fbpx

راځی د نفاق په ځای پر یوالی فکر وکړو

لیکوال: ننګیالی بهادری

لیکوال: ننګیالی بهادری

ننګیالی بهادری –

دا یو څرګند حقیقت دی که په یوه ټولنه کې یوالی ، زړه سوی او متقابل احترام موجود وی د ترقي او پرمختګ لویه شتمني یی په برخه کیږی ، که چیری نفاق او بد مرغی برلاسی وی کینه ، نفرت ، ځان ځانی منځ ته راځی صداقت او ورور ولي له منځه ځی ، د وکړو ترمنځ سالمی اړیکی په بدبینی او بدنیتی بدلیږی ، توطئی او دسیسی یی ځای نیسی ، چې په خواشینی سره زمونږ د ټولنی ځینی کسان ددی شومی او کرغیړنی مفکوری خاوندان دی چې تل یی په ضمیر او وجدان کی بی اتفاقی او بیلوالی ځای نیولی او نه غواړی دا کړیدلی او ځوریدلی ملت سره یو موټی شی ځکه خپله راتلونکی په نفاق او جدایی کی لټوی.

که ځیر شو ډیری هغه وګړو چې د ټولنی د خدمت لپاره یی مټی را نغښتی دی او مدنی خوځښتونه یی پیل کړیدی د بیلابیلو ستونزو سره مخ شوی دی کله په یوه نوم او کله هم په بل نوم سره تخریبیږی نه یوازی دا چې ملاتړ یی نه کیږی بلکی پر وړاندی یی ستونزی را ولاړیږی په پایله کی یاد کسان د خپلو هڅو څخه ناهیلی او ستومانه کیږی د ټولنی پر وړاندی کرکه او نفرت پیداکوی چې د ټولنی یوالی ته ستر زیان دی ځکه هغوی به په راتلونکی کی خپلی ټولنی ته د خدمت کولو جرئت له لاسه ورکړی او نه به د دا ډول خوځښتونو ملاتړ وکړی.

ډیری خلک پدی فکر دی چه  بی اتفاقی د جهالت او بی علمی پایله ده چې زه هم تر ډیره حده دا خبره تائیدوم سمه ده علم او پوهه د ټولنی په یوالی کی اساسی رول لری مګر زمونږ په ټولنه کی ډیری خلک شتون لری چی د ښه علم او پوهی خاوندان هم دی مګر نه یوازی دا چی د دا ډول خوځښتونو ملاتړ نه کوی بلکی پر وړاندی یی ستونزی را ولاړوی او د هغه په ناکامی پسی یی ملا تړلی ده ځان تر هرچا لوړ ګڼی او په دا ډول خوځښتونو کی تل ځان کم احساسوی هیڅ کله هم په ټولنیزو خوځښتونو کی همکاری نه کوی.

منم چی په ټولنه کی د نفاق او ځان ځانی عوامل زیات دی اما غواړم په لنډ ډول په څو ټکو کی ورته اشاره وکړم :

لومړی – ځان غوښتنه او ځان ځانی :- دا یو منل شوی حقیقت دی  کله چی په  یوه ټولنه کی ځان غوښتنه رامنځ ته شی نو هرومرو کرکی ، نفرت او بی اتفاقی زیږوی دا ډول خلک تل د خپلو لږو ګټو پر وړاندی ملی ګتی تر پښو لاندی کوی هغه څه چې دده د شخصی ګټو پر وړاندی خنډ ګرځی په ډېره بې رحمی سره یې له منځه وړی هیڅ کله هم نه غواړی چی په صداقت او رښتینولی سره د ټولنی یوالی وساتی بلکی پر وړاندی یی توطئی او دسیسی جوړوی. کله چې زړه سواند او په وطن مین خلک ددی خاوری د هوساینی ، یوالی او پرمختګ لپاره خپلی مټی رانغاړی د هغوی پر وړاندی ستونزی را ولاړوی ، یوازی او یوازی په خپل ځان بسنه کوی او بس. نه غواړی چی په هیواد مینو او زړه سواندو خلکو ته د همکاری لاس ورکړی بلکی تل ځان د مشری وړ ګڼی هیڅ کله هم نه غواړی چې د یوالی په دی ستر کاروان پسی لاړ شی بلکی تل نور خلک د ځان تابع ګڼی. د خواشینی ځای دی سره له دی چی دا مهال زمونږ د ټولنی ډیری وګړی پوه اولوستی هم دی مګر لا هم د هغو خلکو د هیلو او آرزو ګانو ښکار کیږی کوم چی تل د ټولنی په یوالی کی ناغړی کوی او نه غواړی چی په ټولنه کی یوالی ، ورور ولي او تل پاتی صلح رامنځ ته شی.

دوهم – بی علمی او ناپوهی :- په ډیره خواشینی سره څلورو لسیزو جنګ او ناخوالو زمونږ د ژوندانه ټول بنسټونه وران کړل ، ډیری پوه او با احساسه خلک شهیدان، مهاجر او ځینی نور په جیلونو کی واچول شول چی زمونږ علمی او بشری شمتنیو ته یی دروند زیان وا ړاوه په پایله کی مو د علم او پوهی بهیر ټکنی او ملی یوالی مو زیانمن شو کرکه ، نفرت ، بی اتفاقی خپل اوج ته ورسیدل ، بیسوادی ورځ تر بلی پراختیا ومونده ، په پایله کی زمونږ زیات شمیر هیوادوال له زده کړو محروم شول ، لکه څرنګه مو چې له زده کړو محرومو قربانیانو ته  پوره پاملرنه ونشوه ، په پایله کی له خپل هیواد څخه ناهیلی او د ټولنی پر وړاندی یی کرکه او نفرت پیداشو ، چې همدی موقع ته په کتو سره ځینو گاونډیو هیوادونو وکولای شول په ډیره اسانی سره زمونږ په خاوره کی خپلی پروژی پلی او یاد کسان په خپله ګټه وکاروی ترڅو زمونږ په هیواد کی ځانونه خپلو ټاکل شوو موخو ته ورسوی ، بالاخره وتوانیدل چې زمونږ په وطن کی قومی ، مذهبی او سمتی تاوتریخوالی رامنځ ته او په ټولنه کی د نفاق او ګډوډی اور بل کړی ، چې په ډیره خواشینی سره لا هم زمونږ ځوریدلی ملت ددی ستری توطئی او دسیسی ښکار دی چې ملت یی د اور په لمبو کی سوځی او زمونږ له نا امنی او ګډوډی څخه همسایه هیوادونه ګټه پورته کوی.

دریم – فقر ، غربت او بی کاری :- له شکه پرته ويلاى شو فقر ، غربت او بی کاری هغه عوامل دی چې په ټولنه کی ګڼی ستونزی ، ناخوالی او زيانونه لری د میلیونونو افغانانو ژوند یی له ګواښ سره مخ کړی دی ، یاد عوامل ددی سبب دی ترڅو وګړی پر ټولنه خپل اعتماد او باور له لاسه ورکړی او د بی باوری فضا رامنځټه شی ، چې په ډیره خواشینی سره دغه عوامل زمونږ د ټولنیز نظام په زیان تمام شوی دی ، ځکه هیڅ کومی مرجع ددوی پر وړاندی خپل ځان مسئول ندی ګڼلی ترڅو ددی ستر ناورین د مخنوی لپاره کوټلی ګامونه واخلی چې  زمونږ ټولنیز نظام یی ډیر زیانمن کړی دی.

څرنګه چې د مدنی ټولنو، سازمانونو، قومی شوراګانو، ټولنیزو مشرانو او دولتونو ملي دینی او انسانی دنده ده چې د فقر ، بیوزلۍ او بیکاری سره مبارزه وکړی ځکه که د یو قوم ، سیمی او ملت له فقر ، بیوزلۍ او بیکاری سره سمه علمی مبارزه ونشی نو دوی یوموټي نشی پاتې کیدای او پردي یې له غربت او نیستۍ څخه بده ګټه اخلي ، په خپلو کې یې په شخړو اخته او د ځان غلامان ګرځوی . دبیوزلۍ ورکول ، پرمختګ کول تر ټولو لومړی ښه فکر کولو او ځان پیژندنې ته اړتیا لری. مهمه خبره داده چې ټولنه او دهغې وګړی باید د یادو ستونزو په ارزونه کې ځان تیر نه باسی او له خپلو تیروتنو او مسولسیتونو څخه ځان ګوښه نکړي تر څو مو ټولنی ته ددی ستر ناورین څخه نجات ورکړی وی .

د پورته مطلب په تائید سره ویلی شو چی یوالی د انسانی ژوند تر ټولو مهمه برخه ده چی په منځ ته راتلو سره یی انسانی ټولنه پرته له کوم فشار او زور څخه پرمختګ ، پوهی ، ورور ولی هر راز نیکمرغی ته رسوی او همدا راز یوالی هغه ډالۍ ده چی د ټولنی د وګړو په هڅو او کوښښونو د نفاق د له منځه وړلو په نتیجه کی په لاس راځی چی په پایله کی ټولنه د پرمختګ ، او ترقی په لور بیایی. هغه ټولنه چی په یوالی ، صداقت او رښتینولی سره رامنځ ته شوی وی هلته ترقی او پرمختګ بیله کومی ویری په چټکی سره سرته رسیږی.

نو راځی سره یو شو د یوالی ځنځیرجوړکړو ، کړی به مو یو له بل سره وصل شی هیڅ کله به هم نه جلاکیږو دا به مود ژوند پایښت وی.

په درنښت

ننګیالی بهادری

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د