نظــر

د یوناما د دروغو راپورونه

بسم الله الرحمن الرحیم

یونسکو ، یوناما ، ایساف ، ناتو ، ملګری ملتونه ، د امنیت شوری ، حقوق بشر ، حقوق زن ، دا  او دا … ټولی د اشغلګرو لاسپوڅی اداری دی چه  د نړی وال حکومت د رامنځته کولو د پاره لاس او لستوڼی او ګډ  پلانونه لری .

پرون می  په دی هکله چه یوناما د افغانستان د ملکی تلفاتو په هکله نوی رپورت تیار کړی او خپور کړی ولوست په کوم کی چه د عوامو د تلفاتو یو اتیا سلمه برخه یی  د اسلامی امارت په اوږو او ذمه واری بار کړی، یولس سلمه برخه یی  د  نورو غلو او  لاره وهونکو په غاړه  او نهه په سلو کی یی  د افغانستان فاسده او لاسپوڅی اداره او اشغلګرقوتونه تشکیلوی .

له ټولو لمړی به دا خبره وکړو  چه غله او لاره وهونکی دوی له ځان او لاسپوڅی اداری ولی  جلا کوی ؟ ، په داسی حال کی چه مسلکی غله هم دوی او د دوی بی کفایته اداره ده ،  او که  نه دا غله  ولی شتون ولری ؟

په یو ملک کی چه ۴۸  د پرمخ تللو هیوادونو  نظامی قوتونه په لکونو شتون لری او د لاسپوڅی اداری د پاره یی هم په لکونو اردو ، پولیس او امنیتی قواوی سنبال کړی او په بیلونونو ډالری دی لیا رکی خرڅیږی  او بیا هم په سلو کی یوولس کسان غله او لاره وهونکی دی  نو ددی دومره  نظامی قوتونو شتون د څه د پاره دی ؟،

د بلی خوا زمونږ خاوره  د ګاونډیانو له خوا هم خوندی نه ده د پاکستان له خوا پټی لاسوهنی خو پریږده هغه ښکاره په زرونو توغند ی چه هره ورځ د کنړ په بی دفاع  او بی پلار او مور اولس د پاکستان له خوا پریوځی   دا  قوتونه یی  نه غواړی او که توان یی نه لری چه د پاکستان د توغندیو  مخه ونیسی ،  چه د یوه کار وړتیا هم نه  لری ( خر که بار نه وړی  نو غوښی خو یی د خوراک نه دی )  نو بیا د څه دپاره دی د همدی د پاره چه په بی دفاع  او مظلوم  خلکو عملیات وکړی  که دغه وسلی او نظامی مهمات د ښځو سره وی هم په بی دفاع ولس وژلی شی ،  د بی دفاع اولس  بی عزته کول، بی ناموسه کول  او وژل د دی بی غیرتو وړتیا ده ؟

یوناما په دی یوولس کلونو کی چیری وه  په دی هکله ولی څه ونه لیکل ولی یی کوم راپور نشر او خپور نکړو؟  ،  که  ددی دومره کوچنی کار د پاره د نړی ۴۸ ملکونه د خپلو خلکو د ټکس  په روپو  افغانستان ته راغلی وی چه غریب خلک ووژنی ،  د څو لاسپوڅو  خیټی او خپلی خیټی ډکی کړی ؟ نو بیا خو د دوی خپل خلک ولی ملا ماتی دی او د خپل ټکس د ډالرو  د بی ځایه خرڅولو پوښتنه ولی نه کوی.

د یوناما تعامل له یرغلګرو سره لکه د ولیبال د لوبی په شان  چه یو پاس او بل شوټ کوی ، دی  یا یو یی کری  او بل یی ریبی  ، دوی ټول د یوه دجال د ګټو د پاره او د دجال له خوا  تمویل کیږی  او پلانونه ورکړکیږی. .

د یوناما دروغ ویل او له حقایقو تیښته کول څه نوی خبره نه ده ، دوی دروغجن ، د دروغجنو له خوا کرامنځته  شوی  او  د دروغجنو د پاره کار کوی ( همدا د دیموکراسی تعریف دی ) ، څه چه ورته دستور ورکړ شوی هغه کوی  دوی خپل تصمیم او خپلواکی نه لری  مونږ څه وخت مخکی  د یو څو ملکرو سره یوځای  د کابل  یوناما د دفتر مشر سره مو  د سولی په هکله ملاقات درلود .

د خبرو په اوږدو کی  ماته د یوناما د مشر له  ضد او نقیض خبرو څه شکونه او پوښتنی   را پیدا شوی ما تری پوشتنه وکړه  چه  تاسی او یا د  ملګرو ملتونو نور  مسولین په عمومی ډول  په خپلو تصامیمو کی ځپلواکی لری  او که د امریکا په اشاره او دستور کار کوی ؟   د یوناما مشر صادقانه راته وویل:

رښتیا درته ووایم که دروغ ؟ ، ما ویل رښتیا راته ووایه  . هغه و ویل چه زما رشتیا ویل شرط لری  او هغه داچه چاته به  زما نوم نه یادوی داسی نه چه خپله دنده  له لاسه ورکړم   او یا د نورو ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شم .  ما ورسره  ژمنه وکړه  ،    هغه وویل که ته چا مقرر کړی یی ،  معاش درکوی ، ساتنه دی کوی نو تاسی به  د چا په امر او د ستور کار کوی ؟

ښکاره او څرګنده چه مونږ امریکا ته کار کوو ، د هغو له خوا رامنځته شوی یو  د هغو له خوا تمویلیږو ، د هغو په خاوره کی ، د هغو په تعمیرونو  او د هغو په فنډ چلیږو نو مونږ جبرا هغوی ته باید  کاروکړو  او داچه وایو مونږ خپلواک یو دا هم د هغو په دستور وایو  که ووایو چه نه ، نو بیا زمونږ فعالیتونه د هغو د پاره ګټه نه لری .

  د امریکا دا ډول کارونه د حیرانتیا وړ نه  دی ،   د نړی یواځنی  لوی طاقت ځان شمیری   خو د افغانانو سره جنګ هم د غرونو سره ډغری وهل  دی  د افغانانو سره پوره یوولس کلونه  د نړی د ۴۸ ملکونه سره په  ګډه جنګ  کوی ، ګاوندی هیوادونه او ټوله نړی هم  ورسره ملکری خو غریب  او یو ډیر کم شمیرایمانداره  افغانان یی مهار نه کړی شو؟ د  اقتصادی او نظامی ماتو سره  مخ دی اوس یواځی  سیاسی فریب کار یو ته ته سترګی په لیار دی  چه د اوړو پوزه  ځانته جوړه کړی   چه سیاسی فریب کاری  به یی څه وخت اخر ته رسیږی ؟  نور د لویدواو  ځنګدن په حال کی ده .  کله چه څوک بی وسی شی  هر بوټی ،هری ډبری او هوا ته د خپلی ژغورنی د پاره لاس  اچوی ، نو یوناما باید دروغ ووایی او د خلکو په سترګو کی خاوری  وشیندی   او د خپلو بی شمیره  جنایاتو او وحشتونو پړه په  اسلامی مهارت  او لا په لاسپوڅی اداره او یا د افغانستان په عوامو ورواچوی  او خپلو خلکو او نړیوالو څخه خپل وحشت او د جنګ او  مورال ماتوالی پټ کړی .

شیطان ځکه شیطانت کوی  چه فطرت یی  د همدی کار سره تناسب لری  ،او  د شیطانت ټول  شرایط   پکی  پوره شوی . د شیطان د پاره  شیطانت فطری خبره او ویاړنه ده  او دایی د ژوند برخه  او بی له دی ژوند نه شی تیرولی  نو امریکا هم  اوس  د نړیوال بشریت تر منځ د شیطان په موقف کی قرار لری .مار ،  لړم  او نور درنده حیوانات هیڅکله په  خپلو چیچلو او د مظلومو او بی دفاع حیوانانو په خوړلو د ندامت احساس نه کوی  ، ځانونه په حقه ګڼی تر دی که  د دوی د چیچلو وخت کی څوک کومه اندازه مقاومت  . خوځښت ، فریاد او چیعی وهی هغوی  تروریست او وحشیان شمیری  او شل نور نومونه ورباندی ږدی. .

دا د( امریکا ) فطرت او طبیعت دی  ،  لکه د مار او لړم  په شان له ظلم او وحشت څخه  کار اخلی  ، فریب کاری ، استثمار او استعمار تر سره کړی ، ناروا خلک ووژنی ځان په حقه او نور ناحقه وګڼی  . او دا( زمونږ) طبیعت او فطرت دی چه  ډ دوی  د ظلم او وحشت په مقابل کی  په ځان او مال دفاع او جهاد وکړو  ظلم اووحشت ته یی پری نه ږدو  ،  او ددی دندی تر سره کولو د پاره  د هر ډول شکنجو ، زندانونو ، وژنو ، تاوانونو ، حتی بی عزتیو او نارواوو د  مقابلی  پروا ونه لرو ،  دا مو تل ذکر او فکر وی  .   

مهمه نه ده چه مونږ د خپلو قربانیواو وینو تویدلو  نتیجه په خپل ژوند کی ووینو ، د ا کارنامی خپلو اولادونو ته  په میراث  پریږدو  چه زمونږ راتلونکی نسلونه تری د  غیرت درس او زمونږ دشمنان تری  د عبرت درس یاد کړی  لکه څرنګه چه ظالمان هم خپلو راتلونکو نسلونو اواولادونو ته  د  خپلو کړنو د تعقیبولو  دستور ورکوی.

هغوی یی چه د باطل ، ظلم او وحشت په لیا رکی کوی نو مونږ به یی په سپیڅلی ، حق او د الله ج د رضا په لیا ر کی دا  سپیڅلی دنده او جهاد ولی نه تر سره کوو ،  دا دحق او باطل معرکه  د انسانی ژوند له اولو شیبو پیل او د ژوند تر اخیرو شیبو پوری به  دوام لری    د حق اوباطل همدی جګړی ته( ازموینه) وایی  لکه بوش چه ویل ( یا به مونږ سره او یا به زمونږ په مقابل کی یاست )، یعنی یا به حق او یا به باطل سره دریږی  . څوک بیطرفه  پاتی کیدی نه شی  نو  زمونږ نیکمرغی  همدا چه مونږ مسلمانان ، ایماندار او مونږ د حق په اړخ  کی ولاړ یو.

بله څومره لویه نیکمرغی لرو  ، چه  د وی   د ټولو مادی قوتونو سره سره ( په ژوندینی مړه ) او مونږ  سره ددی چه مادی طاقت نه لرو او یا ډیر کمزوری د ی ، ( مړه کیږو  خو ژوندی یاستو )  نو له دی به بله  نیکمرغی چیری وی همدا مرسته زمونږ د بریالیتوبونو او زمونږ د مورال د اوچت  ساتلو د پاره بس ده  مونږ بریالی یو که مونږ مومنان یو ایمان زمونږ د پریالیتوب یواځنی  شرط دی او بس.  

په درناوی

(الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x