افغانستان

۲۰۱۵ کال کې ۱۱۰ خبريالان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر زنداني شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د بې پولې ژورنالیستانو نړیوال تنظیم وايي چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د نړۍ په سطحه ۱۱۰ خبريالان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر زنداني شوي دي.

د دې تنظیم « ار ایس ایف » له لوري په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي چې دا کال د ژورنالیستانو لپاره خونړی کال و.

د خبرپاڼې له مخې په وژل شويو خبريالانو کې ۶۷ تنه د خپلو دندو په مهال وژل شوي، چې په دې توګه له ۲۰۰۵ ميلادي کال راهیسې د دندو پر وخت د وژل شويو خبریالانو شمېر ۷۸۷ تنو ته ورسيد.

افغان خبريالانو تر اوسه په ۲۰۱۵ ميلادي کال د خبل وضعیت په اړه څه نه دي ويلي، خو په تېر ۱۳۹۳لمریز کال کې ۶ تنه خبريالان وژل شوي، ۱۶ نور ټپیان او ۱۷ نور يې نیول شوي وو.

د بې پولې ژورنالیستانو تنظیم په داسې حال کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنې ښيي، چې په افغانستان کې د دوو خصوصي رسنیو ټول خبريالان د طالبانو له لوري نظامي اهداف اعلان شول.

وروسته له هغه چې په کندوز ولایت کې د جګړې په اړه طلوع تلویزون د ناسمو معلوماتو د خپراوي له امله توند ولسي غبرګونونه راوپارول، وسله والو طالبانو د تلې په شلمه په نشر کړې اعلاميه کې د طلوع او یک تلویزونونو ټول کارکوونکي، کاري ډلې او دفترونه ناخوندي وګڼل.

ياده دې وي تر اوسه د دې دوو خصوصي رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري د کوم بريد هدف نه دي ګرځېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x