نړۍ

واشنګټن پوسټ: روسيې نوې پرمختللې اتومي وسلې جوړې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۴ل): روسيې نوې پرمختللې اتومي وسلې جوړې کړي دي.

واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې ليکلي، چې روسيې داسې نوې پرمختللې اتومي وسلې جوړې کړي، چې د اوبو لاندې حرکت کوي، د بې پيلوټه الوتکې په څېر له انسان پرته مزل کولای شي او د اوسنۍ زمانې تر ټولو غوره او پرمختللې وسله پېژندل کيږي.

ورځپاڼه زياتوي، چې دا داسې يوه پرمختللې اتومي وسله ده، چې د شعاع په څېر له لرې ويشتل کيږي او کولای شي، چې سمندري بېړۍ، بشپړې نظامي اډې او همدا رنګه ټول کلي په مکمله توګه له منځه يوسي.

د روځپاڼې په وينا د دغې نوې اتومي وسلې خبره تېر نومبر کې د روسي ولسمشر ويلاديميرپوتين او د پوځ لوړپوړو چارواکو په ګډه ناسته کې راښکاره شوه.

«د ويلاديميرپوتين او پوځي چارواکو د دغې ناستې خبرې يو روسي تلويزون خپرې کړې، چې د دغې پرمختللې وسلې په اړه يې بحث کړی و اوروسته کرملين له تلويزوني کاناله وغوښتل، چې د ويډيو له خپرولو ډډه وکړي، مګر هغه مهال دغه ويډيو ميليونونو خلکو ليدلې وه.»

واشنګټن پوسټ زياتوي، چې د دې وسلې تر ټولو ستر هدف دا دی، چې د دښمن اقتصاد له منځه يوسي او روسي چارواکي وايي، چې دا به په ساحلي سيمو، پراخو دښتو او نظامي ځايونو کې غورځول کيږي، تر څو دښمن ونه شي کولای، چې له دغې خاورې اقتصادي، نظامي او کرنيزه ګټه پورته کړي.

سرمقاله مخکې ليکي، چې امريکا او ملګري ملتونه نه شي کولای، چې د دې وسلې په اړه پر روسيې بنديزونه ولګوي؛ځکه چې دا تکتيکي اتومي وسله ده او په اوس وخت کې امريکا، چين او روسيه ټول هڅه کوي، چې خپلې اتومي وسلې نورې هم غښتلې کړي.

واشنګټن پوسټ دا هم وايي، چې د روسيې نوې اتومي وسله کېدای شي د هغو امريکايي ميزايلو په مقابل کې جوړه شوي وي، چې د بالستيکي ميزايلو ضد دي او د امريکايانو په وينا نړۍ کې يې ساری نه شته.

د واشنګټن پوسټ سرمقالې په پای کې راغلي، د روسيې نوې اتومي وسلې سره نړۍ کې د اتومي جګړو ګواښ نور هم زياتيږی او تر ټولو خطرناکه خبره بيا دا بولي، چې روسيه کې د نوو پرمختلليو وسلو په اړه هېڅوک اعتراض نه شي کولای، رسنۍ، پارلمان او نورې اړونده ادارې ټولې د پوتين له قوي اغېز لاندې دي او د پوتين نظامي پرېکړې هېڅوک نه شي چلينج کولای.

ورته لیکنې

Back to top button