبت عکس العمل يې پيلوي او خپل هدف ته د رسېدو په لار کې هر مادي، مانيز، شخصي، ټولنيز…خنډ له منځه وړي. مګر کله_کله انسان خپله غوسه بل ته لېږدوي، چې اصلاً يې هغه نه خنډ او نه هم د ده غوسې د انفعالي حرکت سبب وي. مثلاً:

کله يو ماشوم له خپله پلاره خپه کېږي، مګر خپله غوسه پر خپل وړوکي ورور يا خور سړوي. چې دې ډول لېږد ته (له يو ځايه بل ځاى ته لېږد) وايي.

        کله_کله داسې پېښېږي چې يو انسان له بله خپه کېږي او دغه خپګان چې کومه غوسه زېږوي، پردې خاطر پر مقابل لوري نه سړوي، چې له بدو پايلو يې ډارېږي، مګر بيا هم خپله غوسه يا پر بل چا يا هم د مادي شيانو پر وړولو، ماتولو او… سړوي؛کله_کله دغه غوسه خپل ځانته اړوي او هسې خپل کالي څيروي.

        په قرآن کريم کې دغه ډول غوسه لېږدونه د منافقانو په يادونه کې ياده شوې ده، چې له نورو سره د غوسې سړولو پر ځاى له خپل ځان سره دغه کار کوي:

هَا أَنتُمْ أُوْلاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلاَ يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الأَنَامِلَ مِنَ الغَيْظِ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ  (آل عمران، ١١٩آية)

ژباړه:خبردار! تاسې هغه کسان ياست چې له دوى سره دوستي کوئ او هغوى له تاسې سره دوستي نه کوي او تاسې په ټولو اسماني کتابونو ايمان راوړى او کله چې درسره يوځاى شي نو وايي: ايمان مو راوړى او کله چې يواځې شي نو پرتاسې باندې له ډېرې غوسې د ګوتو سرونه چيچي،ورته ووايه: په خپله غوسه ومرئ،بې شکه الله جل جلا له د سينو پر خبرو خبر دى.

        کله چې پر انسان غوسه غالبه شي سم سوچ نه شي کولاى او ډېر حيرانوونکي حرکتونه کوي يا هم داسې خبرې کوي، چې له غوسې وروسته پرې ښه پېښمانه وي.

په همداسې يو حالت کې د انفعالي عواطفو دنده دانسان ساتنه ده. همدارنګه انسان بايد پر غوسې د غلبې چل زده کړي.

================

لیک: دکتور محمد عثمان نجاتی
ژباړه: دادمحمدناوک
dadnawak@gmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x