افغانستان

فارياب: د شيرين تګاب ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د فارياب ولايت شيرين تګاب ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز بريدونه روان دي.

له فارياب ولايته تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې سلګونو طالبانو تېرې شپې راهيسې، د شيرين تګاب ولسوالۍ پر مرکز او اړوندو ادارو پراخ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

د شيرين تګاب ولسوال سيد سليمان ګهريک افغان اسلامي اژانس سره په خپلو خبرو کې منلې، چې سلګونو طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ پر مرکز او شاواخوا ودانيو ډله ييز بريدونه پيل کړي او اوس هم ملي اردو، پوليس او اربکيان له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي هم د جګړې پخلی کوي او زياتوي، چې سيمې ته يې تازه دمي ځواکونه لېږلي دي.

د جګړې له امله د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

طالبانو هم تر اوسه د شيرين تګاب د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x