نظــر

دعصمت برېتو برېتور درواغ

دښکرورو دروغو اصطلاح به مو شاید اوریدلي وي ، مګر اوس یو بل قسم دروغ  دود شوي چې برېتور درواغ ورته وایي ، برېتور درواغ هغو ته وایي چې دویونکي یې ستر ستر  برېتونه وي ،  خلک دکابلي عیار یا کندهاري پایلوچ خیال پرې کوي ، هغه چې په قاموس کې یې درواغ  بې ایماني بلل کیږي ، مګر دی  تر بریتو لاندې خوله او شونډو باندې  داسې په خرپ درواغ وایي چې هغه دچا خبره  د لوګي ګرنېټ  غوندې په لمده مځکه دوړه باندې کوي .

 

دبرېتورو درواغو داسې یوه  بیلګه مې نن په  تاند ویب پاڼه کې ولوسته ، چې عصمت قانع دوړولي وو ، نوموړي په یوه لیکنه کې چې  محور ورځپاڼې هم نشر کړې ، دزابل په یوه  فرضي ملا تبصره کړې ، چې ده ملاجانک نومولی ، عصمت قانع لیکلي چې ملاجانک په زابل کې دمجاهدینو قاضي وو ، خلک یې بې ګناه قتل کول نوخلکو خوني قاضي باله ، بیایي دبلوچستان په مسلم باغ کمپ کې دوه کسه  تورن کسان ناګناه دمرګ لائق وبلل او قتل یې کړل ، دده په وینا همدې خیالي ملا بیا دنغمې او دمولوي محمدنبي دزوی  نکاح هم وروتړله ، دقانع په خبره اوس دغه  قاضي جانک دسولې دشورا له لارې تسلیم شوی کابل ته تللی  او هلته  په ټیلویزیون کې دنغمې سندرې اوري .

عصمت قانع داسې فکر کوي ، چې محور ورځپاڼه شاجوی او زابل ته نه رسیږي ، او نه هم په سره غره کې انټرنېټ کار کوي چې خلک تاند وګوري  او دده درواغ پسې سپین کړي ، نوځکه  یې داسې بې خاره شڼوي ، او هره ورځ نوي نوي دروغ نندارې ته وړاندې کوي .

ددې لپاره چې دعصمت قانع خیالي ملاجانک او ورسره تړلي دروغ یې سم روښانه شوي وو دنوموړي دبې بنیاده لیکنې په اړه لاندې څو کرښې عرض کوم او قضاوت لوستونکو ته پریږدم .

ــ  په شاجوی ، کلات ، سره غره او دمسلم باغ په برکت  کیمپ ، لوړ کیمپ ، ښکته کیمپ ، دبسوخېلو کیمپ ، دوردګانو کیمپ ، دنوکیانو کیمپ  او بل هیڅ کیمپ کې دملاجانک یا قاضي جانک / جان محمد په نوم سړی نه دی تېر شوی ، چې هم دې دحرکت تنظیم کارمند یا دسره غره دسرخګان دجبهې قاضي یا دمسلم باغ مفتي پاته شوی  وي ، ملاجانک له خپلو ذکرکړیو  کوائفو سره  دعصمت قانع د خیټي شریفي مولود او دبریتورو درواغو تولیدي توکی دی ، چې دملایانو خبره په خارج کې وجود نلري .

ــ  دسره غره دسرخګان  دجبهې دتکړه قومندان شهید ملامدد دملګرو یو قاضي وو ، چې اصلي نوم  یې ملا مرجان وو خو په ملامرجانک مشهور وو ، که چیرې عصمت قانع همداسړی ښيي ، نو دوستان دي خبر وي چې دغه ملامرجانک نه په مسلم باغ کې مفتي پاته شوی ، نه یې پرون اسلام اباد لیدلی او نه هم نن کابل ، قاضي ملامرجانک اوس هم په سره غره کې امامت لري ،نوموړی دقانع غوندې دچرګ لکۍ نه ده ، بلکه مستقیم په خپل مکان ده  ، دچاپلار یې والله که تسلیم کړي .

دتحیر ځای دادی چې عصمت قانع څو کاله وړاندې دسره غره دقهرمان  ملامدد دشهادت په اړه خپله تاریخي وېرنه ( غر ونړېد) لیکلي وه ، مګر اوس یې په جبهه ، مجاهدینو او جبهې ته منسوب قاضي داسې ریشنخد وهي ( های دقانع سرګردانه ورځې !! )

ــ  عصمت قانع چې دمسلم باغ په برکت کیمپ کې ددوو تنو دده په خبره ( چینار او سنځلې ) دوژلو خبره کوي ، هغه پیښه رښتیا هم په برکت کیمپ کې پیښه شوې وه ، ددې کیمپ مشر دتوخو قومندان حسن خان وو ، هغه وخت دکیمپ له ملایانو خلکو وغوښتل چې دشریعت په رڼا کې فیصله وروکړي ، ملایانو له پلټنو  وروسته فیصله وکړه  فیصله  دعصمت قانع قاضي جانک نه بلکې  تورملاحکمت الله اخند وکړله  او حد یې پرې جاري کړ ، قاضي جانک دلته چا پيژاند هم نه او نه یې په دې پیښه کې څه دخل درلود .

ــ  عصمت قانع چې وایي دمولوي محمدنبي محمدي زوی دده په خبره محمدشریف له نغمې سره نکاح تړلې ، باید ووایم چې دمولوي محمدنبي دکشرانو زامنو په اړه داسې ګومان کول به بي ځایه وي ، ځکه دمولوي محمدي کشران زامن په واک او سم خلک وو په مشرانو کې یې یوازې احمدنبي رواني رنځور او بي سوره  وو چې دغه اوازه یې په اړه شهرت لري ، خو ماته رښتیا نه بریښي ، که عصمت قانع له نغمې سره  دمولوي محمدنبي  دزوی احتمالي نکاح تړل پیغور بولي ، نو دې ته یې باید پام وي ، چې دنوموړي یوه ( همبرېته اتل)   ګلاب زوی ورسره بې له نکاح شناخت (!)  او اشنايي درلوده  نه پوهیږم چې قانع  په هغه اړه څه وایي .

قانع چې په لیکنه کې یې سورغر او مسلم باغ سره ویشتلي ، نیم رښتیا او دروغ یې سره لړلي ، او بیایې د خپل دروغجن داستان خیالي کرکټر ته دملاجانک نوم غوره کړی ، دلیکنې  طرز ، اصطلاحاتو او تصویرکشۍ ته په پام سره یې سړی ویلی شي چې نوموړي خپل ټول انساني وس کړی چې بیا هم په یوه طریقه ( ملا ) غريب وټکوي ، توهین یې کړي ، پوزخند پرې ووهي ، او خلکو ته یې سپک اوخوار معرفي کړي .

ماچې په دې وروستیو کې د دملا او ملایانو په ادرس دځینو نورو لیکوالو داسې لیکنې هم لوستې وې ، او دغه بهیر راته  سیستماتیک او سنجول شوی برېښېده ، نیت مې وو چې په دې موضوع یوه اوږده لیکنه وکړم .

خو دلته چې اوس نغده موضوع په لاس راغلې ده غواړم دعصمت قانع د درواغوپه سپیناوي سربیره په یاده موضوع لږ نور هم څه ولیکم .

عجیبه داده دلیکوالو په عامه قضاوت  کې داسې ویل کیږي ، چې ملایان متعصب دي او دخپلو نامسلکو او سیالانو په اړه ډیر ضدیت لري او ډیر تبلیغات پسې کوي ، خوپه واقعیت کې  هیڅوک داسې ثبوت نه شي وړاندې کولای چې  کوم ملا دې ،  لیکوال ، ډاکټر ، انجینر ، شاعر ، مکتبي ، خبریال یا بل څوک دیوه قشر په صفت توهین کړي وي یا دې ویلي وي چې ټول لیکوال داسي دي ټول  ډاکټران داسي دي یادې ته ورته نور تورونه  .

مګر راشئ معاصرو یو شمیر لیکوالو ته  چې له شعره نیولې بیا ترنثر ، لنډې کیسې ، لیکنې او عامه مجلس پورې په هره خبره کې په ملا پورې ځان موښي ، ته وا  دوی خدای دملادښمنۍ ته پیدا کړي او له دې پرته بل کار نلري .

ما دمعاصرو ډيرو لیکوالو لیکنې ، شعرونه  او نثرونه لوستي ، هغوی چې دټولوپه  غوږو کې ملایانو اذانونه ورکړي ، هغوی چې ټولو ته دعلم اول بنیاد  الفباء  ملایانو ورزده کړي ، هغوی چې ټول ملایانو په لمانځو درولي هغوی چې ټولو  ته  خپل او پردي  ، محرمات او محللات  ملایانو وربېل کړي ، مګر بیا هم ددې په ځای چې بل څه ولیکي ،  خپل شلیدلي ګریوان او خیښتګ څيري پرتاګه ته  نظر واړوي ، ځان ورته خامتما بریښي او خپله لیکوالي یوازې په خپل ولینعمت  او معنوي پلار ملا باندې زده کوي .

ما دعصمت قانع  (دمنار خواته )کیسه هم لوستې ، چې دخپل شخصیت او قلم دعفت ټول بریدونه یې په کې مات کړي ، ډنډې یې خپلې لړلي خو کرکټر یې ورته ملا ټاکلی ، آیا تاسو هیله لرئ چې په دې بي شرمۍ به ملایان سپک کړئ او یا به افغان اولس ورباندې وغولوئ  ؟ فکر کوم تاسو لاهم دافغان ولس له سایکالوجۍ سره سخت ناواقفه یاست ، که تاسو دمؤمنو او معتقدو افغانانو له  نفسیاتو خبر واست هیڅکله به مو داسې عمل نه کاوو ، ځکه دا ډول بي حیاء ملاستیزي ددې په ځای چې تاسو پرې خپل هدف ترلاسه کړئ  یوازې تاسو ته زیان رسوي او په اولس کې  مو اوزګوړیان معرفي کوي .

زموږ  په سیمه کې یو بریتور خلقي یوه ورځ دپیتاوي په مجلس کې دکلي په ملا کې غږیدلی وو ، خو یوه کلیوال عجب دپښتو ځواب ورکړی وو ،  کلیوال ورته ویلي وو چې که  ملا نه وای نو ستاغوندې ملادښمنان به اوس لکه اوزګوړیان په خپلو میندو سپریدل ، ملا چې حلال او حرام درښوولي نو باید یوازې یې  احسان  ومنې .

قانع صاحب چې ښه قلم لري باید ورته ووایو چې په داسې لار کې یې مصرف کړي ، چې په دنیا یا اخرت کې په ښمر ورشي ، ددرواغو کتارول ، قلمي مداریتوب اولیکنیزه بیداري یې چندان نه ګټي ، اوس خلک ډیر هوښیار دي رښتیا او دروغ ډير ښه سره پيژني او دټرک او ډګر زمریان هم ورمعلوم دي ، اولس نور دچا په برېتو نه تیروزي ، بلکې عمل او کردار ته ګوري  ، زه داسې نه وایم چې لیکوالي مه کوئ ، لیکوالي وکړئ ، خو رښتیا ولیکئ ، بې رحمه قضاوت وکړئ خو رښیتنی او په دې  الهي قاعده ضرور ایمان ولرئ  چې ( هغوی چې الله عزتمن کړي که ټوله دنیا یي دبي عزتۍ هڅه وکړي هم  بي عزته به یي نه کړي او هغه چې الله  سپک کړي که ټوله دنیا یي دعزت لپاره مټې رابډوهي هم عزت به ورنکړای شي )

داد میخواهم نه پنداري که زاري مي کنم

نعره پر درد من فریاد استرحام نیست

                                                                                                                                                        (شهید پژواک )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x