رابرټ فيسک: له افغانستانه راتلونکي خبرونه «ډېر خواشينوونکي» دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۴ل): له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼې ليکوال وتلي برتانوي ژورنالېست رابرټ فیسک د افغانستان په اړه په خپل تازه تحليلي راپور کې د افغانستان حالات د اندېښنې وړ بللي او زياتوي، چې له افغانستانه ترلاسه کېدونکي خبرونه ډېر خواشينوونکي دي، هېڅوک دا فکر نه کوي، چې دلته د امريکا په هڅو او ملاتړ د ملي يووالي حکومت موجود دی.

رابرټ فيسک ليکي: «طالبانو کندوز ونيو، بيا افغان امنيتي ځواکونو د امريکايي الوتکو په مرسته بېرته خپل کړ، خو د نورو ولسي تلفاتو تر څنګ يې د بې پولې ډاکټرانو روغتون هم بمبار کړ، چې د ډاکټرانو، عملې او ناروغانو په ګډون يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.»

ورځپاڼې د سنګين وروستيو پېښو ته اشاره کړې، چې طالبانو ونيو، اوس افغان امنيتي ځواکونه د سنګين د بيا نيولو لپاره جګړې کوي او بيا يې سنګين کې د برتانوي سرتېرو تلفاتو ته په اشارې ليکلي، چې د سنګين امنيت او ثبات لپاره له سلو زيات برتانوي سرتيري وژل شول شوي دي.

ليکوال همدارنګه عراق کې د امريکايي پوځيانو قربانيو ته په اشارې ليکلي، چې سلګونو امريکايي پوځيان د موصل نيولو لپاره ووژل شول، مګر موصل اوس د داعش مرکز دی او همدا رنګه د فلوجې د نيولو لپاره هم سلګونو امريکايي عسکرو قرباني ورکړه او اوس دغه سيمه هم له داعش ډلې سره ده.

« موږ تل له افغانسانه بد خبرونه اورو،له افغانستانه ځينې خبرونه کله کله د فلمي اکټونو او صحنو په څېر وي، تاسې يوازې دوه اوونۍ وړانډې افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو د مشر قوماندان جنرال کمپل خبرې واورئ، هغه وايي، چې داعش ډله غواړي افغانستان خپل مرکز کړي او د دې لپاره يې تر اوسه له درې تر پنځو زرو خلک ګومارلي دي.»

د ليکوال په وينا تاسې د امريکايي جنرال دې «بالي ووډ فلمي» ژبې ته وګورئ، چې داعش غواړي، «د افغانستان ختيځ په خپل مرکز او افغانستان د داعش خلافت لپاره د خراسان ولايت کړي.»

په عين حال کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما بيا وايي، چې هېواد يې له افغانستان سره قوي او تلپاتې دوستي لري، د افغان ځواکونو ستاينه کوي، چې د خپل هېواد لپاره له مخالفينو سره جګړې کوي او ورځ تر بلې د خپل واک او ځواک سيمې پراخوي.

بارک اوباما ويلي، چې د طالبانو پرمختګونه اټکل شوي وو، له همدې امله يې د لس زرو امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه هم کړې او دا عسکر به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم افغانستان کې پراته وي.

رابرټ فيسک د برتانوي صدر اعظم ډيويډ کيمرون هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې «افغانستان کې به زموږ قربانۍ د تل لپاره پر ځای پاتې وي» او وروسته يې ورپسې ليکلي، چې عملا د کيمرون خبره له حقيقته لرې ده.
دغه برتانوي ژورنالېست افغانستان کې د برتانوي سرتېرو د پخواني مشر جنرال لارډ ډينيت له قوله ليکلي، د سنګين سقوط او د هلمند وروستۍ نا امنيۍ د دوی لپاره له اټکله خلاف ځکه نه وې، چې دوی هغه مهال هم دا فکر کاوه، «که موږ له هلمنده ووځو، نو نا امنۍ او د طالبانو پرمختګونه به يو ځل بيا زيات شي.»

د جنرال ډينيټ په وينا سويلي ولايتونو کې د طالبانو پرمختګونه همداسې اټکل شوي وو؛ ځکه چې دا د دوی مرکزي سيمې دي.

مقاله زياتوي، چې د امريکايانو په شتون کې اوس افغانستان کې داعش ډله پرمختګ کوي، په داسې حال کې، چې څوارلس کاله د دې هېواد د ازادۍ لپاره موږ قربانۍ ورکړي دې وخت کې د ډيويډ کيمرون خبرې «افغانستان کې به زموږ قربانۍ تلپاتې وي» څه معنا لري او همدا رنګه د افغانستان «له فساده ډک» حکومت سره د امريکايي ولسمشر د ګډې ملګرتيا ژمنه د اندېښنې وړ ده. امريکايي چارواکي وايي، چې «موږ افغان حکومت سره د باثباته او له هر ګواښه خوندي افغانستان په موخه تلپاتې ستراتيژيکه دوستي پالو.»

ليکوال د ۱۹۴۰م هغې پېښې ته اشاره کړې، چې الماني سرتيرو پر فرانسې بريد وکړ، هغه مهال او د ډيويډ کيمرون اوسنی «وهم» بيخي يو شان دي. هغه مهال د برتانيې لومړي وزير وينسټن چرچل پرېکړه وکړه، چې خپل ولس ته رښتيا ووايي او ولس ته يې په خپلو خبرو کې وويل: «له فرانسې راتلونکي خبرونه ډېر خطرناک دي» وينسټن چرچل په داسې حال کې دا خبرې کولې، چې زرګونو برتانوي، سرتيري فرانسه د ښکېلاکي سياست له امله وژل کېدل.

«چرچل هغه مهال د ډيويډ کيمرون په څېر د افغانستان حالات ډاډمن ونه بلل، بلکې خپله ماتې يې ومنله.»
د ليکوال په وينا، تر اوسه موږ ته دا اجازه نه ده راکړل شوې، چې موږ د افغانستان خبرونو په اړه «ویري بډ» وليکو او ډيويډ کيمرون په داسې حال کې د افغانستان په اړه ډاډمنې خبرې کوي، چې د طالبانو په بريد کې د ټپي شوي برتانوي سرتيري مور له ډېر غم او اندېښنو بې هوښه پرته ده.

جنرال ډينيټ وايي، چې دوی له پيله همدا اټکل کړی و، چې د طالبانو جګړې به تر پايه همداسې روانې وي.

مقاله زياتوي، که د افغان ژورناليستانو راپورونه وګورو، نو پوه به شو، چې د چرچل «ويري بډ» خبره تکرارول به يو څه «خوشبيني» وي؛ ځکه چې د افغانستان حالات له هغې هم بدتر دي، چې رسنيو کې راځي.

«يوازې د افغانستان سويل کې د شيعه ګانو او داعش پلوو وسله والو تر منځ شخړې که وڅارو، نو داعشيانو دشيعه افغانانو ښځې او سړي تښتولي وو، له ځينو يې سرونه پرې کړل او ځينې نهه مياشتې وروسته طالبانو له داعشيانو را خلاص کړل او خپلو کورونيو ته يې وسپارل.»

رابرت فيسک وايي، چې طالبان که له يو لوري سنګين نيسي، بل پلو يې له داعشيانو افغان شيعه ګان هم راخلاص کړل او دا اوس موږ تراژيدي وبولو او که خندوونکې ډرامه.

ليکوال د افغانستان وروستيو اقتصادي او امنيتي ستونزو ته په کتو له هېواده تښتېدونکو افغانانو ته اشاره کړې او د تلويزوني ژورناليست قيس رحماني پېښه يې راخیستې، چې له خپلو څلورو ماشومانو سره د ترکيې له لارې اروپا ته تښتېده او وړه لور يې په غيږ کې مړه شوه.

د ليکوال په وينا قيس دومره بې وزله هم نه و، هغه د يو تلويزوني پروګرام وړاندې کوونکی و، او اقتصاد يې ګزاره حال و او له هغو خلکو څخه وو، چې د نوي افغانستان د ودانۍ خبرې به يې کولې.

اوس دې وخت کې د اوباما هغه خبرې څه معنا لري، چې دوی افغانستان سره د ترهګرۍ او اداري فساد پر ضد ګډه همکاري لري.

رابرټ فيسک د مقالې په پای کې ليکلي، چې راځئ، د افغانستان لنډ تاريخ ته ځیر شو، چې طالبانو په نويمو کلونو کې په خپل هېواد کې ټولې ناقانونه وسله والې ډلې له منځه يووړې او نږدې ټول افغانستان يې په واک کې و، مګر طالبانو هم القاعدې ته پناه ورکړه او امريکا د ۲۰۰۱د سپتمبر د پېښې پړه پر القاعده واچوله.

«له هغې وروسته موږ پر افغانستان يرغل وکړ، القاعده، خطرناک، د ښځو ضد، قاتلان او د يموکراسۍ ضد طالبان مو تباه کړل، مګر طالبان او افغانستان مو فتحه نه کړل او اوس يې يو ځل بيا دوی ګټي.»

د ليکوال په وينا موږ اوس اړ يو، چې له طالبانو خطرناکو خلکو سره لاس او ګريوان شو، چې هغه داعش ډله ده او اوس اوباما له نړيوالو غواړي، چې هر څوک تر خپله وسه طالبان وهڅوي، چې افغانستان کې د سولې لپاره تيار شي، ستونزې کمې کړي او د افغانستان بحران د خبرو له لارې حل کړي.

د مقالې په پای کې راغلي، چې وخت او ځمکنيو حقايقو «بد طالبان» په ښو او زړورو طالبانو بدل کړل.
«رښتيا خبره دا ده، چې له افغانستانه راتلونکي خبرونه ډېر بد او خطرناک دي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د