شعـــــرونه

غزل: څه غمګين مازديګرى دى زړه مي دردكړي

غزل

څه غمګين مازديګرى دى زړه مي دردكړي
راپه زړه غازي لالى دى زړه مي درد كړي

خدايه! بيابه كوم ښاغلى ځوانيمرګ كړي
دچورلكو تور دربى دى زړه مي درد كړي

دنړئ دستر ظالم ښامارپه خوله كي
مسلمان دى افغانى دى زړه مي درد كړي

دشهيدې جنازي مخته ولاړيم
ښاايسته لكه غمى دى زړه مي درد كړي

هرې خواته چي نظرراڅخه واوړي
بس تېرى دى او تېرى دى زړه مي درد كړي

ستاكاږه باڼه مي درست په زړګي ښخ دى
له زخمونو مي زګېروى دى زړه مي درد كړي

داغزل چي مي نظر نه شي وروړم يې
چادود كړى سپلنى دى زړه مي درد كړي

د خند ا توان مي غمـو وړى الهامه!
رانه ورك دسر سړىدى زړه مي دردكړي
2013/04/17

 سید احسان الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x