بیلا بیل

عبد الله بن سبا څوک وو؟

لیکوال: مجاهد افغان-

عبد الله بن سبا په ابن سوداء مشهور د صنعا د ښار اوسیدونکی یو یهودي و، هغه چې د امیر المؤمنین عثمان رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې ولیدل، چې مسلمانانو ته ښه دولت په لاس ورځي او اوس همدوي په دنیا تر ټولو فاتح قوم دی، مدیني ته راغی او په ظاهره په مسلمانانو کې شامل شو، مدینې ته د هغه راتلل او اوسیدل بیخي غیر مشهور او د خلکو له پامه لویدلي وو، هغه په مدینه کې د اوسیدلو پر مهال د مسلمانانو داخلي کمزورې ښی وڅیړلې  او د اسلام مخالفې لارې چارې یي ښې وسنجولې، په همدي ورځو کې په بصره کې د حکیم بن جبله په نامه یو سړی اوسیده هغه دا طریقه غوره کړې و چې له اسلامي لښکر سره به په کومه جګره کې و، نو د وخت په میندلو سره به یي ذمیان لوټول او کله کله به یي نور کسان هم له ځان سره یو ځای کول او ډاکې به یي غورځولې، د حکیم بن جبله د ډاکو او داړو خبر امیرالمؤمنین عثمان رضی الله عنه ته ورسیده.

هغه د بصرې والي ته ولیکل چې حکیم بن جبله د بصري په ښار کې کلک نظر بند کړه او د ښار له بریدونو یي هیڅ کله بهر مه پریږده، د دغه حکم د عملي کولو په اساس هغه په بصره کې محاصره او کلک نظر بند شو.

عبد الله بن سبا چې د حکیم بن جبله حالات واوریدل نو له مدیني نه روان شو بصرې ته ورسیده، د حکیم بن جبله په کور کې یي هستوګنه غوره کړه دلته یي د حکیم بن جبله او د هغه په وسیله د هغه له ملګرو سره اړیکې پیدا کړې، ځان یي د مسلمانانو خیر غوښتونکی او ملاتړ او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له آل نه څرګند کړ او د خپل پروګرام سره سم یي د خلکو په ذهنونو کې فساد خپرول پیل کړل، کله به یي ویل چې زه حیرانیږم چې مسلمانان خو دا خبره مني چې عیسی علیه سلام به دویم ځل دنیا ته راځي، خو دا خبره نه مني چې محمد صلی الله علیه وسلم به هم دنیا ته خامخا راځي لکه چې دې خلکو ته یي اِنَ الذِّي فَرَضَ عَلیکَ الّقُرانَ لّراَدکُ ِالَی مَعَادٍ.
(ای پیغمبره!  بیشکه چاچې په تا قران کریم نازل کړی هغه ستا یو ښه انجام ته رسونکی دی)

د غلط تفسیر په اورولو هغوی یي پر دې عقیده قایم کړل چې رسول الله به دنیا ته خامخا راځي، ډیر ناپوهان پر دې خبرو وغولیدل بیا یی پر دغو ناپوهانو کې دا عقیده خپرول پیل کړل چې د پیغمبر یو خلیفه وصي وي او د محمد صلی الله علیه وسلم علي کرم الله وجهه دی، څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خاتم الانبیاء دی همدارنګه علي رضی الله عنه خاتم الاوصیا دی، بیا هغه په ښکاره دا خبرې پیل کړې چې خلکو د محمد صلی الله علیه وسلم وروسته نور وګړي خلیفه ګان کړل ډیره غلطې یي کړي او د هغه حق یي تلف کړی دی.

نور سبا ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx