د نن سرلیکنه

د سرونو پریکولو جنایت د توجیه وړنه دی!

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: تیره ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې په ننګرهار کې د داعش او ظاهر قدیر جګړه مارو یو له بل نه سرونه پریکړي او بیایي هغه د خلګو د ویرونې په خاطر د لويي لارې پر سر نندارې ته ایښي.

په جګړه کې د مړیو د جسدونو د بي احترامي فرهنګ په افغانستان کې تر امریکايي اشغال وروسته د هغوي د ځواکونو لخواپیل شو.

د وژل شویو انسانانو پر جسدونو باندې بولې کول، د هغوي سوځول او یاهم ورسره د یادګاري تصویرونه اخیستل ټول هغه بوږنوونكي موارد دی چې د امریکاي پوځیانو لخوا په افغانستان کې په کراتو مراتو تر سره شوی او مرتکبین یې تر هیڅ ډول قانوني مواخذې لاندې نه دي نیول شوي.

اوس دادی اورو چې هماغه جنایتي فرهنګ د امریکایانو په تموبل جوړشویو مرګ ډلو داعش او اربکي ملیشو له لوري هم عملي کیږي او له مړیو څخه د سرونو په پریکولو سره د انساني کرامت سپکاوي کیږي.

د اسلام په مقدس دین کې انساني کرامت ته د درناوي په خاطر د مُړي مثلة كول ( سر، غوږ او پوزي پریکول) نا جائزاو څوک حق نه لري چې تر وژل کیدو وروسته د هغه انساني کرامت توهین کړي.

که هرڅوک او هره ډله ترهرنامه لاندې له اسلامي ارشاداتو څخه په سرغړوای سره دا جنایت تر سره کوي او تر وژل کیدو وروسته د انساني جسدونو سپکاوی کوي دا دهغوي د بهیمي طبیعت محصول او ناروا کړنې دي چې باید د مذهبي او قانوني مقرراتو له مخې یې جلوګیري وشي.

مونږ مخکي هم ویلي چې د داعش او اربکیانو د ایجاد او تمویل منبع یوه او ىواړه د یوه مشخص هدف لپاره پیدا کړل شوي دي.

همدا وجه ده چې داعش په ننګرهار کې په وحشیانه ډول ژوندي انسانان په بمونو الوزوي او یا یې هم له سرونو څخه د وحشت څلي جوړوي او اربکي ملیشي بیا د بالمثل جنایت په تر سره کولو د هغوی د وژل شویو سرونه پریکوي او په لویو لارو کې د وحشت د بیلګو په توګه نمایش ته ږدي.

د مړیو د بی حرمتي فرهنګ په مجموع کې د امریکایانو یو ورارداتي وحشیانه فرهنګ دی چې پرون یې د خپلو ځواکونو په وسیله په افغانانو عملي کړ او نن یې د خپلو اجرتي مرګ ډلو (داعش ـ اربکیانو) له لارې په افغاني ټولنه کې د خپراوي کوښښ کوي.

داعش که د یوې غیرمسؤلې جنګي ډلې په توګه دا وحشت ترسره کوي هغوی خو نه مذهبي ارشاداتو ته اعتناء لري او نه قانوني مقرراتو ته احترام ، ظاهرقدیر د ګډ حکومت د لوړ پوړي مسؤل چارواکي په حیث څرنګه ځانته دا جرئت ورکوي چې د پارلمان له ستیج نه د خپلو اربکي ملیشو دا وحشیانه فرهنګ توجیه کړي ؟

جنایت جنایت دی که د هرچا له لوري ترهرنامه لاندې ترسره کیږي په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی او باید په ټینګه یې مخنیوی وشي.

امریکایان هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو اجرتي مرګ ډلو (داعش ـ اربکیانو) په وسیله د هغه وحشیانه فرهنګ دود کولوته لاره پرانیزي کوم چې یې په عراق او سوریې کې عملا دود کړي او د هغه ځای ولسونو یې له ډیرو مشکلاتو سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جواد څارګر

نن دجمعې دلمانځه څخه وروسته د اچین دپیخې په مکتب کې داعشي بدمعاشانو ۷ زندانیان حلالول چې څلور یې د امارت مجاهدین وه او درې کلیوال وګړي وه داعشیانو د ولس خلک هم را غوښتي او غوښتل یې په عام محضر کې زندانیان حلال ، ویډیو یې وکړي او بیا له خپلو بادارانو څخه دخپل وحشت حق الزحمه واخلي دعیني شاهد له خولې؛ کله چې داعشیانو دوه زندانیان حلال کړه د زلزلې ټکانونو مځکه ولړزوله چې ورسره خلک وارخطاء شوه او ورسره سم دډرون دوه مېزایله راغلل چې بلها داعشیان او ولسي وګړي یې ټوټه ټوټه کړه د ولسي وګړو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x