افغانستان

کابل: د رحيم وردګ مشر زوی په خپل کور کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د دفاع د پخواني وزير رحيم وردګ مشر زوی تېره ورځ غرمه مهال په کابل کې په مرموزه توګه وژل شوی دی.

د جنرال رحيم وردګ په کور کې د مړي د مراسمو له پاره د راټولو شويو خپلوانو څخه يوه يې خبريالانو ته وويل چې نوموړی د کابل د درېيمې کارتې په سيمه کې، په خپل کور کې وژل شوی دی.

سرچينې ويلي دي چې د جنرال رحيم وردګ ځوی ډاکټر خالد په ډزو وژل شوی دی خو تر دا مهاله يې د وژل کېدو لامل نه د څرګند شوی .

بل لور ته يوې بلې سرچینې ويلي چې په خپل کور کې د ډاکټر خالد وژل کيدل ښايي د کورني تاوتريخوالي له امله وي.

تر دا مهاله د کابل امنيتي مسؤلينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د جنرال عبدالرحيم ورد ګ کور ته هغه مهال چې نوموړي د افغانستان د دفاع وزير په توګه دنده ترسره کوله، کور ته يې د ورځې غله ورغلي و او د نغدي روپيو ترڅنګ يې يوه زياته اندازه سره زر هم له ځانه سره ترې وړي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x