افغانستان

پروان: پر بګرام هوايي اډه توغندیز بريد شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۴ل): په پروان ولایت کې د بهرنیانو پر مهم مرکز بګرام هوايي اډه توغندیز برید شوی دی.

طالبانو ويلي چې ياده هوايي اډه يې پر دوو توغندیو ويشتلې ده او دروند ځاني او مالي زیان يې ور اړولی دی.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې توغول شوي توغندي يې پر هدف لګيدلي او تلفات يې اړولي دي.

«بیګا شپه په هیواد کې داشغالګرو په تر ټولو مهمې ځالې د بګرام په هوایي ډګر۲ توغندي په هدف وویشتل شول، درانه ځاني اومالي تلفات اوښتی.»

تر اوسه په کابل کې د مېشتو بهرنیانو مطبوعاتي دفتر د دې توغندیز بريد د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

دا بريد وروسته له هغه کېږي، چې نږدې اوونۍ وړاندې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیانو یو کتار د یو سرتېري بريد ښکار شو.

امريکا په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې دا بريد تر ټولو خونړی بريد وګاڼه، چې پکې يې د خپلو شپږو پوځيانو د وژل کېدو او شبږو نورو د ټپي کېدو ومنل، خو طالبانو د ۱۹ امريکايانو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x