fbpx
لیکوال په ۲۰۰۹ کال کې په لندن کې هغه لاریون ته وینا کوي چې له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو غوښتنه یې کوله

هلمند ته د برتانوي سرتیرو لیږل سوله نه شي راوړی

اندري موري (Andrew Murray)
د «جګړه بس کړئ» برتانوي ګوند مشر

د امریکا او برتانیې له خوا د افغانستان د څوارلس کلن تجاوز او اشغال نه وروسته، چې د طالبانو حکومت رانسکور شو او القاعده د بریدونو له زوره وغورزیده، لا هم برتانوي ځانګړي ځواکونه یو ځل بیا خپل سرتیري جګړې ته لیږي.

د برتانیې لومړي وزیر «ډیویډ کامیرون» ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د دوی جګړییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال په ختمیدو پای ته رسیږي. خو د هلمند ولایت په ګډون د هیواد په مختلفو سیمو کې د طالبانو د پرلپسې پرمختګونو له لاسه برتانوي حکومت یو ځل بیا په خپلې پالیسۍ کې بدلون ته اړ شو.

ټاکل شوې چې برتانوي ځواکونه به د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې میشت شي. دا یوه له هغو سیمو څخه ده چې د طالبانو لاس ته لویدلي، دلته تر ۱۰۰ زیات برتانوي سرتیري په جګړو کې وژل شوي دي.

دا خبره سمه نه ده چې د تروریزم پر ضد جګړه یوه بې انتهاء جګړه ده. حقیقت دا دی چې دغه جګړه په خپل اټکل او هدف کې ناکامه شوې جګړه ده. تروریزم بې انتهاء نه دی، بلکې د همدې جګړو له امله د نړۍ په مختلفو سیمو کې یو ځل بیا تقویه شوی دی.

په هغو ټولنو او هیوادونو کې چې جګړې شوي او یا ورسره جګړې شوي سوله نه ده راغلې، او نه هم جګړه یو سالم دولت رامینځ ته کولی شي. بلکې همیشه چې کله له بهر څخه د سیاسي حل د تحمیلولو کوښښونه شوي اصلي هدف یې د بهرنیو هیوادونو خپل مصالح خوندي کول وي، نه د جګړه ځپلو هیوادونو د ولسونو رایې او نظر ته پاملرنه. له همدې کبله دغه بهرنۍ تپل شوې سیاسي حل لارې د لا زیاتو ناخوالو او مصیبتونو د زیږیدو لامل ګرځیدلي.

تر افغانستان یې بله ښه بېلګه نه شته. هغه چارواکي چې د امریکا په مشرۍ تر اشغال لاندې حکومت کې په دندو ګومارل شوي، تر اوسه نه دي توانیدلي چې په ټول هیواد کې خپل قانوني حاکمیت ثابت کړي. سربېره پر دې، بار بار ټاکنې وشوې او نتیجه یې معلومه نه شوه. پرته له شکه د دې کار لامل هغه چارواکي دي چې ډیر افغانان ورته د بهرنیانو له خوا د راتپل شوو خلکو په سترګه ګوري. په دې کې شک نه شته چې طالبان ورځ تر بلې ځواکمنیږی. د طالبانو له مینځه وړل دومره ساده خبره نه ده. ملي او ژبني فکتورونه هم په دې کې دخیل دي، همدارنګه تر اشغال لاندې د فساد او جنګسالارانو له شتون څخه د خلکو مایوسي د طالبانو د پرمختګ یو بل عامل دی.

هغه کړنې لکه امریکايي ځواکونو چې په کندز کې د روغتون د بمبار پر مهال وکړې او لږ تر لږه ۴۲ کسان یې ووژل، دې ته ورته کړنې د واشنګټن له ملاتړه برخمن افغان دولت پر ضد د مخالفتونو په راټوکولو کې مهم رول لري.

هغه پالیسي چې بلیر او بوش پیل کړې او اوباما او کامیرون ګام په ګام غځولې، ناکامه شوې ده. خو د همدې ناکامې پالیسۍ له امله برتانیه او امریکا په وچ زور مجبوره دي چې له څوارلسو کلونو وروسته یو ځل بیا د طالبانو د روانو پرمختګونو مخه ونیسي، او بله چاره نه لري.

د دغې ناکامۍ ګڼ عوامل دي. یو دا چې واشنګټن او لندن د اسلامي توندلارو حرکتونو له اصلي سرچینې سره د مقابلې توان نه لري. دغه توندلاري په سعودي عربستان او پاکستان کې تربیه کیږي، تمویلیږي او پټیږي. لویديځوال د ستونزې له پایلو څخه شکایت کوي خو په اصلي لاملونو باندې نه ورځي.

په افغانستان کې د سولې لپاره اساسي شرط دا دی چې لویدیځوال د جګړې له اوسنۍ پالیسي څخه لاس واخلي. نظامي مداخلې د مخالفینو د قوت عامل ګرځي. یوازې بین الافغاني مفاهمه، چې له هر ډول بهرني فشار څخه په انزوا کې ترسره شي، کولای شي چې یوې دایمي سولې ته لار هواره کړي.

هلمند ته د برتانوي پوځیانو دوهم ځلي ورستنیدل کاملا غلطه تګلاره او پالیسي ده. په دې سره یو ځل بیا د نظامي عملیاتو رهبري د هغو برتانویانو لاس ته ورځي چې په تاریخ کې يې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې څلور جګړې کړي دي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د جګړې د ختمیدو اساسي شروط دا دی چې: په سیمه کې د لویدیځ نظامي سیاسي مداخله بنده شي، ټول لویديځوال عسکر وایستل شي، له سعودي څخه راټوکیدونکي مذهبي توندلارۍ ته د پای ټکی کیښودل شي او فلسطینیان د اسرائیلو له اشغال څخه وژغورل شي.

دا وړاندیز که څه هم ننګوونکی دی، خو تر هغې تمې او امید مناسب وړاندیز دی چې ګویا هلمند ته به د عسکرو لیږل افغانستان ته سوله راوړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د