ټولنیزه برخه

مجرم، جزا او قانون

عزت الله شینواری

په نړۍ کې ټول هیوادونه بیلابیل قوانین لري چی د هم هغه هیواد له وګړو له خوا قبول شوي دې که د بل هیواد وګړې هم هلته لاړشي باید د همغه هیواد قوانین پر ځان قبول کړي. د قانون غوښتنه هم همدا ده چی که څوک له قانوني مقرراتو څخه سرغړونه وکړې جزا ورکول کیږې دا یوه طبیعی خبره ده چي که څوک جرم وکړې باید جزا وویني چي جزا هم د جرم پر اندازه ورکول کیږي د وهلو اوټکولو څخه شروع کیږي بیا تر جلا وطني عمري قید اعدام او داسي نوری بڼي هم لري چي د قوانینو په رڼا کی مجرم ته جزا ورکول کیږي په ننې عصر کې د نړۍ حکومتونو د مجرم د ساتلو لپاره بندیخانی جوړې کړې ډي چي په هغو کی مجرم د جزا په اندازه چې د قانون له خوا ورکړل شوي وې ساتل کیږي او د حکومت له خوا د بندیانو لپاره منظم بندوبست لپاره مدیران؛ کاتبان او پیره داران ورباندی ولاړي وې او امکان يې هم ډیر کم وی چی بندی و تښتی او یا دباندې ووځي په پخوا زمانو کی د بندیخانې سیستم موجود نه و مجرمان به وهل کیدل ،جریمه به يې ورکوله اعدامیدل به اویا به په کوټوالۍ کې د لنډ وخت لپاره توقیف کیدل خو برعکس نن سبا مجرم ته د قانون په رڼا کي که سزا ورکړل شي خو په بندیخانه کې وهل نشته کار ورباندي نه کوي دوي کولاي شې هلته حرفوي کارونه ترسره کړې حتی د افغانستان په بعضو بندیخانو کی منظمې دیني زده کړي هم تر سره کیږی چی د همدغو بندیخانو څخه زیات دیني عالمان فارغ شوی دې.

خو په ډیر تاسف سره زه باید دا خبره وکړم چی زمونږ په هیواد کي پرځینو بندیانو تر حده زیات ظلم ترسره کیږی کوم حقوق او امتیازات چی د دوي لپاره وې هغه نه ورکول کیږې خو بعضی بندیان بیا د خپل جرم د سزا پوره کیدلو مخکښی بیا څوکۍ هم ځان ته په نظام کې نیولوی وي ډیر داسې کارونه هم شوي دې که یو بندې له بندیخاني و تښتی دولت بیا د تښتیدو سزا خو هیڅ نه ورکوي بعضو ته بیا په نظام کی څوکۍ هم ورکوي زه د دې دوه ډلو تر منځ فرق نور نه واضیح کوم ځکه دا دوه ډلې ټول افغان ولس ته معلومي دې زما دا لیکنه تنها د افغانستان لپاره نه ده بلکه ټول نړۍ یې په بر کی نیوله چې هر مجرم ته د قانون په رڼا کی جزا ورکول کیږي که هغه د نړۍ هره قاره ده باید مجرم د خپل جرم سزا ووینې.

په پخواني یونان کی سقراط په یوه قضیه کې بندي شو چې د اعدام فیصله ورباندي وشوه د سقراط ملګرو د هغه د تیښتی پلان جوړ کړ خو سقراط د تیښته و نه منله او دا يې وغوښتل چی ما د یونان قانون پر ځان منلی او همدی قانون ته د یو وفادار په توګه باید ومرم .همدا رنګه په مصر کې هم د بندیخانو سیستم موجود وه او هلته به یی پر بندیانو سخت کارونه کول که چیري به یو بندی و تښتیده لوی جرم وه او سخته سزا به ورکول کیده

نن سبا که یو مجرم جرم وکړي د دولت له خوا ګرفتاریږی او مطابق د جرم هغه ته سزا ورکول کیږې دولت ورته ډوډۍ، ځای او د سون مواد ورکوې ځکه دلته تقریبا د عصری بندیخانی سیستم موجود دې . د دویم هانري د خپل قلمرو په هر ځاي کې بندیخانې جوړې کړې له مقرراتو سره سم بندي مکلف و چې د ځای،ډوډۍ او سونګ پیسې ورکړي که به بندي بیوزله وه خیریه ادارو به د محبس لګښت ورکاوه.

مجرم ته څکه د جزا ورکول کیږي چی د نورو لپاره عبرت شي. اوس خو د اعدام پیښی ډیر کمی لیدل کیږې په پخوا زمانو کی به مجرم ته د خلکو په مخکښی جزا ورکول اعدام به د خلکو په مخکښی کیده د مثلا د اعدام ځای به فرق کاوه په افغانستان کی به مجرم د چوک په سر اعدامیده یا فرانسه کی به هغه ځای اعدامیده چي چیرته به مجرم جرم ترسره کړي وه ځکه میشل ُوکو په خپل کتاب انظباط و مجازات کی لیکی خلکو مخکښی اعدام نه یوازې قضایې بلکې سیاسې معنا هم لرې. مونږ دې الله ج د جرم کولو څخه وژغورې آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x