
کتاب: هر اړخیز یرغل، لیکوال: سید رحمن سالار
سریزه: درنو وروڼو لکه څنګه چې موږ او تاسې ته معلومه ده، چې کفري نړۍ اوسمهال د مسلمانانو او اسلامي نړۍ پروړاندې هر اړخیز یرغل او تیری پيل کړی، په دې معنا چې زموږ پر سپېڅلې خاوره یې پر وسله وال تېري سربیره، د مسلمانانو پر کلتور، اقتصاد، فکر او مقدساتو هم بریدونوته مخه کړې، که څه هم په دې اړه ډېرو اسلامي عالمانو او د قلم خاوندانو د خپل مسوولیت له مخې لیکنې کړې او دا، چې دغه موضوع ډېره مهمه او د مسلمانانو د پام وړ ده، نو ماهم د اسلامي احساس له مخې لازمه وګڼله، چې په دې اړه له خپل وس سره سم هڅه وکړم او د یوه کتاب په بڼه یې په څو برخو کې وړاندې کړم، چې لومړۍ برخه یې داده چاپ شوه او پر دویمه برخه یې کار روان دی.
په دې برخه کې د مسلمانانو پرضد د کفارو مختلفو تېریو او یرغلونو ته اشاره شوې چې تر ټولو لومړی یې کلتوري یرغل دی او دا، چې کفار اوس تر بل هروخت ډېرې پرمختللې وسلې او ټکنالوژۍ لري، خو بیا هم د مسلمانانو پر وړاندې د وسله والې جګړې ترڅنګ کلتوري تیري ته لومړیتوب ورکوي، لامل یې دا دی، چې دغه جګړه تر وسله والې جګړې څوچنده خطرناکه ده.
په وسله واله جګړه کې خلک وژل کېږي، ښارونه، کلي او بانډو ورانېږي، خو په فکري جګړه یاکلتوري تېري کې فکرونه او کلتورونه وژل کېږي.
دا چې د کلتوري تېري په اړه بحث کوو، نو مناسبه بولو، چې کلتور تعریف کړو.
کلتور فرانسوي کلمه ده، چې په انګریزي کې کلچر او په عربي کې ثقافت او په دري کې فرهنګ او پښتو کې دود او دستور ورته ویل کېږي.
که څه هم چې کلتور بېلابېل تعریفونه لري، خو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد، پوهاند محمد آجان حقپال کلتور داسې تعریفوي:((دیوې ټولنې ټولو مادي او معنوي شتمنیو ته کلتور ویل کېږي)).
دا چې د کلتور له تعریفه روښانه شوه، چې د یوې ټولنې کلتور هغه ارزښتمن شی دی، چې معنوي ژوند هم ګڼل کېدای شي او که چېرې یو هېواد، قوم یا ملت خپل کلتور له لاسه ورکوي او پرځای یې پردي فکرونه او کلتور خپلوي، نو اصلا دغه قوم یا دغه ملت خپل معنوي ژوند له لاسه ورکوي، په دې معنا چې که دغه ملت یا دغه قوم شتون هم ولري، خو چې خپل خوی، ځانګړنې او اصول یې له لاسه ورکړي، نور په هغه پخواني نوم او ځانګړنې سره نه پېژندل کېږي، چې دې پړاو ته د یوه قوم معنوي مرګ یا معنوي له منځه تلل هم ویلی شوو.
نو د کلتور یا فکر دې ارزښت او اهمیت ته په پام سره، کفارو، چې د مسلمانانو پر وړاندې یې د تاریخ په اوږدو کې په وسله والو ډګرونو کې ماتې خوړلې دي، نو فکري جګړې ته یې مخه کړې ده.
د فکري جګړې یا کلتوري تېري له نوم سره د صلیبي جګړو یادونه او د دې جګړې تاریخ ته کتنه ځکه اړینه ده، چې د ډېری تاریخ لیکونکو په باور د مسلمانانو یا اسلامي نړۍ پر وړاندې د کفري نړۍ یا په ځانګړې توګه لویدیځ له خوا فکري جګړه طرح او پيل شوه، چې موږ یې دلته یوازې تاریخ او ځینو مهمو پېښو ته لنډه کتنه کوو او بیا وروسته په دې اړه تفصیلي خبرې کوو.
د مسلمانانو پرخاوره د صلیبیانو په نهم برید کې د فرانسې پاچا او د صلیبي جګړو مشر((لویس)) د مسلمانانو له خوا ونیول شو او ډېر وخت په مصر کې بندي و، کله، چې مسلمانانو د اوربند په پایله کې آزاد کړ، نو لویدیځوالو دا پرېکړه وکړه، چې نور د مسلمانانو لپاره باید عقیدوي- فکري او اخلاقي جګړې ته مخه کړي، چې همداسې یې وهم کړل او دغه لړۍ لاهم دوام لري.
د اسلام دښمنانو د دې جګړې لپاره ډېر پلانونه جوړ کړل او په بېلابېلو چلونو او لاروسره یې فکري جګړه پرمخ بیولې ده.
دغه جګړه په ځینو وختونو کې یوازې په تبلیغي ډول یا د پیسو په لګولو سره پرمخ بیول شوې او په ځینو وختونو کې بیا د فکري جګړې په څنګ کې وسله واله مبارزه هم ورسره ملګرې شوې ده او ځینې وخت بیا داسې شوي، چې لومړی کفارو، چې د کومې اسلامي سیمې د لاندې کولو نیت کړی، نو پر دې سیمې یې فکري یا کلتوري جګړې سره تېري ته مخه کړې او کله چې په دې برخه کې پرمخ تللي، نو بیایې پوځي او وسله وال تېری هم پیل کړی دی.
د شرعې قاعدې له مخې، چې وايي (( د فرضو عملي کول، چې پر کوم شي پورې تړلي وي، هغه شی هم فرض ګرځي.))
نو د کفارو له خوا د اسلامي نړۍ پر و ړاندې د فکري جګړې یا کلتوري تېري پیژندل هم فرض دي، ځکه لویدیځ، چې په سر کې یې امریکاده، د مسلمانانو پرضد یې داسې خطرناکه جګړه پيل کړې، چې پر وړاندې یې مقابله یوازې هغه وخت کېدای شي، چې موږ مسلمانان لومړی د خپل دین او کلتور پر اصولو ځان پوه کړو او بیا ددښمن موخې او چلونه په هراړخیزه توګه وڅېړو او سره له دې، چې پر دې چلونو ځان پوه کړو، د مخنیوي لارې چارې یې هم وسنجوو.
ما هڅه کړې، چې په دې کتاب کې د کفارو چلونه او د فکري جګړې ځینې بېلګې او همدارنګه هغه وسیلې، چې کفار په فکري جګړه کې د وسیلې په توګه کار ترې اخلي، په لنډ ډول دروپېژنم او د مخنیوي لارې چارې یې هم درته وړاندې کړم، خو خدای دې وکړي، چې دغه درنه دنده په ښه توګه ترسره کړای شم او هیله ده، چې تاسې قدرمن لوستونکي به مې له دعا ګانو هېر نه کړئ.
سیدرحمن سالار
۱۳۹۱/۱۰/۱۹
———————–
د لاندي لینک څخه بشپر کتاب کښته کولای سئ