نبوي کیسې (۱): درې کسان په یوه غار کې

ليکوال : عصام عبدالعزيز الشايع
ژباړه او د احاديثو تخريج : عبد الباري (جمال)

د نیک عمل په کولو سره نجات موندل

حدیث: عن عَبْدَاللَّهِ بْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما، قَالَ : سَمِعْتُ ر سُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْه وَسَلَّمَ،يَقُولُ : ” انْطَلَقَ ثَلَاثَةُ رَهْطٍ مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ ،حَتَّى أَوَوْا الْمَبِيتَ إِلَى غَارٍ فَدَخَلُوهُ ، فَانْحَدَرَتْ صَخْرَةٌ مِنَ الْجَبَلِ فَسَدَّتْ عَلَيْهِمُا الْغَارَ ،فَقَالُوا : إِنَّهُ لَا يُنْجِيكُمْ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ إِلَّا أَنْ تَدْعُوا اللَّهَ بِصَالِحِ أَعْمَالِكُمْ ،فَقَالَ رَجُلٌ مِنْهُمْ : اللَّهُمَّ كَانَ لِي أَبَوَانِ شَيْخَانِ كَبِيرَانِ ،وَ كُنْتُ لَا أَغْبِقُ قَبْلَهُمَا أَهْلًا وَلَا مَالًا ،فَنَأَى بِي فِي طَلَبِ شَيْءٍ يَوْمًا ،فَلَمْ أُرِحْ عَلَيْهِمَا حَتَّى نَامَا، فَحَلَبْتُ لَهُمَا غَبُوقَهُمَا فَوَجَدْتُهُمَا نَائِمَيْنِ، وَكَرِهْتُ أَنْ أَغْبِقَ قَبْلَهُمَا أَهْلًا أَوْمَالًا، فَلَبِثْتُ وَالْقَدَحُ عَلَى يَدَيَّ أَنْتَظِرُ اسْتِيقَاظَهُمَا حَتَّى بَرَقَ الْفَجْرُ ،فَاسْتَيْقَظَا فَشَرِبَا غَبُوقَهُمَا ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ ،فَفَرِّجْ عَنَّا مَانَحْنُ فِيهِ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ ،فَانْفَرَجَتْ شَيْئًا لَايَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ ،قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : وَقَالَ الْآخَرُ : اللَّهُمَّ كَانَتْ لِي بِنْتُ عَمٍّ كَانَتْ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَيَّ ،فَأَرَدْتُهَا عَنْ نَفْسِهَا، فَامْتَنَعَتْ مِنِّي حَتَّى أَلَمَّتْ بِهَا سَنَةٌ مِنَ السِّنِينَ، فَجَاءَتْنِي فَأَعْطَيْتُهَا عِشْرِينَ وَمِائَةَ دِينَارٍ، عَلَى أَنْ تُخَلِّيَ بَيْنِي وَبَيْنَ نَفْسِهَا، فَفَعَلَتْ حَتَّى إِذَا قَدَرْتُ عَلَيْهَا ،قَالَتْ : لَا أُحِلُّ لَكَ أَنْ تَفُضَّ الْخَاتَمَ إِلَّا بِحَقِّهِ ، فَتَحَرَّجْتُ مِنَ الْوُقُوعِ عَلَيْهَا فَانْصَرَفْتُ عَنْهَا وَهِيَ أَحَبُّ النَّاسِ إِلَيَّ وَتَرَكْتُ الذَّهَبَ الَّذِي أَعْطَيْتُهَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ ،فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ غَيْرَ أَنَّهُمْ لَايَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ مِنْهَا ،قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : وَقَالَ الثَّالِثُ : اللَّهُمَّ إِنِّي اسْتَأْجَرْتُ أُجَرَاءَ فَأَعْطَيْتُهُمْ أَجْرَهُمْ غَيْرَ رَجُلٍ وَاحِدٍ تَرَكَ الَّذِي لَهُ وَذَهَبَ فَثَمَّرْتُ أَجْرَهُ حَتَّى كَثُرَتْ مِنْهُ الْأَمْوَالُ، فَجَاءَنِي بَعْدَ حِينٍ، فَقَالَ : يَاعَبْدَاللَّهِ ، أَدِّ إِلَيَّ أَجْرِي، فَقُلْتُ لَهُ : كُلُّ مَا تَرَى مِنْ أَجْرِكَ مِنَ الْإِبِلِ ، وَالْبَقَرِ ،وَالْغَنَمِ ،وَالرَّقِيقِ ،فَقَالَ : يَاعَبْدَاللَّهِ ،لَاتَسْتَهْزِئُ بِي ،فَقُلْتُ : إِنِّي لَا أَسْتَهْزِئُ بِكَ فَأَخَذَهُ كُلَّهُ ،فَاسْتَاقَهُ فَلَمْ يَتْرُكْ مِنْهُ شَيْئًا ،اللَّهُمَّ فَإِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ ،فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ ،فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ ،فَخَرَجُوا يَمْشُونَ)) ،

د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی چی وائي : ما د رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام نه واوریدل چی فرمایل يې :

تر تاسې نه په مخکنیو امتونو کې درې کسان (په لاره) روان وو، دوى د شپې تېرولو په موخه یوه غار ته راغلل او هلته ننوتل. د غره نه یوه لویه تیږه را وښوېده  اوپه دوی پسې یې د غار خوله بنده کړه دوی وویل: یواځې په دې به وژغورل شئ، چې د خپلو نېکو عملونو په طفیل مو الله تعالی ته دعاء وکړئ ، یو خپله دعاء داسی پيل کړه:

یا الله زما مور او پلار بوډاګان (سپین ږیري) وو، ما به تر دوی وړاندې خپل اهل او مال ته شیدې د څکلو لپاره نه ورکولې (يعنې هغوی مې دېته نه پرېښودل، چې زما د مور او پلار نه مخکې شیدې وڅكې، بلکې لومړی به مې خپل مور او پلار ته د څکلو لپاره ورکولې) یوه ورځ د یوه شي په لټه پسې ډېر لرې ولاړم، هغه مهال خپل کور ته راستون شوم، چې دوی دواړه ویده شوي وو، دوی ته مې شیدې را ولوشلې اما دوی ویده وو، دا مې زړه نه منله چې تر دوی وړاندې دې خپل اولاد ته شيدې د څکلو لپاره ورکړم، پیاله په لاس د دوی د راوېښېدلو په انتظار پاتې شوم، تردې چې سهار وځلېد او دوی را پاڅېدل او خپلې شیدې يې وڅکلې، ای الله! که چېرته ما دغه کار یواځې ستا د رضاء لپاره کړی و، نو په مونږ دغه مصیبت اسانه کړه ، هغه تیږه لرې شوه، خو دوی ترېنه دباندې نه شو وتلى، رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل: هغه بل داسې و ویل : یاالله! زما د تره (کاکا) یوه لور وه، چې هغه ماته تر هر چا ډېره ګرانه وه، ما دهغې سره د یو والې ( د حرام کار) اراده وکړه، مګر هغې زه منع کړم تر دې چې یو کال قحطي راغله، هغه ماته راغله، ما هغې ته په دې شرط ۱۲۰ دینار ورکړل تر څو د هغې په بدل كې زما سره بد کار وکړي، هغه راضي شوه، او زما پری لاس بر شو مګر هغې راته و ویل: تاته دا نه ده روا چې دا مهر له حقه پرته مات کړې، (ده دې خبرې په اورېدلو) دا راته ‌ډیره بده ښکاره شوه، چې زه دې خپل غرض پوره کړم، نو زه د هغه ځایه لاړم، حال دا چې هغه ماته تر هر څه ډېره ګرانه او نزدې وه، هغه څه چې ما هغې ته ورکړي وو هغه می ورته پرېښودل، یاالله! که ما دا کار ستا د رضاء لپاره کړی وي، نو یاالله په مونږ رحم وکړې او دا تیږه لیرې کړې، هغه تیږه لرې شوه، خو دوی ترینه نه شو وتلي.

رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل: دریم داسې وویل:

یاالله ما څو مزدوران کار کولو ته راوستي وو، ما هغه ټولو مزدورانو ته خپله مزدوري ورکړه، خو په دوی کې یو د خپلې مزدورۍ د اخستلو پرته ولاړ، ما د هغه د مزدوري پیسې په کاروبار کې ولګولې، هغې ډېره ګټه وکړه، څه وخت پس هغه کس راغۍ اوله ما څخه یې خپله مزدوري وغوښتله، ما هغه ته وویل: دا اوښان، غواګانې، پسونه او غلامان چې وینې دا ټول ستا دي، هغه راته وویل: ای د الله بنده خندا را پوری مه کوه، ما هغه ته وویل: رښتیا وایم او ټوقي در سره نه کوم، هغه ټول مال په مخه کړ او هېڅ شی یې هم پرې نه ښودل، یاالله که چېرته دغه کار ما ستا د رضاء لپاره کړی وي، نو زمونږ نه دا مصیبت لرې کړې، هماغه وه چې تیږه لرې شوه او هغوی د هغه غار نه را ووتل او روان شول.

دحدیث تخریج :

بخاري : کتاب الاجارة ،باب من استأجر أجیرا فترک أجره فعمل فیه المستأجر فزاد : حدیث: (۲۲۷۲) . او په کتاب البیوع ، باب : اذا اشتری شیئا لغیره بغیر اذنه فرضي ، حدیث : ( ۲۲۱۵ ).

بخاري په أحادیث الأنبیاء،باب حدیث الغار (۳۴۶۵ )   او په کتاب الأدب ، باب : اجابة دعاء من بر والدیه (۵۹۷۴) او په کتاب الحرث والمزارعة ، باب اذا زرع بمال قوم غیر اذنهم (۲۳۳۳) .

مسلم : کتاب،الرقاق :باب :  قصة اصحاب الغارالثلاثة،والتوسل بصالح الأعمال،حدیث : ( ۲۷۴۳).

د حدیث فائدی:

۱: په خوشحالۍ کې د الله عزوجل یادول ددې سبب ګرځي، چې الله عزوجل به دی په سختیو کې یاد ولري.

۲: په ښه عملونو سره دعا کول لکه د مور اوپلار سره ښه کول د زناء نه ځان ساتل، امانت ساتل، چې څوک محتاج وي د هغوی سره په پټه مرسته کول او داسې نور.

۳: ښه ناسته او ښه ملګرتیا د کامیابی او نجات سبب ګرځي .

۴: د مور او پلار عزت، احترام او د هغوى په خدمت کې سختي ګالل تر ټولو ښه او بهتره عمل دی او د هغو سره مینه تر هر څه مخکې دی.

۵: کله چې مور او پلار بوډاګان شي د هغوی حق زیاتېږی او د دې ټولو نه ډېر د هغوی سره ناسته او خبرې اورېدل ضروري دي د هغوی شرعي حاجتونه پوره کول د هر څه نه اول او ضرور دي.

۶: الله داسې هېڅ یو عمل نه قبلوي چې هغه خالص د هغه لپاره نه وي.

۷: د زناء او هر ناوړه عمل نه ځان سانته خیر پیدا کوي.

۸: امانت خپل حقدار ته سپارل او په هغې کې خیانت نه کول د الله د رضاء او خوشحالۍ سبب ګرځي لکه څنګه چې اخرني کس وویل او تیږه بیخي لرې شوه او هغوی د غار څخه ووتل.

۹: ولیان او د الله دوستان کرامات لري، خو د الله د دوستانو د کرامت او د شیطان د ملګرو سحر کې فرق واضح دی.

۱۰: د مخکنیو قومونو کېسو کې د عبرت ډېر څه نغښتي دي، چې انسان ته پکار دي د هغوی د ژوند نه عبرت واخلې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جانان
میلمه

زما په نظر که ددې لړۍ عنوان یوازې نبوي کیسي شي ښه به وي، نبوي لنډه کیسه ورته ویل ښه مفهوم نه افاده کوي او یوه اندازه د بي ادبي هم ترې فهمیږي، کیسه عام لفظ دی قراني کیسو ، داستانونو او ټولو ته شامل دی اما لنډه کیسه یو خاص ادبي ژانر دی. لنډه کیسې د رومان یا خیال پردازی یو ډول دی اوږده جوړښت ته یي ناول او لنډ هغه ته شارټ سټوري یا لنډه کیسه وایي د دغو ژانر په روا او نارواوالي کې اختلاف دی ځکه ځیني خلک رومان یا خیالي کیسې سمې نه بولي. څرنګه… نور لوستل »

عبد الله
میلمه

مننه له ګټوري مشورې. همداسی به یی کړو.