ھاشم سادات – غزل

درتــــــه زارئ کـــوم زړګیه نورمـــي مه ژړه وه
بس کړه ویده شه لـــــیونیه نور مي مه ژړه وه

رنګ ته مي ګوره شومه زیړ لکه شړشم درپسي
ځـــما ګلاب ګلاب لالــــــــیه نور مي مه ژړه وه

راته پــــه تلــو کښ یو نظر په بیرته بیا اوګوره
اي مسـافـــره لارویــــــه نور مــــــي مه ژړه وه

ځـــه دخـــزان سیلئ وهلے وچي شونډي ګرځم
راشــــه د هــــیلو پسرلـــیه نور مي  مه ژړه وه

رقیبـه خوار شـي ځه د ګل جانان نه غیږه اخلم
دمــــینی لاره کـــــښ آزغیـه نور مي مه ژړه وه

ځـما دسترګو نه روانــي شـوی د اوښــکو چیني
دنګـــه چـــنار غــوندي زلمیه نور مي مه ژړه وه

هاشم دی نوم نه آخلم ځکه چه رسوا به شي ته
په خپل ښائست مغرور سړیه نورمي مه ژړه وه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د